د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سحرګله او افغانستان

غفور لیوال 26.02.2012 11:05

په دې ورځوکې رسنۍ ، دمظلومې سحرګلې په اړه ،پرخواشینوونکيو خبرونو ډکې دي. داکوشنۍ ناوې په پیسو خرڅه شوې ده او بیا یې په بغلان ولایت کې د خاوند په کور،پر همدې دنیا دوزخ لیدلی دی، رسنۍ وایي چې سحرګلې د خپل عزت دساتلو لپاره دا ټولې شکنجې پر ځان  زغملي دي ، مرګ یې په سترګو لیدلی خو خپله حیا یې ساتلې ده ،  دخاوند دکورنۍ له خوا( دپیسو په وړاندې بدلمنۍ ته داړایستلو لپاره)  په میاشتو میاشتو زنداني شوې ده ، ویښتان يې پرې شکولي دي، نوکان  یې ترې ایستلي دي ، غوښې یې ورڅخه په امبور شکولي ، دومره یې وهلې ده چې څېره یې دپېژندلو نده  او نور نو خپل او پردی نه پیژني ، ګاونډیو پرې پولیس خبر کړي او اوس په روغتون کې ده ....
دافغانستان دغه لور دخپلې هیوادنۍ مور په څېر ده ، هو!  افغانستان هم هغې ته ورته دی ، افغانستان هم خپلوځینو بچوپه پردیو پلورلی و اوبیا یې دخپلې کورنۍ نورو غړیو لوټ کړی و، شتمنۍ یې ترې وړې وې ، شل او شوټ کړی  یې و، بدرنګه کړی و، ویښتان او نوکان یې ترې ایستلي وو، تاریخ او فرهنګ یې ترې لوټلی و او.....
پر افغانستان هم پردي رابرابر شول او له خپلوڅخه  یې وژغوره (!)،خو اوس هم افغانستان او هم سحر ګله دنورو لاس ته پاتې دي ، سحرګلې ته هم دروغتون کټ د مرګ وژوند پوله ده او افغانستان ته هم د پردیو رحم د مرګ او ژوند برخلیک ټاکي ، سحر ګله له خپل خاوند ، خواښې او خسرګنۍ څخه پردي ډاکتران او پولیسان ښه ګڼي او نامحرمه  نارینه  او ښځې ورته دژغورنې پریښتې ښکاري ، افغانستان هم د خپلو بچو د بېرحمیو ، وژنو او تالان له لاسه دپردیو کافرو خیرات ته احتیاج دی او دهر یوه رحم ته په تمه دی . سحر ګلې هم دخپلې حیا او عزت  ساتنه کوله چې ټولو ښځمنو ته د ملالې او ناهیدې ( چې له مکروریانو یې ځان راوغورځاوه)  په څېر یو بل تاریخ پریږدي او افغانستان هم خپله خپلواکي ساتله او دنړۍ د ټولو مظلومو ملتونو دخلاصون لپاره یې خپله وینه بهوله .  سحر ګله د پلارګنۍ او خسرګنۍ د بېرحمۍ ، حرص او وږسترګۍ قرباني شوه او افغانستان هم د ختیځ او لویدیځ د حرص ، لویۍغوښتنې  اوښکېلاک سیالیو وخوړ او لایې هم خوري . دسحر ګلې په ژغورلو سره هم ډیرو کسانو ستوني وپړسول او دافغانستان تش په نامه ژغورونکیو هم د خپلو ګټولپاره کڅوړې وپړسولې،  ځوریدلې سحرګله ، په روغتون کې ، هماغومره د بېلابېلو چارواکو شور او ځوږ ، دکمرو فلشونو او مایکونو په عذاب کړې ده ،لکه افغانستان چې د لویدیځوالو کنفرانسونو ، تبلیغاتو او بې ګټې هیاهو ستومانه کړی دی ، سحر ګلې ته به هم د خواخوږیو دغه سخاوت له څو ورځو ډیر دوام ونه کړي او افغانستان هم تر ابده د نورو په ډ‌الري سیروم ژوندی نه شي پاییدلای ، زموږ اداري او سرکاري وضعیت داویره رامنځته کوي ، چې سحرګله یوځل بیا د خسرخیلو لاس ته ونه غورځیږي او دافغانستان برخلیک هم دې ابهام ته ورنږدې کیږي ، چې د ګاونډیو لیوانو رحم ته  پاتې نشي؟!   دواړه حیران دي او دواړه به فکر کوي چې څه به  پیښیږي ؟
سحر ګله باید له رغیدو سره سم  دخپل راتلونکي ژوند په اړه په خپله پریکړه وکړي : هغه زړه وره او غیرتي افغانه چې خپل عزت ساتلای شي باید خپل ژوند هم پخپله جوړ کړي ، دې نامرادې ناوې د خپل ولس په څېر خپله حیا ساتلې خو نن باید دخپلې ډوډۍ او کور غم پخپله وکړي ، هغه هیڅ ریښتینی خواخوږی نلري ، مور وپلار وپلورله او خسرګنۍ د مرګ میچنې پرې وګرځولې .... خو یوه بله سحرګله وزیږیده دهغې په ځان کې ، دهغې په روح کې دا سحر ګله به د ټولو مظلومو ښځو د ژغورنې جنډه  پورته کړي او ......
افغانستان هم ریښتینی خواخوږی نلري ، هیڅ سیاسي دوست یې نشته ، هر څوک تر خپله مطلبه یاردی ، هر نړيوال ځواک او هر ګاونډی په خپلو ګټو پسې  راغلی دی .
دسحر ګلې ولسه ! پخپل لاس د خپلې ډوډۍ ګټلو او پر ځان درحم کولو سبق پیل کړئ ، له دې پرته بله لاره نشته . هغه ولس چې د خپلې ملي حیادساتلو لپاره یې هرڅه له لاسه ورکړل دا شرم څنګه زغملای شي،  چې خدای مکړه خپلو لوټمارو ته یې د سوال لاس نیولی وي او تر قیامته د سوالګر ولس په توګه پېژندل کیږي؟؟
ژوندۍ دې وي سحرګله ، ودان دې وي افغانستان !