د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځغله باداره !

پوهنمل محمود نظری 05.08.2011 21:32

طنز 

بې څټي  دی کړه مخوران

ناشولټي دی کړه مرستیالان

شین بڼ دی کړ په مږو بیابان

په سپيانود پاک او ایران

سربداله  !درنه ورکه ده لاره او روده؟

ځغله درڅخه وشوړیدله باداره !

کنجره دی کړه خپله معشوقه

دوطن بالانده دی کړه مرنده
په کاپيړه ډیره لري لورېینه
تا ته یوه ده غومبسه اوګوربټه
مرغټان دی شول یاران تکړه
ځغله درڅخه وشوړیدله باداره !



مستقل د کړ معنوی غل
لانجه يې جوړه په جعل
سره ګډ یې کړه غل او مل
په تا يي ومنل د شورا پرانیستل
هم خاین هم خبری کوي چپوله
ځغله درڅخه وشوړیدله باداره !


په قصده ټاکې لانجه ګر
په ځان دی راټول کړی لنډغر
وطن دی کړ په هغه کندوکپر
هېښمه جوړه ده لر اوبر
ستا ناټکونه دی ټوله هېښنده
ځغله درڅخه وشوړیدله باداره !

د پښتون ضد ته ورکوې واک
ایرانی رهین د ی کړ خپلواک
ګیدران ځي دلته چاک چاک
ځان دی اچولی باړواک
دا کارونه ټول دی د خشره
ځغله درڅخه وشوړیدله باداره !


په پردو پښتون ځوروې
په سپو دی خلک داړې
لوټه ایږی ترې تیریږې
وعده خپله کوې اونقضوې
یو ه وعده دی نه کړ ه پوره
ځغله درڅخه وشوړیدله باداره !


کله په کمیسون ځان باسې
کله په محکمه ځان تیروې
لکه مداری ټول ملت ختاباسې
لکه ناټکی کله باټې کله ژاړې
له وطن څخه دی جوړ کړ لنګه خره
ځغله درڅخه وشوړیدله باداره !

یوه ورځ لکه نر ودریږه پر میدان
په یو فرمان لیری که درغلګر وکیلان
غاښونه سپين کړه پلویانو ته دایران
په دار وځړوڅو مشهوره غداران
یو ه لارغه پریږ دا چمونه د نر ګټه
ځغله درڅخه وشوړیدله باداره !

دا لکه یو سړی وپوښتل له ملا
ادوس تازه کیږی په ښوروا
هغه ویل استغفرالله استغفرالله
هغه ویل ما وکړ اوسو سم صفا
ستا مخ هم لړلی دی په ښوروا
ځغله درڅخه وشوړیدله باداره !

وییونه
کنجره( بدلمنه ښځه)، ناشولټ ( بدمخی)،.کاپیړه ( ژبوره ښځه)،نرګټه ( هغه انجلۍ چې د نرانو چمونه کوی،بالانده( نوی پيغله)، مرنده ( دعوایي ښځه)،ګوربته( باښه)، دغولومرغټانه( هغه خزدکی چې دانسانانو مداری غټي کوی او ګیلوی یی)
چپوله( فضولو)، باړواک ( بی پروا). لارغه ( شیبه)، هېښمه( توره وریځ ) هېښنده ( نادوده )