د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سیاسي اراده

غفور لیوال 26.02.2012 11:05

دجمهوریت د منطق پر بنسټ ، دټولنې اکثریت یا دحساب وړ خلک هاغه دي  ، چې خپله سیاسي اراده کاروي  . په بله مانا،  له ټولو وګړیو څخه سیاسي جمهور ( دحساب وړ اکثریت) دسیاسي ارادې خاوندانو ته وايي .  په هره ټولنه کې چې دسیاسي ارادې کاروونکي ډیر وي هلته جمهوري بنسټونه او ولسواکي پیاوړې وي او په کومه ټولنه کې چې سیاسي اراده دیوه ځانګړي قشرله خوا کاریږي ،نو هلته همدغه شمېر خلک پر نورو بې ارادې وګړیو حاکمیت چلوي او که دخلکو له غبرګون څخه  ونه ډار شي، نو هغه ډول واک چلوي ،چې زړه یې وي .

موږ افغانان په شکایت کولو کې تر ټولو تکړه خلک یو ، شکایت مو دادی چې  په وطن کې ټول امتیازات ټوپکوال ، زورواکي ، زر واکي او فاسد وګړي  اخلي ،   ولې دوی پر موږ رحم نه کوي او لاموهم په دې او هغه نامه وژني  ؟ ددې شکایت او پوښتنې ځواب دادی ،چې دغه لږ ه کی ( اقلیت ) زورواکي او ټوپکوال تر نورو تکړه دي ، ځکه خپله سیاسي اراده کاروي او واک چلوي ، دا بېله خبره ده ،چې دوی خپله سیاسي اراده په منفي بڼه کاروي ، خبره په ښه یا بده اراده  کې نده ، زموږ بحث پرارادې والا او بې ارادې وګړیو ده ، په هغه ټولنه کې چې اته ویشت میلیونه بې ارادې وګړي د څو سوو ، یا ورځه څو زرو، ارادې والا خلکو پر وړاندې په ګونډو شي او دغه څوزره کسان یوازې دخپلې ګټې اوځواک په اړه فکر کوي ، حالت به همداسې وي.  زموږ یوه ملي ستونزه داده چې زموږ خلک دخپلې سیاسي ارادې پرکارونه یا سمه کارونه ندي خبر ، یا یې پروړاندې بې تفاوته دي ، یاهم نه پرېښودل کیږي او یا …
حاشا او باخبر ! چې سیاسي اراده دې ته نه وايي ،چې سوټی یا توره راواخله او وینې وبهوه ، څه کوې چې سیاسي اراده کاروم .  نه ! هوښیار ملتونه خپله سیاسي اراده په سوله ییزه او د خپلې ټولنې د وګړیو دانساني ژوند دښه کولو لپاره کاروي  .
ښه  ، زموږ بحث   ورو ورو یوې په زړه پورې پایلې اخیستنې ته ورنږدې کیږي او هغه دا چې له دغه ټولنیز ناورین ( جګړې ، بې وزلۍ ، پردیو لاسوهنو ، استبداد، فساد او پاشلي وضعیت ) څخه هغه وخت ځان خلاصولای شو ، چې خلک  دسیاسي ارادې کارولو ته وهڅوو ، دسیاسي ارادې کارولو ته په مثبته ، ژغورونکې او رغښتیزه ( اصلاحي ) روحیه  ، هڅوونه د روښانفکرانو ټولنیز مسئولیت دی .  
سیاسي اراده څنګه کارول کیږي ؟ ډیره سخته نده ، له اسانه چارو یې پیلوو ، دبېلګې په توګه :
هر افغان دې دخپل کور مخه پاکه کړي ،
هر افغان دې خپل اولاد ښوونځي ته ولیږي ،
هر افغان دې  درایې مرکز ته ولاړ شي او دخپل ژوند دژغورلو لپاره  دې (ښه ) کاندید ته رایه ورکړي ،
هر افغان دې  ، په خپل ورځني ژوند کې د فساد مخه ونیسي او هر افغان دې دهر منفي حرکت په وړاندې دپولیس دنده تر سره کړي .
هر افغان دې ددې مخه ونیسي چې څوک یې دهېواد ملي ګټې پر نورو وپلورلای شي .
او هر افغان دې له خپل سیاسي حق څخه دکار اخیستلو پریکړه همدا نن وکړي ، همدادی چې جمهور ( ښه او مثبت اکثریت ) به پر لږشمیر انحصارګر پوړ بریالی شي او هېواد به وژغورل شي .
تاسو به وایاست چې دا خو اسانه کار ندی ، او زما کرښې به د بېغمه زړه نصیحت درته ښکاره شي ، دا به هم عجیبه درته ښکاري ، چې داسې غوښتنه نو څنګه له یوه لرې پراته، بې خبره او نالوستي کلیوال افغان څخه کولای شو ؟ مګر یو څه تم کېدل پکار دي ، دسیاسي ارادې دکارولولپاره داکثریت راویښول او پوهول ، عمل ته راوستل او سمه پایله اخیستل باید له یوځایه پیل شي ، یوڅوک یې پیل کړي او همدا نن یې ښایي پیل کړو ، له لږه کي مستبد پوړ څخه دخلاصون جمهوري لاره همداده .
په ریښتینې مانا سیاسي ګوندونه همدا کارکوي ،خلک ،د مثبت بدلون لپاره، پرخپلې سیاسي ارادې کارولوته قانع کوي او هڅوي یې . موږ ګورو چې د یوه هېواد او ټولنې ژغورل او پرمختګ وربښل نه کوډې دي  او نه هم ناشونی کار، له همدې ځایه پیل کیږي .
داپه یاد ولرئ :  هربې ارادې اکثریت دباارادې اقلیت ترمرییتوب لاندې راځي ،نن سبا شمېر پر سرونو نه دی ، پر شعور او ارادې دی .   
وړاندیځ  :
روښانفکره ، ژمن او زړه سوانده نسل ، چې وکړای شي دخلکو باور خپل کړي ، ښایي دخلکو دسیاسي ارادې د کارولو لپاره، پر افغاني لیدلوریو او روشونو ولاړفکري او عملي میکانیزمونه طرحه کړي او بالاخره دملي ژغورنې او اصلاح هغه کار اوس پیل کړي،  چې باید ډیر پخوا مو پیل کړی وای .