دبري راز
08.09.2011 21:21د بري راز
له ژوندونه مې زړه تور وي
سا مې لنډه لنډه کيږي
مايوسي مي په رګونوکې خوره وي
وي مې روح په اندامونو باندې پيټى
له دنيا سره د اړيکوتار مې ورو په ورو سستيږي
ايله را شم تر تا پوري
درته وايم درنه لاړم
دقيامت په ورځ به غواړو ،
له حالاتو در ته پر پر اوښکي توى کړم
او له خپلي بې وسۍ دي کړم خبره
خو:
خو اجل بې نيټې نه وي
ته مي سترګو ته شې ځيره
نرۍ غاړه دي کږه کړې
نازک ستونى دي را ډک شي
په تندي دي شي نرۍ خوله راماته
ټول وجود دي په رپا شي
لړزيدلي لاس دي زما په سر راتير کړې
په ژړا کي راته وايې :
وئ در جار مې کړې قربان دي
زه خويمه
زه خو ستا يم
په پاک خداى چي راته ګران يې
زه به مړه شم چې ته نه يې
زه دي مړه شم خو چې ته يې
زه مې سر کړمه راپورته اوښکي وچې
نا کراره روح مې بيرته را ستنه شي
ستا خبرې نه وي سا وي
ستا خبري نوي هيلي
ستا خبري نوي ژوند شي
لکه وچې وزي له خولې
د کندهارۍ ملالي چيغه
له حالاتو د بري وړلو په
رازباندي مي پوه کړي