د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خپلواکۍ ورځ د افغانستان د سولې، بیارغونې او کلتور کمیټې له خوا ولمانځل شوه!

سیدعبدالله ولي زی 22.08.2011 02:42

نن د زمري یودېرشمه چې د اګست له ۲۱ سره سمون خوري په برلین کې د افغانستان د سولې، بیارغونې او کلتور د کمیټې له خوا د افغانستان د خپلواکۍ ۹۲ کلیزه ولمانځل شوه. په دې غونډه کې په برلین کې میشت لسګونه پښتنو مشرانو، ځوانانو او محصلینو ګډون کړی و.

د غونډې یوه څنډه

غونډه د ډاکټر رحیم پښتون ساپي په وینا پیل شوه، هغه راغلو میلمنو ته ښه راغلاست وویلو او د غونډې په اجنډا یې خبرې وکړې. وروسته له هغې غونډه رسماٌ په یوه میهنې سندره (ای زما وطن د لعلونو خزانې زما) پیل شوه.

ډګروال صدیق خان د افغانستان د خپلواکۍ په ویاړ خپله جوړه شوې مقاله ګډون والو ته واوروله. هغه په خپله مقاله کې په تېرو وختونو کې د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو خاطرې ځای په ځای کړې وې. د نوموړې په مقاله کې هغه انځور هم ځای په ځای شوی و چې ده په ماشومتوب کې له خپلواکۍ درلود.

نوموړی په دې اند چې افغانانو هر کله بهرنیو یرغلګرو ته ماته ورکړې او خپلواک حکومتونه یې لکه سلجوقي، یفتلي، غزنوي، غوري، هوتکي، ابدالي او نور جوړ کړي دي. ده زیاته کړه چې انګریزانو هیڅکله هم له افغانانو په مخامخ جګړه بری نه دی موندلی نو ځکه یې د خپلو ګوډاګیانو په واسطه افغانستان تر خپل استعمار لاندې راوست چې د خدای په فضل د دوی دغو لاسپوڅو رژیمونو ته د غازي امان الله خان په شهامت د پای ټکی کېښودل شو.

صدیق صاحب د خپلې لیکنې وروستۍ برخه دامان الله خان ژوند ته ځانګړې کړې وه چې ده وویل دغه برخه د استاد حبیب الله رفیع د څېړنې پر بنسټ دلته وړاندې کوي.

د غونډې وروستۍ شیبې

وروسته له هغې ټولو برخه وال ته وخت ورکړل شو تر څو د موضوع اړوند آزاد بحث وکړي. په پیل کې ډاکټر محمدامین د امان الله د دریځ په اړه چې د ډیورند کرښې په اړه یې درلود بحث پیل کړ. نوموړي ته د غونډې د برخه والو له خوا ځوابونه ورکړل شول. ډاکټر محمدصدیق کامه وال هم بل بحث د امیرحبیب الله خان د مړینې په مسببینو پیل کړ چې هغه ته هم اړین ځوابونه وویل شول.

هیله من صاحب د پښتنو په تاریخ لنډه رڼا واچوله او د هغو افغاني فعالیتونو په اړه یې مالومات وړاندې کړل چې په جرمني هېواد کې روان دي.

د یوه برخه وال له خوا د محمدالله کمال غزل چې د خپلواکۍ په ویاړ یې لیکلی و ولوستل شو. شیرزاد کامه وال د امان الله خان د ضعف د ټکو په اړه بحث پیل کړ او برخه وال مقنع ځوابونه ورکړل. د ګډون والو تر منځ آزاد بحث روان و او د شیرزاد کامه وال له خوا د امان الله سیلاب یو شعر چې د خپلواکۍ په اړه و هم ولوستل شو. غونډه د دریو ساعتونو وروسته د افغانستان د آبادۍ او سرلوړۍ په هیله پای ته ورسېده.

په درنښت