د غازي افغان يوه بله هڅه
03.06.2012 01:42ښاغلي غازي افغان د انگليسي وييپانگو په لړ کې ١٤ کتاب ټولنې ته وړاندې کړ. د نوموړي د دې کتاب نوم دى GAB'S American Vocabulary of Current English.
په دې کتاب کې د ٣٠٠٠ انگليسي لغاتو (وييو) پښتو،انگليسي ، دري او اردو معناگانې په گوته شوي دي. د رئيس احمدزي پېژندنه، مننه اود ډالۍ ترڅنگ د ارواښاد قدرت الله حداد، خليل الله قتيل زوي، عبدالجليل صمدي، انجنير عبدالقادر مسعود، ډاکټر سيد عطاءالله شاه، افضل ټکور، محمد اکرم عثمان، اباسين يوسفزى، فضل قادر انډيوال او احمدولي اڅکزي ليکنې راغلي او د کتاب ارزښت يې څرگندکړى، چې ورسره يې د ليکوال هڅه او هلې ځلې ستايلې دي.
مينه والو ته د زده کړې په ډگر کې گټور معلومات ورکولاى شي.
د يادونې وړ ده چې دا کتاب د رئيس احمدزي په لگښت چاپ شوى دى.