د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د يتيم اختر

جاوید احمدزی 29.08.2011 21:48

نن مې ولید يو يتيم په بازار کې
وړوکی سوال ته وو ولاړ کتار کې
لوڅی پښې،ببرسر،تار تار کميس
څښیده د غټ هټۍ وال دربار کې
د کوچنیانو په ژبه پيل کړه وينا
هر يو لفظ يې زما زړه داغل په رښتيا
مورجانې را لېږلی يم ستا لور ته
که خيرات راکړی ويسمه خپل کور ته
وړې خور مې را نه غو شتې ګوډۍ ده
پر دغه ځېل خو پاتی له ډوډۍ ده
يو ورورک لرم هغه هم ژاړی
اختر اختر وایی څه پيسې غواړی
د دوکاندار خو ښه بازار ګرم وو
چيغو ته د يتيم چيرته زړه نرم وو
څه شتمن خلک ورته راغلی وو
څو يې ز مونږ د ښار ستر ښاغلی وو
خو د هيچا هم فقير ته پام نه وو
مستمند ته يو د زهرو جام نه وو
چا ورکړه يوه مڼه، خوسا کيله
وویل ته څه کوی اختر او میله
محتاج غريب پاس وکتل اسمان ته
په ژړا ژړا يې وويل سبحان ته
ربه مونږ هم ستا بندګان يو
ولې دا هسی خواران،ناچاران يو
دا پېښه چه کړمه تاسو ته بيان
د زړه ټول پرهارونه هې شي عيان
څه اوښکې راسره ياري نه کوی
څه قلم راسره ځواني نه کوی
بس نور به زه څه ووايم يارانو
خو چې يتمان هير نکړی ځوانانو

جاويد احمدزی
بلجيم د انتورپن ښار 28/08/2011