د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان په کراچۍ کې د افغاني ښوونځيو ٤ ميليونه کتابونه ايسار کړي دي

پژواک خبري اژانس 13.05.2012 09:55

کابل ښار (پژواک ٢٣ غويى ٩١): په کابل کې يو شمېر زده کوونکي او د هغوى کورنۍ په پاکستان کې د افغان ښوونځيو د کتابونو ايسارول، له افغانانو سره د هغه هېواد دښمني بولي او د هغو لېږدولو ته د اجازې غوښتونکي دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال د امريکا د متحده ايالتونو اردو د هېواد ښوونځيو د ثانوي دورې اووه ميليونه کتابونه په دوبۍ کې چاپ کړل او ټاکل شوې وه، چې د يادو ځواکونو په اکمالاتي کاروان کې افغانستان ته راوړل شي.

سرچينه وايي چې د دې کتابونو درې ميليونه ټوکه کابل ته راوړل شوي او پاتې نور هغه مهال د تېر تعليمي کال په منځ کې د پاکستان په کراچۍ کې ايسار کړاى شول، چې د ناټو ځواکونو په يوه بريد کې د پاکستانيو سرتېرو له وژل کېدو وروسته، دغه هېواد د پاکستان له لارې د ناټو د اکمالاتي کاروانونو تګ منع کړ.

دغو کتابونو ته په داسې حال کې تراوسه د راوړل کېدو اجازه نه ده ورکړل شوې، چې د هېواد په ډېرى ښوونځيو کې زده کوونکي د کتابونو له کمښت سره مخ دي او د سلواغې په ٢٧مه، ولسمشر کرزي پاکستان ته د خپل سفر پر مهال دغه ستونزه د پاکستان له لومړي وزير سيديوسف رضا ګيلاني سره شريکه کړه او د دې ستونزې د هواري غوښتنه يې وکړه .

ګيلاني د حامد کرزي له دې غوښتنې وروسته د هغه هېواد اړوندو چارواکو ته دنده سپارلې وه، څو د يادې ستونزې په اړه اقدام وکړي.

د کابل ښار د سيدال ناصري لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکي حسن علي، د دې اقدام غندنه وکړه او ويې ويل: "ښکاره ده چې پاکستانيان د افغانستان د خلکو دښمنان دي، شعار يې (ژوندۍ دې وي د افغانستان او پاکستان دوستي) ده، خو برعکس زموږ کتابونو ته ځکه اجازه نه ورکوي، چې زموږ پرمختګ نه غواړي."

هغه د پاکستان له حکومت نه وغوښتل چې يادو کتابونو ته اجازه ورکړي؛ ځکه چې په افغانستان کې زيات شمېر زده کوونکي د درسي کتابونو له ستونزې سره مخ دي.

هغه وويل، چې د ياد شوي ښوونځي په يوولسم ټولګي کې تراوسه زده کوونکو ته د جغرافيې او فرهنګ کتابونه نه دي وېشل شوي .

د يادې شوې لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکى محمد ناصر وايي: "له پاکستان څخه د دوست او ورور هېواد په توګه زموږ غوښتنه دا ده، چې اجازه ورکړي، څو دغه کتابونه افغانستان ته راوړل شي."

همدارنګه د کابل ښار د تايمني پروژې د درېيم سړک اوسېدونکي ٨٠ کلن سلطان علي حسيني هم له پاکستان نه وغوښتل، څو د کراچۍ په بندر کې د ښوونځيو ايسارو شويو کتابونو ته د لېږدولو اجازه ورکړي.

دى وايي: "پاکستان بايد دا کار ونه کړي، زموږ کتابونو ته دې اجازه ورکړي، کتابونه د افغانستان د خلکو مال دى، نه د ناټو او امريکا، دواړه ګاونډي يو، مسلمانان يو، له موږ سره بايد دښمني ونه کړي."

دغه بوډا سړى، چې خپلو لمسيانو ته د کتابونو د اخيستو لپاره د کابل د تايمني پروژې درېيم سړک ته راغلى و، وويل چې څو لمسيان يې د ښوونځي زده کوونکي دي او د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي.

هغه زياته کړه: "زه راغلم چې خپل لمسي ته د يوولسم ټولګي دري کتاب واخلم، نه په بازار کې پيدا کېږي او نه په ښوونځي کې، حيران يم چې څه وکړم."

دغه درې واړه سرچينې له افغان حکومت نه غواړي، چې په کراچۍ کې د درسي کتابونو د ايسارولو موضوع په جدي ډول د پاکستان له حکومت سره مطرح کړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وياند امان الله ايمان وويل، دا چې د يادو کتابونو لېږد د ناټو ځواکونو پورې اړه لري، دغه وزارت څو څو ځلې د دې موضوع د هوارۍ لپاره له ناټو ځواکونو او د امريکا له سفارت سره اړيکه نيولې ده، خو کومه پايله يې نه درلوده.

هغه وويل چې تېره اونۍ د پوهنې وزارت چارواکو، د بهرنيو چارو وزارت له لارې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزارت سره اړيکه ونيوله او د يادو شويو کتابونو د لېږد غوښتنه يې وکړه .

د سرچينې په وينا، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم ډاډ ورکړ، چې يادو کتابونو ته د لېږدولو اجازه ورکړل شوې ده.

خو ايمان زياتوي: "په خواشينۍ سره چې ناسم پوهاوى شوى وو، هغوى د بهرنيو چارو وزارت ته د سوداګريزو کتابونو په اړه ډاډ ورکړى وو؛ خو زموږ د اندېښنې موضوع د څلورو ميليونو درسي کتابونو ده، چې د ناټو ځواکونو له خوا چاپ شوي دي، دې کتابونو ته بايد اجازه ورکړي."

د هغه په وينا، له سوداګريزو کتابونو څخه موخه د پوهنې وزارت اړوند هغه کتابونه دي، چې د خصوصي کمپنيو له خوا له هېواده بهر چاپ او لېږدول کېږي.

دى وايي چې نن سهار يې بيا د څلورو ميليونو کتابونو موضوع د افغانستان د بهرنيو چارو له وزارت سره شريکه کړې ده، څو يو ځل بيا د پاکستان له بهرنيو چارو وزارت سره خبرې وکړي.

په کابل کې د پاکستان سفارت مطبوعاتي مسوول غلام محمد وزيري، د دې کتابونو په اړه ځانګړي معلومات ورنه کړل.

د هغه په وينا، د افغان ښوونځيو کتابونو ته چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق (يونيسف) له خوا د پاکستان له لارې لېږدول کېدل، د لېږدولو اجازه ورکړل شوې ده.

د پاکستان سفارت دغې سرچينې د يادو څلورو ميليونو کتابونو په اړه وويل، چې په کابل کې د پاکستان سفير سبا د افغانستان د پوهنې له وزارت سره ليدنه لري او په دې اړه به معلومات ورکړي.