د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نامشرع شتمنیو د ساتنی لپاره نامقدس اتحاد

مُقبل کاروان 19.06.2012 00:56

تاسو ته بهتره معلومه ده چی همدا اوس په افغانستان کی د ریاست جمهوری د راتلونکی انتخاباتو لپاره په مختلفو برخو کی کار شروع دی. علل الخصوص د پیژندل سوی کړیو او افرادو تر منځ د ټولو اختلافاتو سره سره د فردی منافعو د ساتنی لپاره د نامقدس اتحاد هلی ځلی روانی دی. ځکه دوی فکر کوی د کرزی د حکومت په ختمیدو به یی ټولی هغه شتمنی چه د جهاد او اسلام تر نامه لاندی یی لاس ته راوړیدی د خطر سره مخ سی . مګر دا هم باید وویل سی چی له بده مرغه امریکایان  په لسو کلونو کی و نه توانیدل داسی شرایط را منځ ته کړی چی واقعا ولس د خپل هیواد پر سیاسی سرنوشت حاکم سی ،یا دا چی ویی نه غوښتل افغان ولس د خپل هیواد په سیاسی بهیر کی ورګډ سی علت هم داچی بهرنیان په اسانی سره وکولای سی د معلوم الحاله کړیو او افراد په وجود کی ،په سیمه کی خپلو موخو ته ورسیږی. که مطلب همدا وی  ، خو دا ارمان په یوازی توګه د بهرنیانو په شتون نه ترلاسه کیږی بلکه په دی برخه کی د افغانی لاس پوڅو ونډه د پام وړ ده.
کله چی ناټو و افغانستان ته د راتګ ټکل وکړ،  د یو تعداد ولس دښمنه چهرو  ضرورت یی احساس کړ تر څو هغوی  د خپل هیواد پرضد د ولسونو د خطا ایستولو لپاره مکارانه رول ولوبوی. داچی دا کسان اهلیت، شخصیت، پوهه او وړتیا لری که نه ، مهمه نه وه . په دی هکله چی کوم عناصر کولای سی د بهرنیانو د اهدافو د ممثلینو په توګه د خپل ولس سره په تقابل کی دهیواد دورانۍ جوګه کیدای سی ،ناتو ښه دقیقه څیړنه وکړه.  بالاخره امریکا درک کړل چی هر افغان و بیګانه مزدوری ته د ملی مصالحو پرخلاف زړه نه ښه کوی  خو هغه جنایتکاران چی ولس یی د کلونو راپدی خوا د محاکمی غوښتنه کوی ،د خپل ځان او نامشروع پانګو د بقا او حفاظت په هیله مجبور دی د بهرنیانو فرمان مقدس وګڼی او هغوی ته کار وکړی او که داسی ونکړی شاید ولس هغوی د دار جوخی ته کش کړی. د همدی محاسبی پر بنسټ یی ځنی هغه کړۍ او افراد چی د جهاد او اسلام ډبری یی پر ځیګر ټکولی د ډآلری امتیازاتو په بدل کی د هیواد او ولس پر خلاف استخدام کړل. هغوی ته یی لوړی چوکۍ او ډول ډول امتیازات ورکړل او د توپ او طیاری په مټ یی پر ولس و تپل.
