دا مي پت دی
02.09.2011 22:58هلته عشق او محبت دى
دلته جهل ونفرت دى
هلته جام د ساقي لاس كي
دلته سرو وينو سرقت دى
هلته وايي چي بربنډ يو
زه بربنډ په خولـه غيرت دى
يو خوا عدل بل خوا قتل
كوم دوزخ كوم يو جنت دى
زما توره ستا قلم دى
څنگه بل رنگ طفالت دى
د اسمان لـه بيابانه
را خور شوى كوم ذلت دى
لاس مي ستا جيب ته نيولى
زه پښتون وايم خيرت دى
اوس راځه الله(ج) د مل شه
زما لالټين لاهسي تت دى
تل مي ورور لـه پښو نيولى
دا اسلام ندى عادت دى
زه د دين غيرت دعوه كړم
لوڅ تور كونو می عزت دى
په لر كلي ميخاني دي
په بر كلي قبارت دى
هلته مچي دلته لاړي
اصولي وایه کوم پت دی