د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افضل خان لالا له خوا د رابلل کيدونکي ملي جرگې چمتو والى پېل شو

فضل قادرانډيوال 20.05.2012 14:51

پېښور:د پېښور په يوه سيمه ييز هوټل کې د افضل خان لالا له خوا د کېدونکي دوه ورځنۍ ملي جرګې له پاره د چمتو والي غونډه وشوه، چې مشري يې د عوامي نېشنل ګوند د يو غړي لطيف اپريدي په غاړه وه.په غونډه کې د جرګې دپاره لازمې لارې چارې په پام کې ونيول شوې او يو شمېر کمېټۍ هم وټاکلې، چې د جرګې د ښه ترسره کېدو له پاره خپله ونډه ولوبوي. په دې وخت لطيف اپريدي برخه والو ته د پرانستې وېنا په ترڅ کې وويل چې په دې سيمه جنګ تپل شوى، چې په افغانستان کې جنګ وي نو دلته به هم جنګ وي.په خېبر پښتونخوا کې د اوسنۍ جګړو او عملياتو له امله څلوېښت زره پښتانه مړه شوي او پنځوس زره کورونه ړنګ شوي، دا د هماغه جنګ پېلامه ده چې په افغانستان کې پېل شوى، چې په سيمه کې امن راشي، د دې دپاره دا ملي جرګه رابلل کېږي.نوموړي وويل چې: دغه جرګه به دوه ورځې، څلور ناستې ولري.د لومړۍ ورځې په لومړۍ ناسته کې به د خېبر پښتونخوا يو شخصيت او په دوېمه ناسته کې به د قبايلو يو مشر د جرګې مشري کوي او په دوېمه ورځ په لومړۍ ناسته کې به د افغانستان يو مشر او په دوېمه ناسته کې به د جنوبي پښتونخوا يو مشر د جرګې مشري کوي او نور وېناوال به په سيمه کې د امنيت د ټينګښت او د جنګ په عواملو خبرې کوي.نوموړي دا هم ووېل چې: دغه جرګه د کوم ځانګړي ګوند پورې تړل شوې نه ده او هر پښتون په دې جرګه کې برخه اخستلاى شي، هغه که د هر ګوند غړيتوب لري.د غونډې په پاى کې د افضل خان لالا له خوا ليکل شوى بلنليک هم خپور شو، چې په دې ډول دى:
د لوى خداى په نامه
عزتمنده / محترمه
السلام عليکم و رحمة الله و برکاته!
په دنيا کې دوه عالمي قوتونه (سُپر پاورز) (USA, USSR) وو. د هغوى سياست دا وو چې يو، يو وغورځوي او بل، بل. د هغوي دغه سياست خو ځاى ته ورسېدو. يو وغورځېدو او بل "سپريم پاور" شو، خو دا سياست د هغوى وو، بايد چې دا کُشتي د هغوى په خاوره شوې وے. افغانان نۀ خو سپر پاور وو او نۀ د سپر پاور دعويدار. دا کُشتي د افغانانو په خاوره ولې وشوه؟ چې تراوسه پورې د دېرشو لکهو افغانانو وينه توئې کړى شوه او لګيا ده نوره توئېږي.زۀ د يو افغان په حېث د افغان قام د ډيورنډ د کرښې نه پورې افغانان او د کرښې نه راپورې افغان قبائل د خېبر پښتونخوا افغانان، د جنوبي پښتونخوا افغانان، د کراچۍ افغانان، د ملک نه بهر د نورو ملکونو استوګن افغانانو ته خواست کوم، چې د هغوى د هرې طبقې نمائندګان راشي او د قامي جرګې د غړي په حېث په دې حقله خپله رائې وړاندې کړي، چې دا کُشتي د افغانانو په خاوره ولې وشوه؟ او اوس به يې مخ نيوى څنګه کېږي؟.زۀ اميد کوم، چې تاسو به د يو افغان مشر په حث د روانې مۍ مياشتې په ٢٩ او ٣٠ تاريخ نشتر هال پېښور کې د سحر د لسو بجو نه په دې قامي جرګه کې ګډون وکړئ، چې دا په حقيقت کې د ټول افغان اولس يوه قامي جرګه وګرځي.
په درناوي
ستاسو يو افغان ورور
محمد افضل خان (خان لالا)
دُرشخيله سوات
ټيلفون نمبر:
سوات: ٠٩٤٦٧٩٥٣٣٣
پېښور: ٠٩١٥٨٢٥٠٠٠
موبائل: ٠٣٤٥٩٥٢٤٣٣٣