افغان ولس د ډیرو قربانیو په نتیجه کی د روسانو په ماتی ځان د بری پر پوله احساس کړی ؤ  بی خبره له دی چی یو ځل بیا د امتحان و ډګر ته په دریدو سره د یو بل لوی ناورین سره مخ کیږی . د اسلام انګیزی ټیکه دارانو چی د جهاد نوم یی د نامشروع ثروتونو د لاس ته راوړلو لپاره وکاروۍ  د روسانو راتګ و افغانستان ته پر اسلام تجاوز و بللۍ، د یوه بهرنی هیواد پر ځآی یی د څلویښتو بهرنی هیوادونو راتګ د خپلو ګټو لپاره پرحق او ضرورت وباله، او د خپلو بهرنی انډیوالانو په هدایت یی د ږیری او لنګۍ پر ضد جهاد شروع کړ لکه پخوا چی یی د دوی په هدایت د لوڅ سر او دریشی په وړاندی جهاد کاوه .په دی معنی چی اوس په کلیو او بانډو کی د نظامی عملیاتو پر وخت هغه کسان چی ږیری ولری او یا توره او سپینه پګړۍ ولری د طالب خطاب ورته کیږی او په نیولو ، زندانی کولو او  وژلو یی بدرګه کوی،حتی د قران مجید سوځل او د کندهار د زنګاوات ، شینډنډ ،کنړ، کاپیسا او لوګر عام وژنه یی د جګړی طبعی بهیر وګڼلی، همدا ډول دا لاس پوڅی افغانان ډیر ژر په اصطلاح متمدن سول دوی د مبارکو ږیرو او پګړیو په درلودلو او د نبوی احادثو او قرانی ایاتونو د دیکتی سره سره و سپینی ماڼۍ ته د ماښامنۍ لپار د افغان ښځو میلمه کول یو منطقی عمل او د زمانی ضرورت او د افغانی  کلتور سره په سمون کی وګڼل ، هغوی به د جهاد؟ په دوران کی معلمان او متعلمین د کافر او کمونیست په نامه وژل خو اوس ددوی د حاکمیت په دوران کی په ۳۲ تلویزونی چینلونو کی بربنډی ښځی رقصیږی او هغه د مطبوعاتو په ساحه کی خپله لویه لاسته راوړنه بولی او د پیشرفت بیلګه یی ګڼی ، حتی کله کله د غربی هیوادونو څخه ښځی د هنرمندانو په نوم په ډیرو پیسو دعوت کوی او هنر د زمانی نه بیلیدونکی ارزښت بولی کله کله نغمه جانه و (کابل بوستان )ته میلمه کوی د ډالرو بستی ورکوی او دا کړنه د دماغی تفریح لپاره ضرورت ګڼی . همدا ډول د مطبوعاتو په سینه کی درج دی کله چی امریکانو وغوښتل ظاهر شاه کابل ته راستون کړی نو استاد سیاف ویلی وه : که ظاهر شاه بیا افغانستان ته راسی زه به سترګی توری کړم او یو ځل بیا به د جهاد په سنګر کی کښینم ، مګر افغان ولس ولیدل کله چی یی امریکایی امتیازات تر لاسه کړه نو ظاهرشاه یی په کاریزمیر کی په شانداره توګه میلمه او لاسونه یی په ضربه ور مچ کړل. دی د کمونستانو په مخالفت مشهور ؤ خو د رفیق دوستم ،رفیق علومی، ملګری ګلابزوی او داسی نورو سره په یوه حاکمیت کی شریک سو، یو وخت د کابل د لویدیځی څنډی مسلمان ولس دده ، محقق او خلیلی پخپل منځی جګړو کی ووژل سوه ، په سرونو کی یی میخونه ټکوهل سول ، دمړو د نڅا منظری یی ولیدل ،ښځی یی بی عفته کړی نیم کابل یی په ویرانه بدل کړ.خو کله چی امریکایانو ډالری بستی ور وړاندی کړی ، نو دوی تیر هیر کړه د ولس مړینه او ویرانی یی خپل طبیعی حق وګڼی او په ورین تندی خپلو منځوکی دوستان او پر یوه دسترخوان او یوه حاکمیت کی سره شریک سول. دغه لاسپوڅو د ډاکتر نجیب الله د حکومت پر وخت د پاکستان او امریکا په تمویل د کابل پر (ده افغانانو) او (تیمورشاهی تم ځای ) سکر راکټونه راغورځول ،ودونه یی په سکر توغندیو ویشتل او په لسهاو بی ګناه ملکی انسانان یی ووژل خو دا کار یی د جهاد یوه برخه بلل اما اوس پاکستان هغه ځای چی ددوی د عیش زانګو وه مداخله ګر او د مخالفینو عملیات ،ملکی عامه وژنه او ناروا بولی. ستاسو به ښه پیاد وی نورمحمد تره کی و دوی ته د ( اخوان الشیاطین ) لقب ورکړی ؤ خو هغه وخت اکثریت خلګو دا جمله نامناسبه وبلل. اوس دی هغه خلګ یو ځل بیا قضاوت وکړی.هغه وخت به امریکایانو، روسان د کلو په بمبارد مجرم ګڼل خو اوس چی امریکایانو علاوه پر ډیرو بیګناه انسانانو بمیارد کولو   په ژړۍ ولسوالی کی د یوه کلی د منځه وړل او جغرافیی ته تغیر ورکول د تروریزم په وړاند جایزه او پر حق مبارزه بولی.
