د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اتلولي د معیارونو په تله

ګل آغا احمدي وردګ 17.06.2012 13:40

اتلولي هغه صفت دی چې د بریالي، هڅاند او نابغه  انسان په برخه کیږي، په ژوند او یا له مړینې وروسته یې د نامه سره په طبیعي توګه تړاو مومي، اړوند ملتونه یې په ویاړ یادوي، په ملي افتخاراتو کې یې شمیري، مجسمې یې انځوروي، په اتل انسان پسې د خپلې ټولنې وګړي دعاوې کوي او د ژوند د سمون په چارو کې یې له شهکارونو، حکمت، میړانې، څیړنې، نبوغ، پوهې، علمي اکتشافاتو، انساني خدمت، کړو وړو او تجربې څخه حاضر او راتلونکي نسلونه ګټه اخلي.

د پوهنې په ډګر کې پرمختګ، ټولنې ته غوره خدمت، مثبت کرکتر، په ژوند کې د ښو چارو ریکارډ قایمول، د انسانانو کرامت ته احترام، ښه نوم پریښودل او داسې شهکارونو ته لاس اچول چې بشریت او انساني ټولنې د حیرت په ټال کې ډوبې کړي، د معاصرې نړۍ د انسانانو په وړاندې د اتلولیو له معیارونو څخه ګڼل کیږي. همدارنګه د اتل انسان ښه علم، نیکې خبرې، ګټور اختراعات او پندونه د نورو انسانانو لپاره د ژوند سرمشق ګرځي او یو انسان د اتلولۍ معیارونو ته رسولی شي.

په هره ټولنه کې اتلولي بیل بیل معیارونه لري او د انساني نړۍ وګړي د بیلو بیلو اساساتو له مخې په خپله ټولنه کې اتلان مومي، د هغوی لاره تعقیبوي او په یادونو یې ویاړ کوي. زما په نیمګړي نظر تر ټولو ښه اتلولي د انسانانو تر منځ د هغو بریالیو شخصیتونو په څیرو کې ځلیدلی شي چې په پوهه، تجربه، نبوغ، زیار، ذکاوت، زړورتوب، علمي اکتشافاتو، ملي دفاع، سولې، ټولنیزو جوړښتونو او خپلې ټولنې ته د هراړخیزې آبادۍ د خدمت په لاره کې له نورو څخه مخکې وي، چاته یې ضرر نه وي رسیدلی، نور انسانان یې نه وي ځورولي او د خپلو وګړو لپاره یې د خدمتونو داسې یو شهکار په میراث پرې ایښی وي چې په پيړیو پیړیو نه یوازې د اړوندې ټولنې وګړي ترې کار اخلي او ویاړ پرې کوي بلکي ټول انسانیت ورڅخه ګټه اخلي او په نوم یې افتخار کوي.

همدارنګه اتلولي هغه صفت دی چې لقب یې د یوه ملي راز له مخې په طبیعي توګه د ټولنې د وګړو له لوري بریالي شخصیت ته ورکول کیږي نه دا چې د یوې ډلې، قوم او یوه ځانګړي ګروپ له خوا خپل مشر ته د یو لړ نا منل شوو معیارونو په وسیله ورکړل شوی وي او نورو ته یې د اتل په توګه معرفي کوي.
 
له بده مرغه زموږ په ټولنه کې تر ډیره بریده وګړي د اتلولیو معیارونو ته له یوې محدودې زاویې څخه ګوري او یوازې په هغو څیرو د اتلولۍ له مخې حساب کوي چې په یوه ځانګړې ډله، قوم او یا ګروپ پورې تړلی وي، لاسونه یې د وګړو په وینو سره وي، ډیر خلک یې په مختلفو نومونو وژلي وي، په غلا، لوټمارۍ، شوکو، جنګسالارۍ او ځورونو کې له نورو څخه مخکې وي او د ډیرو خلکو د آزار، دربدریو او ځورولو سبب شوی وي. یا داسې چې د ځینو اشخاصو په هکله اتلولي دلته خپل طبیعي پړاو نه طی کوي بلکي یو قوم، ګوند، ډله او د خلکو یوه برخه هڅه کوي چې له خپل منځ څخه یو ظالم، بد اخلاقه، جابر، بې رحمه  او بې کفایته شخص په نورو باندې د اتل په توګه په جبر تحمیل کړي او په زور یې ورباندې و مني چې دغه راز اتلولي هیڅ راز بنسټ نه لري بلکي د دې پر ځای چې د ټولنې ریښتینو خادمانو ته د اتلانو په توګه و کتل شي، یو ډول انارشي او ګډوډي یې د اتلولۍ د معیارونو د ټاکلو په برخه کې رامنځته کړې ده.
موږ یو لړ هغو معیارونو ته په لنډه توګه کتنه کوو چې په یوه ټولنه کې د اتلانو د انتخاب لپاره مهم دي او په لاندې توګه یې له ګرانو لوستونکو سره شریکوو:

علم، دینداري او پوهه
د دې لپاره چې ملي اتلان په یوه ټولنه کې و ارزول شي نو ضروري ده چې تر ټولو د مخه باید د علم، پوهې، دیندارۍ، سپیڅلتیا او تجربې له مخې و ارزول شي او اتل باید داسې علم و لري چې د نورو لپاره یو ښکاره مثال او سرمشق وي او د ګڼو تحقیقي او تخلیقي آثارو، لیکنو، څیړنو، تدریس او اکتشافاتو خاوند وي. همدارنګه د پوهې کچه یې د ټولنې په وګړو کې تر نورو لوړه او د داسې شهکارونو څخه ډکه وي چې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د ټولنې وګړي د نیکمرغۍ لارې ته را بولي او د پوهنیزو بنسټونو په جوړولو کې ورسره مرستندوی واقع کیږي.
 
