د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ساړه ژمي، ايمانونه را کنګل کړل؟

ډاکټر محسن هوتک 11.02.2012 11:55

نه پوهېږم له کومه پيل وکړم؟ له چا يې پيل کړم؟ پر چا غږ کږم؟؟؟
په دولتمنو، مالدارو، شتنمو، غنيانو، سوداګرو، پيسه دارو، عربو خيټه ورو،
عجمو څټه ورو او ... هر هغه مسلمان باندې چې لږ نه لږ وس هم لري غږ کوم
خو تر اصلي مطلب وړاندې څو ټکو ته اشاره کوم:

درنو!
مسلمانان د نړۍ لوی نفوس جوړوي، له عيسويانو وروسته د نړۍ ډېرۍ وګړي
مسلمانان دي. که نفوس مو ډېر ده، شتمني مو هم له نورو کمه نه ده!  غواړم
خبره لنډه کړم، هسې هم د برنيو خاطر نازک دی، خدايزده چې کيسه به تر پايه
ولولي که نه؟!
دوه يادونې کوم  او بس:
تېل! چې له پخوا يې د پرمختګ د ماشين د وينې او حياتې مادې ځای خپل کړۍ،
د نړۍ په کچه ډېر له موږ (مسلمانانو) سره دي، لوی څښتن تعالی له خپل
محبوب صل الله عليه وسلم سره وعده کړې وه چې تاسې به نه خوارېږۍ!!! د
خالق وعده رښتيا ده، د ټولې نړۍ ډېر تېل د اسلامي هېوادونو تر ځمکو لاندې
ډنډ دي. خو مسلماني څه شوه؟ عرب تېل خپل ګڼي، خو د خالق وعده له خپل
استازي سره د هغه د امتيانو لپاره وه! عجم هم د پيغمبر صل الله عليه وسلم
د امت برخه ده.
که نوره عربي نړۍ پرېږدو او يواځې سعودي عربستان وښيو نو هر کال د حج په
مراسمو کې په ميلونو ډالر ټولوي، تېر کال سعودي عربستان د حج له مراسمو
دېرش ميليارډه ډالر خپلې خزانې ته واچولې!!! دوی هم تېل خپل ګڼې او هم
دغه په مليارډو ډالر چې مسلمانان يې وروړي !!! خو د نورو برخه څه شوه؟
عرب او په ځانګړي توګه سعوديان ځانونه د هر څه حقدار بولي، هغو ته مو لاس
کله رسېږي!!
غواړم يادونه وکړم چې خدای تعالی په خپل ازلي علم سره د خپلو شتنمو او
فقيرو مسلمانو بندګانو په نفوس تر اخرې ورځې پوه و چې دوه نيم فيصده زکات
يې په غنيانو فرض کړ، هغه ځکه چې په نړۍ کې به دومره غني او مالداره
مسلمانان وي چې د خپل مال دونيم فيصده زکات اړمنو ته ورکړي، او په دې سره
به د بې وزلو مسلمانانو اړتيا پوره شي که داسې نه وای نو رب الجليل به
دغه فيصدي لوړه ټاکلې وه!!!
ګيلې به پرېږدو، د نورو ملامتول آسان کار ده، موږ ته هم خپل خالق او خوږ
پيغمبر ډېرې لارښوونې کړي، چې له بې وزلو سره څه وکړو؟؟!! پيغمبر عليه
سلام په زغرده ويلي چې د هغه مسلمان ايمان پوره نه ده کوم چې په خپل کور
کې موړ ويدېږي او ګاونډۍ يې شپه په لوږه تېروي!!! کلې او بانډې به هم
پرېږدو هغوی به خپل کار کوي، هلته خو نه ژورناليست شته او نه رسنۍ،کله چې
واورې وورېږي نو د کليوالو سيمو لارې هم تر پسرلي بندېږي، هغوی په بله
نړۍ کې د واورو په منځ کې له ټولو لرې ژمۍ تېروي چې ژمۍ تېر شي بيا يې
ټولې سختۍ هېرې وي!!!
خو په کابل کې پنځه که شپږ ميلونه انسانان ژوند کوي، ټول بې وزله نه دي
يواځې څو بې ځايه شوې کورنۍ دي چې هېڅ نه لري د هغوی شمير شل زره نه
ده!!! سږنۍ سوړ ژمۍ چې ساړه تر -۱۵ هم ښکته ښودل شوي، خو په دغه ګڼ ميشته
ښار کې په ميلونو انسانان  په ګرم  خوب ويده وي او د شل زرو بې وزلو پروا
نه لري، هغه ځکه چې هر څه په حکومت اچوو!!! او زه وايم چې حکومت يې نه
کوي (زور مو شته)؟! حکومت وس نه لري! د حکومت غمونه ډېر دي! حکومت ته
دېرش ميلونه ور په غاړه دي!! (زه د حکومت پلوي نه کوم) خو زما او ستا
مسوليت د دغو شل زرو بې وزلو په وړاندې څه ده؟ که داسې کوم واحد وای او
سږ ژمۍ مو خپل ايمانونه تللي وو، نو څه وايې چې د شپږ ميلونو مسلمانانو
ايمان به څو خورده شوی وو؟؟؟
که دغه شل زره بې وزله په شپږ ميلونو ووېشو نو هرو درې سوو ته يو تن رسېږي!!!
ولې درې سوه ماړه، يو وږۍ نشي مړولای؟
ولې درې سوه شتمن او يا نسبتاْ شتمن نشي کولای چې يو بې وزله  په نس موړ
او په تن پټ کړي؟!
که وګڼو چې هېڅ حکومت نه لرو او داسې څوک نشته چې په ټوله کې د اړمنو او
بې وزلو پوښتنه وکړي، نو زما او ستا مسلماني څه شوه؟ دغه بې وزله او جګړې
ځپلي خو پردي نه دي، ټول افغانان دي که زه او ته د دوی پر ځای وو او دی
شتمن او يا نسبتاْ شتمن وای له ده به مو تمه څه وه؟!  خامخا به مو په زړه
دا ګرځېدل چې خدای جل جلا له ته څه ځواب ورکوې؟ ته هم ځانته مسلمان
وايې؟! زه وږۍ يم او ته له مړښته چوې!! او ډېرې داسې نورې کيسې به مو
کولې، خو اوس ولې د دوی پر وړاندې غلي يو؟ که مو ورسره مرسته کړې وه، د
دوی واړه ګلالي ماشومان به له يخنۍ نه مړه کېدل!!!
نور که هېڅ نه کوو، راځۍ يوه لحظه سترګې پټې او داسې وګڼو که زموږ
ماشومان  يوه شپه په همدغو خيمو کې تېره کړي،  شپه به يې څنګه وي؟ سبا
ورځ به ژوندي وي او که نه؟؟؟
پوهېږم همدغې شپې ته، په خيال کې هم نه حاضرېږو!!!