د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سيد عبدالظاهر اغا د وفات په مناسبت د غمشريکۍ او تسليت پيغام

سيدجان کارواني 26.02.2012 03:32

بسم الله الحمن الرحيم !

د ډېر ګران دوست سيد عبدالظاهر اغا د وفات په مناسبت



چې پيداشوې تا ژړل خـلکو خندل داسـی مړ ( شوې ) چې ته خاندی خلک ژاړي

د ګران ملګري، خواږه او مهربان دوست، مرحوم سيد عبدالظاهر اغا مړينی ، که له يوې خوا، د تنور ، شعر او ادب د لارويانو او پالونکو انګړونه د وير او ماتم غولي کړل، بل پلو ته يې د کندهار د هوښيارو او درنو مشرانو صف سخت زيانمن او نيمګړی کړ.

د خدای بښلي ورور او همځولي دوست مغفور سيد عبدالظاهر اغا د رحلت وير او ماتم يوازي د هغه مرحوم پّه ستریِ او درنیِ کورنۍ کې محدود نه دی ، دلته موږ او نور بې شمېره دوستان او ملګري يې دنه شتون د درانه غم او درد پر ټغر ناست يو .

موږ ددې درانه غم او ستریِ ضايعې په مناسبت د ارواښاد اغا صاحب معززیِ کورنۍ ، خپلوانو او بېشمېره ملګرو او دوستانو ته د زړه له تله تسليت او جميل صبر او خپل خواږه دارالبقاء ته تللي ملګري ته د رب العلمين له درباره فردوس جنت غواړو.

لوی څښتن دې ددې وروستيو څو لسيزو د لويو زيانونو په بدل کې د افغانيت د تاريخي سياسي قوام لومړني مرکز ګران کندهار ته، د نوي نسل داسی مشران ور په برخه کړي چې، هم په خپله سيمه کې د ارامۍ او فروغ او هم په ټول افغانستان کې، يو ځل بيا، د دوامداریِ سولیِ، قوي او کلک سياسي مرکزيت او محکم سرتاسري ملي وحدت په مخته پراته ستر رسالت کې مناسب مرکزي نقش ترسره کړَی شي .

امين يا رب العلمين

سيدجان کارواني

په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو د ټولنیِ مشر