د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له خدایه ډېره!

سیف الله سایل 13.09.2011 11:56

د لیلي ناښاده خیاله !
زما د هرې سا ملګریه
زما د هرې ګنا پلاره
یادوم دې یادوم دې
لکه خدای پټ په زړګي کې
لکه ګل په شنه سپرلي کې
لکه ټکنده غرمه کې
د ګودر اوبه منګي کې
نه له خدای نه دې هم ډیره
ګرځومه په خیالو کې
نازوم دې په لیمو کې
ښکلوم دې په سجدو کې
اې لیلي! له خدایه ډیره
بس لیلي له خدایه ډیره