د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امریکایان او طالبان افغانان وژنی

محمد صمیم 07.08.2011 15:26

کله چې جنرال ډیوید پټریوس په افغانستان کې د ایتلافي وامریکایی ځواکونو عمومی قومندان وټاکل شو  خپله دنده يي د (kill or capture  ) په شعارونو سره پیل کړ. له جنرال پټریوس نه مخکې جنرال مک کریسټال چې د ایتلافي ځواکونو عمومی قومندان و د شپې لخوا عملیاتونه یی تر ډیره هده پوری قابو کړی و او نه یی غوښتل چې په دغه عملیاتونو کې ملکی وګړی ووژل شي. له مک کریسټال نه وروسته پټریوس دغه عملیاتونه بیا پیل و نور یی هم چټکتیا ورکړه. په دغه عملیاتونو کې مسلح مخالفین (طالبان، القاعده و حذب تحریک) کم او ملکی وګړی ډیر وژل کیږي. د ګارډین ورځپانې د راپور پر اساس په تیر پنځو کلونو کې 9795 ملکي وګړی په افغانستان کی وژل شوی دي. ددغه تلفاتو دقیق جزیات لاندې راغلي دی.

1.    2006 میلادی کال 929
2.    2007 میلادی کال 1523
3.    2008 میلادی کال 2118
4.    2009 میلادی کال 2412
5.    2010 میلادی کال 2777

(مجموعه 9759 تنه)

ددغه ملکي وګړو د وینې مسوولیت هم د ایتلافي ځواکونو او هم د مسلح مخالفیو په غاړه ده. ایتلافي ځواکونه دوی د القاعدو سره او طالبان یی د ایتلافي ځواکونو سره  او یا هم ددوی په نقل قول د ګوډاګي نظام سره په تړاو کې وژني. په بل عبارت په تیرو پنځو کلونو کې لګ تر لګه لس زره میندې د امریکایانو و طالبانو له خوا بورې، خځې کونډې و ماشومان زمونږ په هیواد کې یتیمان شوی دی. ددوی بمبارۍ او نښتې زمونږ ډیرې میندې، لوڼې، خویندې و بچیان خیرات خوار، لا چار و عاجز کړی دي. په خدای باور وکړی کله مې چې د ملکي وګړو تلفاتو لست ولید نو سترګې مې له وښوکو را ډک و له زړه مې وینې څڅیدلې او یو خدای مې له حاله خبرو.

که ځیر شو نو یو څو میاشتې وړاندې د ایتلافي ځواکونو په بمبارۍ کې په کنړ ولایت کې شپیته تنه ملکی خلک ووژل شول. یو بل راپور کې چې لا تر اوسه تایید شوی ندی راغلي چې ایتلافي ځواکونو د هلمند ولایت نادعلی ولسوالی تیره ورځ د یوې کورنۍ ۹ تنه سره د مور او پلار ووژل. همدا راز طالبانو هم په خپل وار سره کوښښ کړي چې له امریکایانو نه د ملکی وګړو په وژلو کې شاته پاته نشي. ددوی په هریو ماین چاودنه و ځانمرګی حملو کې په لسګونو ملکی خلک وژل کیږي. لکه د دوی یوې چاودنې کې چې یو څه موده موښکې په کندهار ولایت کې وشو۱۶ تنه و په نیمروز ولایت کې ۲۱ تن ملکی خلک شهیدان شول. تیر ماښام هم دوی بی غیرتانو غوښتل چې د خوست ولایت باک ولسوالی کې یو ځانمړګۍ برید ترسره کړی خو خدای تعالی احسان دی چې هغه د برید تر مښه د سرحدی پولیسو لخوا وویشتل شو.

په دغه لیکنې کې نه غواړم د افغان توریالي بچو (ملی اردو، ملی پولیس او ملی امنیت) د تلفاتو په هکله څه ووایم. دوی زمونږ هیواد وال او د هیواد ننګ د خپلو وینو په ارزښت ساتي. یواخې غواړم د هغه شپاړسو ملی پولیسو سربازانو مثال وکړم چې پرون د ماینونو د چاودنې له کبله په کندهار کې شهیداد شول. (آنا لله و انا الیه راجعون)

اوس به راشو اصلی خبری ته چې هغه د ایتلافی ځواکونو د (kill or capture) شعار دی. ایتلافی ځواکونو د دغه شعار پر اساس ډیر خلک تباه و برباد ګرل. خو د دغه آخرنۍ عملیات چې د میدان وردکو ولایت کې وشول د دوی لپاره د ( کیل او کپچر) د شعار نه د نیست او نابودۍ په شعار تبدیل شو. عملیات داسې پیل شول چې د تیرهفتې شپې باندې د ایتلافي ځواکونو خاص سرتیری غوښتل چې دمیدان وردګو ولایت دسیداباد ولسوالۍ دتنګي دجوې زرین په سیمه په طالبانو عملیات وکړ چې په نتیجه کې یی د آیساف په وینا اته تنه مخالفین وژل شوی دی. په دغه عملیاتو کې کله چې د ایتلافي ځواکونو یوه چورلکه پورته کیږي نو د مخالفینو لخوا په راکټ ویشتل کیږي چې په پایله کې یی 31  کافران وژل کیږي. له دوی سره 7 تنه د ملی اردوی کماندو سرتیري و یو ترجمان شهیدان کیږي. دا پیښه چې په تیرو لسو کلونو کې یوه تاریخی و د امریکایانو لپاره نه هیریدونکې پیښه ده بارک اوباما، د ناتو عمومی سرمنشی، د امریکا د دفاع وزارت، په افغانستان کې د امریکې سفیر، حامد کرزی او نور ډیرو چارواکو په ډیرو کلکو الفاظو وغندل و ددوی کورنیوته یی خپل تسلیت او همدری ور وړاندې ګرل.

دلته طالبانو خپل زور د ایتلافی ځواکونو نوی قومندان جنرال الن ته وخودل. جنرال الن د جولای په میاشت د جنرال پټریوس په ځای و ټاکل شو چې په لومړنی میاشت کې یی تاریخی ضربه وخوړ.

یو ډیرعام متل دی وایی: " وایی هغه ځای سوځي چې ور پری بل وی ". اوس به امریکایی میندې او خویندې د هغه افغانون له زړونونه خبر شي چې هره ورځ یی قیامت، ماتم او په کورنو کې دا اور بل وی.

د راپرونو پر اساس سږ کال تر دم ګرۍ د ایتلافی ځواکونو 379 سر تیري مردار شوي دی. و په تیرو لسو کلونو کې یی 2658  سرتیری یی جهنم ته رسیدلی دی.

د په داسی حال کې دی چې د ایتلافي ځواکونو ډیرۍ سرتیري د چورلکو د ویشتلو له امله وژل کیږي. تر دې محال د افغان او ایتلافي ځواکونه 17 چورلکې د مخالفینو له خوا را غورځول شوي دی.