د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وخت ارزښت،پيژند نه او ضایع کول

شمس الدين همت 11.10.2011 15:16

دنن کار سبا ته مه پريږده او دسبا ميوه نن مه غواړه، پښيماني د وخت په نه پيژندلو منځ ته راځي. بی ځايه وخت مه تيروه او فرصت مه ضایع کوه، دهر کار لپاره مخکی فکر وکړه او په خپل وخت یی تر سره کړه. سوچ وکړه چی کوم کوم کارونه په کوم ترتيب ، په کوم کوم وخت کی کول پکار دي؟

دهرکار لپاره د مخکی نه سوچ او فکر وکړه ، تدبير ونيسه او بیا اقدام وکړه، چی هم وخت ضایع نشي او هم کار کره پوره شي. هره شپه او هره ورځ بايد بی زده کړی تيره نکړی، ځکه چی د زده کړی او علم بريد نشته، د خپلو ديني او دنيوي مسؤليتونو د کره پوره په بشپړولو او سرته رسولو سر بیره بايد دمطالعی لپاره وخت وباسی، ليکل وکړی او څه ياد کړی، هڅه او کوښښ وکړه چی د کال دولس مياشتو د هر شواروز په څلرويشت شيبو کی څه وخت د ليکلو، لوستلو او يادولو لپاره وباسی، او داسی شواروز تير نشي چی تا پکی دا يو هم نه وي کړي.
پښتو کی يو متل دی چی وایی (وخت لکه سره زر دی)، خو زه وایم چی، له سرو زرو هم زيات دی، ځکه چی په وخت کی ياقوت، زمرد، ملغلری، لالونه او الماس را ايستل کيداي ، تصفيه کيدای او لاسته راتلاي شي، چی دا د سرو زرونه هم ډير ارزښتناک دي. په وخت کی علم زده کيداي شي چی له دی ټولو ارزښتناک او قيمتي دی. په وخت کی عبادت کيداي شي، جنت ګټل کيداي شي او دالله سبحانه وتعالی رضا لاسته راتلی شي چی هيڅ ورسره نشی برابریدی، نو ځکه ويلي شو چی وخت له لالونو او ملغلرو هم ارزښتناک دی بلکه وخت له دی ګردی ځمکی قيمتي دی، ځکه چی که چيرته وخت تير او ضايع شي، نو که دا ټوله ځمکه ستا شي او دتير وخت په راګرځولو یی ولګوی، هم نه راګرځي.

دا وو د وخت پيژندنه او اررښت یی، اوس په هغه مواردو رڼا اچوو په کومو کی چی د وخت دضايع کيدو احتمال زیات دي ، زمونږ په ټولنه کی د وخت د ضایع کيدو دوه لوي علتونه دي چی ددی جملی نه يو یی د انسان په ذات او نفس پوری اړه لري او بل یی پخپله د ټولنی جوړښت پوری اړه لري. په لنډه توګه مونږ لاندی يوشمير هغه صورتونه ذکر کوو په کوموکی چی ډير وخت ضايع کيږي:
(۱): د هر انسان مزاج د بل نه فرق لري، هرکار پخپله کول اوپخپله دهر شي تجربه کول دوخت دضايع سبب ګرځي. دهرچا نه ښه کارزده کول پکاردي او دنورودصلاحيتونو او تجربو څخه ګټه اخيستل پکاردي.
(۲): د ښه شخصيت جوړونی لپاره سخت او پيچلي کارونه کول، داسی کارونه چی انسان یی نشي کولاي، دانسان وخت ضايع کوي. کوم کارچی انسان کولاي شي صرف دهمغه کار کول پکاردي، دبعضو کارونو په کولو که انسان ونه توانيږي دا دهغه لپاره عيب ندی.
(۳): بی مقصده اوبی فکره کار کول، د کاردکولو مقصد بايد معلوم وي، دهر کار نه مخکی بايد ښه غور او سوچ وشي چی ايا دا کار پدی وخت کی پکار دی کنه؟ هرکار کوونکی بايد دکار پايلی هم په نظر کی ونيسي.
(۴): سستي، لټي او کارپخپل وخت نه کول دانسان وخت ضايع کوي. داسي صفات که دکوم انسان عادت جوړ شوی وي نو تداوي یی ډیره سخته ده، کوم انسان چی دا صفات ولري هغه هيڅکله خپلو اهدافوته نه رسي او تل بل ملامتوي.
(۵): دډيروڅخه دا خبره اورو چی [سبا ته به یی وکړو]، داډير ناوړه عادت دی. دپوهانو په قاموس کی دا لفظ نه وي البته ناپوهان پری ډير باور لري، کوم انسان چی دا صفت ولري هغه په اخر کی پخپله دی نتيجی ته رسيږي او حتی اعتراف کوي چی په رښتيا هم ما د [سبا ته به یی وکړم] شعار لاندی خپل ټول عمر ضايع کړ.
(۶): کار نيمګړی پريښودل د انسان وخت ضايع کوي، هرکارکوونکي ته پکار دي چی دکاردپیل نه مخکی فکر او غور وکړي چی ایا زه په دومره وخت کی دا کار سرته رسولاي شم او کنه؟ هر انسان بايد دحالاتو او وسايلو په نظرکی نيولو سره کار اجراء کړي. په يو وخت کښی يو کار تمامول ښه لاسته راوړنه ده.
(۷): ذاتي اوفردي بی نظمي، د خپل قدرت او صلاحيت نه نا خبري، دمحيط او چاپيريال نه ښه تآثرنه اخيستل او داسی نور هم دانسان وخت ضايع کوي.
(۸): خپلو ورځنيو معاملاتو ته نه متوجه کيدل او دمهمو او اړينو کارونو وروسته کول هم دانسان وخت ضايع کوي.
(۹): ضروري نده چی هر شخص سره ستا ليدنه کيږي هغه دی ستا دوست او ملګری وي، هرچاسره ودريدل او دهغه داړتيا پرته هغه ته ډير وخت ورکول هم د انسان وخت ضايع کوي.
(۱۰): دهستوګنځي او دکار دځاي تر منځ ډیر واټن هم دانسان وخت ضايع کوي، کوښښ پکار دی چی هر انسان دکار دځاي سره نږدی خپل هستوګنځی وټاکی.
(۱۱): زمونږ په ټولنه کی په بلنه او ميلمستيا هم د ۳ څخه تر ۵ ساعتونو وخت ضايع کيږي، او په تيره بيا دمیلمه ناوخته راتګ هم يو عادت جوړ شويدی.
(۱۲): په دفترونو کښی دکارويش، دکار کوونکو کمښت ، دکاري ډلی دخپل اړوند کار نه پيژندل، په اداري او دفتري کارونو کی دهر کارکوونکي اختيارات او مسؤليتونه نه مشخصول، دکارونوداجراء په اړه پلټنه نه کول او داسی نورډير وخت ضايع کوي او بالاخره اړونده اداره دتباهئ سره مخ کيږي.
(۱۳): په اداروکی د واسطو له لاری ګمارل شوي کار کوونکي کار نکوي بلکه دوي دخپل موجوديت برقرار ساتلو لپاره په نظر راځي. داسی کارکوونکی که په يوه اداره کی موجود وي مشکلات او مسايل حل نه بلکه پيدا کوي يي، چی ددی له کبله ټول کار ځنډيدلی شي. ليکن ددی برعکس، دکاراهل افراد هم دداسی نا اهله افرادو څخه مايوسه شوي وي او ددوي په ليدو يي خپل همت له لاسه ورکړی وي او خپل قدرت او صلاحيت نه درک کوي.
(۱۴): په دولتي ادارو کښی دکارونو داجراء پيچيدګي، ددولتي مامورينو خپل منځي ټوکی ټکالی او دکار په جريان کی دچايو څښل د اړوند کارکوونکي وخت ضايع کوي. دولتي مامورين بی حسابه ساعتونه وخت په بی ګټی يا Un-Productive کارونو ضايع کوي او عوام دمحصولاتو دسيوري لاندی ددولتي خدماتو انتظارکوي.
(۱۵): دکرکټ لوبی په ليدو هم ډير وخت ضايع کيږي، کوريا، جاپان،ټکساس ، هنګري، ماليزيا او داسی نور هيوادونه چی ډير پياوړي هيوادونه دي، دوي خونه د کرکټ لوبډلي لري او نه یی خلک دکرکټ ليدو لپاره خپل وخت ضايع کوي.
(۱۶): دکارونو په اړه دفيصلی کولو صلاحيت نه لرل هم وخت ضايع کوي، ډير کارونه دومره مهم او اړين وي چی انسان یی بايد وکړي، که څوک ددغه کار په اړه فيصله نشي کولاي چی کوم کار ډيراړين دی او کوم ندی ؟ داسی خلک هم خپل وخت ضايع کوي، کارونه بايد دترجيح (Priority) په اساس اجراء کړی شي.هرکارکوونکی بايد پدی پوه شي چی کوم کار بايد اول وکړي اوکوم کار بايد وروسته وکړي؟
(۱۷): دحاضرئ او کار کولو په ارزښت نه پوهيدل هم د انسان وخت ضايع کوي.
(۱۸): کاري ډلی ته تربيت(Training)نه ورکول او هغوي دراتلونکو کارونو په اړه نه خبرول هم داداری وخت ضايع کوي.
(۱۹): د ټيليفون غير ضروري استعمال، په ټيليفون کی غير ضروري اوبی فايدي ټوکی ټکالی دانسان وخت ضايع کوي. دا نو داوسني عصر د ځوانانو دلويو مشکلاتو څخه يو لوي مشکل دی. ډير شمير بی ضميره او بی احساسه ځوانان په ټيليفون نا مشروع اړيکي ساتي چی دوي پدی شکل خپل قيمتي وخت ضايع کوي.کوم نارينه چی په ټيليفون د نا محرمو ښځو/نجونو سره اړيکي ساتي، او يا هم کومه نجلئ/ښځه د نا محرم سړي سره په ټيليفون اړيکي ساتي همدوي اخلاقي او ټولنيز مفسدين دي او همدوي راتلونکي نسل او ټولنی ته ملامت دي. دا پداسي حال کی چی ټيليفون دانسان لپاره ډيره اړينه وسيله ده، ټيليفون خو ددی لپاره دی چی دانسان وخت ضايع نشي ، ددی بر عکس ډير ناپوهان یی د وخت دضايع کولو لپاره استعمالوي.
(۲۰): د فيسبوک/ مسنجر اود داسي نورو انټرنټي وسايلو غير ضروري استعمال ، اکثره خلک دخپلو هغه ملګرو سره چی په نزدی واټن کی ورسره اوسيږي او يايي هم په هرڅو ورځو کی ويني د فيسبوک/ مسنجر له لاری اړيکی نيسي. پکار خو داوي چی په مياشت کی يو ځل دهغه ملګرو سره اړيکی ونيسي کوم چی له دوي نه په لری واټن کی اوسيږي او هر وخت یی نه ويني، ډير بی احساسه ځوانان خپل قيمتي وخت د فيسبوک/ مسنجر له لاری د هاهاهاهاها او ام م م م م په ليکلو تيروي.
ګرانو لوستونکو اسلامی امت او په تيره بيا ګران افغانستان چی دنوری نړئ په پرتله څومره وروسته پاتی دي دا ټولو ته ښه جوته ده. پداسی حالاتو کی دوخت ضايع کول لوي غفلت دی، په هر مسلمان دا لازم دي چی په هری دقيقی او ساعت کی يوه لاسته راوړنه ولري. او هر مسلمان بايد پدی پوه شي چی وخت دالله رب العزت له لوری يو امانت دی چی په ضايع کولو یی انسان ددنيا او اخرت درسوایئ سره مخ کيږي.

وخت له سروزرو لالونو نه هم ګران دی
چی پوهيږي په ارزښت یی نو انسان دی