د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د میرمن بهیر د ۱۳۹۱ کال د لسمې غونډې ریپوټ

نعیمه غني 27.05.2012 20:01

میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر د خپلو نوبتي غونډو په لړ کې تیره شنبې د غبرګولي په اوومه نیټه د ښوونې او روزنې په کلوپ کې غونډه وکړه. غونډه د غرمې په یوه نیمه بجه د زمزمې نیازۍ په ویاندویۍ پیل شوه د غونډې مشره آغلې وږمه ستانکزۍ او په غونډه کې د هیواد تکړه لیکوال او شاعر ښاغلی ګل آغا(احمدي) ښاغلی امان الله (ایمان) ښاغلي نور ګل(شفق) هم د میلمنو په توګه حضور درلود، د غونډې په سر کې له کاري مسائلو وروسته د آغلې رخسار ساحلجو په شعر کره کتنه وشوه چې شعر په دې ډول و.

 

غزل

 

که زما د جدایۍ نه په ژړا یې

 

تانه جار شمه اشنا چې با وفا یې

 

خپل د سترګو خنجري وارونه بس کړه

 

ما به ووژنې ظالمه، څه بلا یې

 

زه به ولې په فال بین باندې فال ګورم

 

ستا خندا راته دا وایي چې زما یې

 

دا چې هر وخت رانه پوښتې،زه دې څه یم؟

 

که په ما وایې ریښتیا ته مې اشنا یې

 

که ته نورو ته هر څه یې، خو دا واوره!

 

چې(رخسار) ته د هغې د زړه دنیا یې

 

د آغلې رخسار د شعر په هکله د بهیر د غړو نظر داسې و چې په شعر کې خو ظاهراً کومه ستونزه نه تر سترګو کیږې وزن، قافیه، مطلع اومقطع په کې پوره مراعات شوي دي،  ښاغلي نورګل(شفق) یې قافیې او موضوعات تکراري وبلل یوازې د( خنجري وارونو) اصطلاح یې لږ څه نوې وبلله. پاکیزې نیمګړې او خاطرې اسحق زۍ د همدې خبرو په تائید وویل شعر باید له عامو خبرو نه بیل څه ولري او خیال یې لږ اوچت وي، هیلۍ احدي یې د(څه بلایې) خبره خوښه کړه او هغه یې په شعر کې نوې راوړل شوې وګنله،زمزمه اولیمه په دې نظر وې چې په دوامدارې مطالعې سره کولی شو چې په شعر کې نوښت ته لاره پرانیزو او د نویو تلفیقاتو په نتیجه کې ښکلي ترکیبونه، تشبهات او استعارې رامنځ ته کړو چې شاعره په خپله هم په همدې نظر وه.او له ورکړو مشورو یې مننه وکړه.

 

له کره کتنې وروسته د مشاعرې په برخه کې لومړی له پکتیا ولایت نه صائمه (افغان)خپل شعر د تلیفون په لیکه واورولو او له هغې وروسته ګډونوالو هر یوې پاکیزې ارزو، نظیفې نیازۍ، لیمې نیازۍ، خاطرې اسحق زۍ، رخسار ساحلجو، هیلۍ احدي،فرحناز،شکریې جلالزۍ،وږمې ستانکزۍ،ګلالۍ امرخیل او نعیمې خپل شعرونه ولوستل. د غونډې په پای کې د هیواد د نومیالی غزل بول او نامتو شاعر قدرمن استاد محمدصدیق(پسرلي) د غزلیاتو دیوان((غزلبڼ)) اود تکړه لیکوال او شاعر ښاغلي ګل آغا(احمدي) کتاب په میرمنو وویشل شول چې میرمن بهیر له یادو لیکوالانو نه مننه کوي او کورودانی ورته وایي او د دوی لا زیاتو ادبي پنځونو ته سترګې په لار دۍ.

 غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسیده.