د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یتیمه پښتو

جمال ناصر اصولی 02.09.2011 23:01

دري څلور پیړی یي هند كي پاچاهي وه
لكه بي موره بچي چي يتيمي و

نه د هند و نه د فارس څخه راغلي
دوى خوږه ژبه درلوده افغاني وه

اسلام شاه و د غياث دوران ته گوره
سلطنت باندي اغيار وو خوشحالي وه

بي خدمته فصل كله ثمر كاندي
بي خدمته فصل ځان وته نيستي وه

چي دژبې خدمت نه كړي دى بي موره
يتيمانو ته ژړا د "اصولي" وه چي د ژبي