افغان ولس که جهاد هم کړی دی ،هغه یی د اسلام پر بنسټ د الله لپاره کړی دی  مکافات او عوض یی د الله څخه غواړی ځکه دوی یا سرونه وښندل او یا تر اوسه لکه پخوا غریب او د ژوند د نعماتو څخه محروم پاتی دی اما د جهاد په اصطلاح رهبرانو چون جهاد د الله لپاره ندی کړی ځکه یی عوض د امریکا څخه و غوښت . امریکایانو هم دوی ته د صادقو خادمانو په سترګه وکتل او ددوی د هستۍ لپاره یی شرایط مهیا کړل. تاسو ولیدل چی اول یی د دفاع وزارت ځمکه (شیرپور)غصب او د کوکنارو په بڼ یی بدل کړ ، افغان ولس په وینو کی لمبیږی خو جهادی حاکمانو په شیرپورکی هغه قصرونه جوړ کړل چه بهرنیان ورته حیران او عکسونه یی د نمومی په توګه په نړیوالو نشراتی ارګانو کی خپروی. خو دوی هغه هم کافی و نه ګڼل ، امریکایانو لوړی چوکۍ او منصبونه  هم ددوی په واک کی ورکړل ،خو دوی سربیره پر امریکایی سخاوت د جهاد تاوان له ولس او هیواد څخه هم وغوښت، ځکه یی د شخصی او ملی ځمکو په غصب پیل وکړ که د چمتلی ډښته په کابل کی وه او که عینو مینه په کندهار کی وه ،که د مجید زابلی هغه ځمکی چی دولت ته یی ورکړی وه په هرات کی وه او که نور په لسهاو ځمکی په مختلفو ولایاتو کی وی پر ټولو یی خیټه واچول . خو دایی هم کافی ونه ګڼل او سترګی یی  کونډو او یتیمانو ته سری سول او په مختلفو شکلونو یی د هغوی د پاتی هډونو او وینو په خوړلو او ځیښلو  پیل وکړ. دوی مایع ګاز او نفت په انحصار کی واخیستل چی ژمی راورسیږی او یتیمان په لړزیدو سی نو دوی د سونګ د موادو قیمت لوړ کړی په دی ډول غریب ولس قرض او وام کوی او د جهاد د رهبرانو په جیبونو کی یی ورتویوی. غریبانو ته وایی تاسو ته خدای په اخرت کی عوض درکوی اوس زموږ وار دی. دا رهبران د مسلمانانو د دوستی سره علاقه نلری بلکه د غربیانو دوستی او کفارو دوستی د شخصی ګټو یوازنی منطقی او عملی لاره بولی. لطفاْ تاسو د یوه داسی جهادی مشر نوم یاد کړۍ چی غریب پاته وی او په غصب او چور کی شریک نه وی. جالبه داده چی نورو شیطان صفتو انسانانو ددوی هستی ولیدل اوس هغوی هم هڅی کوی په نوی چګړو لاس پوری کړی تر څو دوی هم د جهاد په نوم د شتمن کیدو لاره پرانیزی ، نو ځکه به  له دی وروسته هیڅ حکومت په هیواد کی پر ارامه پاته نسی ، یو نه یو داسی فکر کوی چی د حکومت سره جګړه د جهاد رنګ لری شاید موږ هم په دی بهیر کی لکه سیاف یا ربانی یا ګلبدین یا فهیم او نور ثروتمند سو. دوی ولیدل چی مجازات او محاکمه نسته ، انتقالی عدالت نسته فقط د امریکا لمنه او یا د بل داسی هیواد چی قوت ولری ونیسه ثروتمند کیدل حتمی دی.
