د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دويم پښتو نړيوال کنونشن د چمتووالي لپاره غونډه وشوه

فضل قادرانډيوال 01.02.2012 23:22

پېښور : د دويم نړيوال پښتو کنونشن د چمتووالي لپاره د پېښور په يو سيمه ييز هوټل کې غونډه وشوه. غونډه پښتو ادبي چمن ټل راغوښتې وه او دغه کنونشن هم پښتو ادبي چمن ټل لخوا ترسره کيږي. د غونډې د پرانستې وينا اسير منگل وکړه او د دويم پښتو نړيوال کنونشن په چمتووالي يې خبرې وکړې او له پښتنو ليکوالو څخه يې وړانديزونه وغوښتل. نوموړي زياته کړه چې دويم پښتو نړيوال کنونشن به د ٢٠١٢ کال د اپريل د مياشتې په ٦مه، ٧مه او ٨ مه نېټه د پېښور په نشتر هال کې کيږي. نوموړي وويل چې په دغو درې ورځو کې به په لومړۍ ورځ ليکوال مقالې او ليکنې لولي اوپوښتونکي ترې پوښتنې کولى شي او ليکوال به ورته ځوابونه ورکوي ، په دويمه ورځ به د ادب او سياست تړون، پښتو او پښتنو ته ورپېښې ستونزې، په ميډيا کې د پښتنو غږ او د پښتو ليکدود يووالي په موضوعگانو ورکشاپ کيږي او د ورکشاپ گډون کوونکي به د ټولگيو په شکل په نوموړو موضوعگانو خبرې کوي او وروسته به ترې گډه اعلاميه جوړيږي. په دريمه ورځ به رابلل شوي ميلمانه د پښتونخوا په تاريخي ځايونو وگرځول شي او په راستنيدو سره به د پېښور په اسلاميه کالج کې نړيواله پښتو مشاعره ترسره شي. په دې غونډه کې چې مشري يې محمد اياز مندوخيل کوله او مشر ميلمه يې غازي سيال و او اباسين يوسفزي په گډون نورو ليکوالو، ژورنالستانو او د نظر خاوندانو په کې برخه اخيستې وه د دويم پښتو نړيوال کنونشن د چمتووالي لپاره د خپل هوډ څرگندونه وکړه په دې غونډې کې د مورنيوژبو دنمانځغونډې بلنليک.پرگډونوالو وويشل شو چې په لاندې ډول دى
نورې ژبې زده کول که لوى کمال دى خپله ژبه هېرول بې کمالي ده
د فبروي يويشتمه دمورنيو ژبو نړيواله ورځ
دژبپوهان ټينګار کوي ، چې ټول قامونه دپردۍ ژبې په نسبت پخپله مورنۍ ژبه ډير ښه تعليم زده کولاى شي ، نو بايد په مورنۍ ژبه ورته تعليم ورکړل شي . په نړۍ کې دډيرو هېوادونو په قوانينو کې ماشومانو ته په مورنۍ ژبه تعليم ورکول لازمي دي .
پوهه خپروونکې جرګه دفبرورۍ په ٢١مه دمورنيو ژبو دنړيوالې ورځې په مناسبت د پېښور په نشتر هال يوه ستره غونډه جوړوي . دغې غونډې ته دپښتو ژبپوهان رابلل شويدي . په غونډه کې پر دغو موضوعاتو به مقالې لوستل کيږي او ويناوې به کيږي .
١- لغت پوهه
٢- ليک دود /پښويه
٣- دپښتو دپسماندګۍ وجوهات او د ودې سرکاري او اولسي هڅې .
٤- د پښتو ښوونې سرکاري او اولسي هڅې . (نن او پرون )
تاسو ته دمورنۍ ژبې په دغې غونډه کې دګډون بلنه درکوو او هيله لرو چې په دې قامي کار کې له مونږ سره ګډون او مرسته وکړئ .
په درنښت
پوهه خپروونکې جرګه – پښتونخوا
رابطه :
ډاکټر راج ولي شاه خټک : ٩١٣٦١٠٣_٠٣٣٣
علي اکبر سيال : ٥٢٩٢٨٤٣_٠٣٠٠
اياز مندوخيل : ٣٣٧٦٨١١_٠٣٠٠
Ayaz.mandokhail.dmg@gmail.com