د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جلال آباد د کابل بانک په څانګه کې له زر عجمه د وژل شوي کتاب پلورونکي پوښتنې!!!

ډاکټر محسن هوتک 06.08.2011 14:08

دغه لیکنه د هغه کتاب پلورنکي د تير ژوند په اړه لیکل شوې چې د چلال آباد ښار د کابل بانک په څانګه کې د زرعجم نامې له خوا په شهادت ورسید او له هغه یوه کونډه مور، یوه خور، یو ځوی او یوه میرمن پاتې دي.

زر عجمه! ګناه مې راته وښايه؟
هې! زما د سر قاتله تا ته وايم ځواب مې راکړه
زه خو عادي افغان وم، زه خو هټی وال وم
ما به د ښوونځيو ماشومانو ته سي پارې ورکولې
د پاک قرآن سي پارې!!؟
د ښار ماشومان به را چاپير و او په وړو ژبو يې ويل، ماماو ييوه بوغدادي کايده راکه چې سبا جومات ته ځم
نو زه د ولې ووژلم؟؟
پلار مې هم د هيواد په ننګه خپل سر نذرانه کړی و
مور مې کونډه وه موږ يې يتيمان را لوی کړو
نو تا ولې زما ګلالی سمسور يتيم کړ!!!؟؟؟
هغه به اوس چا ته لالا وايي
څوک به يې پر سر لاس راکاږي؟
زما د ناروغې مور درمل به څوک کوي؟
هغې خو يواځې زه درلودم او بس
خور به مې څه کوي تا تري اسره واخيسته! زه يې په سر سيوری وم
ته پوهيږې چې د سمسور مور به زما له مرګه وروسته څه کوي! سمسور مې ځوی دی
هغه به د هرې هټې مخې ته ودريږي او هر چا ته به لاس اوږدوي، هو! سمسور به ورسره وي
خو سمسور زما نازولی و! هغه به هم ستا له لاسه هر چا ته خپل واړه لاسونه اوږدوي
سمسور خو له ما پرته بل هيڅوک نه لري، نه د کوڅې دی او نه د ښوونځي!
ملګرۍ يې زه وم
هر مازديګر به يې مور ته ويل، لالا راځي ما ته بسکيټ راوړي
خو تا ترې داسې ورک کړم چې بيا به مې ونه ويني
دا مې هم واوره!! زه خو مسلمان وم، پلار مې هم مجاهد و
نو زه د ولې ووژلم؟؟؟
زه خپله وينه نه دربښم!
او رب ته وګوری دا مرګونه پريږدی او هاغه ووژنۍ چې تاسې وژني
او دا مې درته عرض دی چې د سمسور په شان نور ګلالي بې پلاره مه کړی.

مور مې لا خپل ستړی ژوند هير کړی نه و
چې تا يې بيا ملا ور ماته کړه او د هغې لمسی دې يتيم کړ
هو! کونډې مور مې زه په خيراتونو را لوی کړم
اوس يې دمه لږ را جوړه شوه!
خو اوس به خپلې ينګور ته د ګدايۍ چل ورښيې، ځکه له ما وروسته زموږ په کور کې د ګټې وټې بل څوک نشته اې بې غيرته بيا درته وايم چې ستا له لاسه به د سمسور مور هر چا ته ولاړه وي!! خيرات به غواړي!!!

هغه ځوانان به اوس د خوږ پيغمبر (ص) د سيرت کتابونه له چا را نيسي!
هټۍ نه وه پوره کتابتون و
خو ته ظالم شوې!!
زه د له خپل ښاره بيل کړم
زه د له سمسوره بيل کړم
زه د له خپلې موره چې په ګدايۍ يې روزلۍ وم، بيل کړم
هو! زه د د ژوند له ملګرې بيل کړم او هغه به هم زما د مور په شان خيراتونه ټولوي او سمسور به لويوي!!!!

درنشت