لکه څنګه چی معلومه سول تر ۲۰۱۴ کاله د ناټو قواوی له افغانستان پښی سپکوی ،نو ځکه یوځل بیا پر جهادی رهبرانو تبه راغلی ده، دوی اوس سربیره پر نورو ستونځو ددی مشکل سره مخ دی چی څه ډول هغه غصب سوی جایدادونه او هغه بلډینګونه او بانکونه چی په کابل او نورو لویو ښارونو کی یی جوړ کړیدی وساتی .  نو ځکه مجبور سول چی سیاف ، رفیق دوستم ،محقق ،خلیلی،فهیم او نور بیا په یوه ایتلافی جبهه کی سره یوځای او داسی چاته رایه ورکړی چی د دوی ټولو د نامشروع ثروتونه د ساتلو تضمین وکړی . او په دی هم پوهیږی چی دا کار یوازی د کرزی د کورنۍ په شتون کی ممکن کیدای سی له بله طرفه جناب کرزی دوی ته اطمینان ورکړ چی زموږ کورنۍ  یوازنی څوک دی چی نه تنها ستاسو پر جرایمو سترګی پټوی بلکه ستاسو او خپلو پانګو ساتنه هم په ښه توګه کولای سی لکه څنګه چی تر اوسه یی دا کار کړیدی ، ځکه یی په شراکت قیوم کرزی د نورو کاندیدانو تر څنګ مشخص کړیدی ترڅو که په شفافیت وی یا په درغلیو هغه باید بریالیتوب  ته ورسوی. همدا ډول یی امریکایانو ته اطمینان ورکړیدی چی لکه د حامد کرزی دوره بیا به هم د حامد کرزی پر ځای قیوم کرزی ټوله امکانات د دوی و اهدافو ته درسیدو لپاره وکاروی . البته امریکایانو ته هم دا موضوع د اهمیت وړ ده. او حتی مطبوعاتو افشا کړل چی حامد کرزی د رسمی سفر په ترڅ کی دجرمنی د صدر اعظم انګیلا میرکل څخه وغوښتل چی د قیوم کرزی حمایت وکړی او کمک ورسره وکړی.
  خو بی خبره له دی  چی که امریکایان ددی لوبی په بهیر کی ستړیا احساس کړی،نو دوی به په ډیره بی باکی د مجازاتو په منظور د ولس لمنی ته وروغورځوی. جالبه داده چی ښاغلی علی احمد جلالی چی د جنایتکارانو او قاچاقبرانو سره په یوه حاکمیت کی د نه ګډون له کبله د کورنیو چارو وزارت څخه استعفا کړی وه او په دی ډول یی د ولس او روشنفکرانو په ذهنیتونو کی ځان ته د یو وطن پال په توګه ځای پیدا کړ، اوس د ریاست جمهوری د لاسته راوړلو لپاره د کمپاین په درشل کی هڅه کوی د همدا جانیانو حمایت ترلاسه کړی او د هغوی د حمایت او اعتماد جلبولو لپاره کله نا کله وکابل ته سفرونه کوی. دی هم پوهیدلی دی چی په تیرو انتخاباتو کی  افغان ولس په انتخاباتو کی اشتراک ونه کړ هغه چی حامد کرزی د څلورو ملیونو کسانو د اشتراک په انتخاباتو کی په افتخار یادونه کوله او له دی څلورو ملیونو رایو څخه یو نیم ملیون رایی د درغلیو په وجهه باطلی اعلان سوی . اوس دی افغان ولس قضاوت وکړی چه هغه هیواد چی تخمین دیرش ملیونه نفوس ولری ایا په دوه نیم ملیونه رایو جمهور ریس مشروع بلل کیدای سی؟ نو ځکه جلالی صاحب دی نتیجی ته ورسید چی د انتخاباتو مشترکین یوازی او یوازی همدا نیم بنده کړۍ دی اوبس. ځکه اوس هڅی کوی ددی کړیو حمایت او اعتماد ترلاسه کړی .او که هغوی دده حمایت وکړی د بریالیتوب په صورت کی مجبوردی د هغوی د ګټو لپاره کار وکړی نه د ولس خدمت.