بی خوندي
02.08.2011 20:04خپل قسمت مې هم سپيره دی
په روزګارکې هم خوندنه شته
له رقيب مې دښمن جوړدی
خوپه يار کې هم خوند نه شته
يارانې بازاري شوی
مينه نه شته،وفانه شته
يارديارپه سرسوداکړي
دې بازارکې هم خوند نه شته
خپل پردي واړه بدل دي
اشنايان نا اشنا ښکاري
دهرچارفتاربدل دی
په کردارکې يې خوند نه شته
ميخانه بدله ښکاري
ساقي هم بدل ښکاريږي
پيالې هم بدلې ښکاري
په خمار کې يې خوند نه شته
نه محفل دخوند محفل دی
نه مستي دخوند مستي ده
رندان هم واړه بدل دي
په بنډار کې يې خوند نه شته
زه قيام په دې باوريم
چې اخلاص دخوندو،مورده
چې په نيت کې اخلاص نه وي
په هيڅ کار کې هم خوند نه شته
والدورف/جرمني