د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

احمدشاه مسعود

غښتلې افغان 08.09.2011 21:20

اول غل وو بیا د غلا د کار استاد شو
ډاړه مار ، ډوب په کوهي کې د فساد شو
د قا چاقو او پوډرو کار ئې چوک کړ
د وطن دښمن ، په فکر د جهاد شو
د لا جوردو په سنګر کې اوسیده به
زمردو باندې جوړ ئې اقتصاد شو
چې ئې ورکړ امتحان د و ر ا نو لو
په غارت او په وژلو کې استاد شو
نه ترې زوړ پاتې امان کې شو نه ښځه
د وطن د اولادونو لوی جلاد شو
د پردیو په چوپړ کې لوی آمر شو
خپل ئې نه لرل نو ځکه لوی صیاد شو
تاریخي اثار ئې لوټ او څه سودا کړل
د وطن موزیم دده په لاس بر باد شو
د یوه خرڅ شوي مشر په وینا بیا
دا ملی خائین ، ملي قهرمان یاد شو