ښوونه او روزنه
د ملي اتلولۍ تر ټولو غوره جوهر باید په هغه چا کې و لټول شي چې د پوهنې د پراختیا او د خپلې اړوند ټولنې د بچیانو د ښوونې او روزنې د ترویج  په لاره کې یې لازم ابتکارات، بې دریغه قرباني موثر نبوغ، عملي حکمت او ځانګړې وړتیا  له ځان څخه ښودلي وي، په اخلاص یې په دې ډګر کې کار کړی وي او د ژوند تر ټولو لوی آرمان يې د علم له لارې خپلو خلکو ته چوپړ او په ټولنه کې د یوه داسې روښانه کهول روزل وي چې د ژوند په چارو یې یوازې د نیکمرغۍ پرښتې میلمنې وي.
 
سوله او مدني جوړښتونه
ریښتنی اتل په یوه ټولنه کې هغه څوک دی چې د خپلو خلکو لپاره یې د ژوند سوله ایزه فضا رامنځه کړې وي ځکه په یوه هیواد یا ټولنه کې چې سوله نه وي نو د ژوند د پرمختګ بیړۍ له فعالیت څخه لویږي او له اوږدو غمونو، دردونو او دربدریو پرته په اړونده ټولنه کې بل څه نه لیدل کیږي. همدارنګه ریښتنی اتل د خپلو خلکو نیکمرغي او د هغوی لپاره کار کول په مدني جوړښتونو، کلتوري آرونو او سوله ایزو اقداماتو کې لټوي او په دې برخه کې د خپلې ټولنې د وګړو تر منځ داسې یوې سالمې سیالۍ ته فضا پرانیزي چې د ټولنې هر وګړی د خپلو خلکو لپاره د کار او خدمت په فکر کې شي.
 
غوره رهبري او ګټور تصمیم
ښه اتل هغه څوک دی چې په یوه ټولنه کې د موثرو او ګټورو تصامیمو په نیولو سره یوه داسې غوره رهبري رامنځته کړي چې کار، تجربه، خدمت او د یوې نیکمرغه ټولنې جوړښت یې د نورې نړۍ وګړو ته د نمونې په توګه ثابت شي. هر تصمیم یې د خپلو خلکو او ولس په ګټه وي او په خپل هر اقدام کې د خپلو خلکو خوښي او نیکمرغي تر بل هر څه مخکې و ګڼي. ښه اتل هغه څوک دی چې د ټولنې وکړي یې له غوره رهبرۍ څخه اغیزمن وي، د هغه په مشرۍ ډاډ او ویاړ کوي، خبرې په خلکو باندې د شکرو په شان ښې لګیږي او د خپلې ټولنې وګړي هیڅکله داسې یوه مسیر ته نه پریږدي چې له دنیوي او اخروي زیانونو سره یې مخ کوي.

اختراعات او اکتشاف
په یوه ټولنه کې د اتلولۍ تر ټولو ښه نمونه د بریالي شخص په شهکارونو، اختراعاتو، علمي اکتشافاتو، موثر نوښت او زړه سواندو هلو ځلو کې را څرګندیدی شي څو د ژوند په مختلفو برخو کې د داسې اکتشافاتو او اختراعاتو د کشف کولو ویاړ تر لاسه کړي چې نه یوازې د حاضر نسل بلکي په پیړیو، پیړیو د نړۍ انسانانو ته په درد و لګیږي، له هغه ګټه واخلي په اختراع کوونکي پسې دعاوې کوي او د انساني ژوند چارو ته یې آسانتیا بخښلې وي.  

دفاع او زړورتوب
ښه اتل هغه څوک کیدای شي چې د خپلې خاورې د ارضي تمامیت، کلتوري آرونو او ملي ارزښتونو دفاع، نجات او خپلواکۍ  په لاره کې د ښه  زړه ورتوب وړتیا له ځانه و ښيي، د مشکلاتو د پیښیدو پر مهال د خپلو خلکو مشري په غاړه واخلي، هغوی د یرغلګرو د لاسوهنو، مرګونو ګزارونو او تجاوز څخه په معقوله دفاع او ولسي پاڅون سره و ژغوري او د خپلو خلکو ژوند، نیکمرغي، علمي پرمختګ او هغوی ته خدمت یې تر ټولو ستره هیله وي او د کار پایله هیڅکله یوازې د خپل ځان په ګټه تمامه نه کړي.