د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په پښتو کې د عربي کليمو ليکلار

فضل قادرانډيوال 27.03.2012 14:00

دا خبره څرگنده ده چې ژبې په يو بل ځانگړې اغيز لري او بيا په تېره عربي ژبه پر پښتو خپل ځانگړى اغيز خپل کړى دى او د عربي ډېرې کليمې په پښتو کې ځاى شوي او کارول کيږي او داسې هم گڼل کيږي چې دغه عربي کلمې د پښتو خپلې شوي دي. په پښتو کې د عربي کلمو کارول په دوو ډولو ويشل شوي دي.
يوه ډول مفغن او بل نامفغن :
١_ هغه عربي توري چې په مفغن کيدو سره يې ارمعنا بدلون مومي نو دغه کلمې بايد په اصلي بڼه ليکل شي. لکه قاضي، حاکم، الصلوة، محکمه....
٢_ هغه کلمې چې په مفغن کيدو يا بدلون سره يې اصلي معنا بدلون نه مومي، نو بيادې په بدله بڼه وليکل شي، لکه خلق – خلک، نقل – نکل، طمعه = تمه، قميس – کميس، قصه – کيسه، بيعه – بيه، او داسې نور.
او بله دا چې دغه کلمې، په پښتو ژبه کې دومره کارول کيږي، چې د پښتو خپلې کلمې گڼل کيږي او د عربي په بڼه پښتانه په اسانۍ سره نه شي اداء کولې او په همده ډول يې ادا کول اسانه دي نو بيادې په همدې ډول وليکل شي او ژبپوهانو هم منلي ده خو يوازې يو څو د گوتو په شمار کسان دي چې دا خبره نه مني او سختي يې رامنځته کړې.
که مونږ چيرې د عربي کلمې ټکي پر ټکي ليکو نو عربان دې هم زمونږ ټکي هو به هو وليکي. لکه جاپان، پاکستان، ننگرهار.چې جابان ،باکستان او ننجرهار ليکي
يوه خبره د مخرج کوم، چې د تجويد په علم کې د قرآن کريم د تلاوت پر مهال د مخارجو زيات خيال ساتل کيږي او حروفو د اداء کولو پر مهال د خولې او غاښونو د مخارجو خيال ساتل اړين دى
مخرج زه په دوو برخو ويشم :
يو فطري او بل کسبي :
فطري مخرج هغه ته وايي چې يو ماشوم يې په فطري ډول په کورنۍ کې زده کوي. بل کسبي مخرج هغه ته وايي چې د ښوونکي د ښوونې له مخې زده کيږي. يو حقيقت دا دى چې که په يوې ژبې کې د کوم ټکي مخرج نه و د هغې ژبې د ويونکو په خولې کې په فطري ډول دهغه ټکي مخرج نه وي. ټ، ډ، ڼ، ړ چې پښتانه او اردو ژبي يې په اسانۍ سره ادا کولې شي، په خوله کې مخرج په فطري ډول جوړ شوى دى خو فارسي ژبي او عربان دغه ټکي بيخي نه شي دا کولاى
نو دې ټکو ته پاملرنه په کارده .