د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغانستان د کرکټ بورډ د ستراتیژۍ ببو لالې - ټولو ته ځواب

مشتاق رحیم 01.08.2011 01:17

پرون مازدیګر د خپل ورځني عادت سره سم د ټول افغان ویبپاڼې کتولو کې بوخت وم چې د کرکټ په اړوند مې یوه نوې لیکنه ولیدله او بیا دخپل د ماشومتوب څخه راپدیخوا عادت له لاسه مې هر څه پریښودل او لوستو ته مې یې ځان چمتو کړو ـ کله چې مې ” دانش د کرکټ بورډ ۵ کلنه ستراتیجې غلا کړې ده” تر عنوان لاندې د لیک لوستل پیل کړل نو د حیرانتیا تر وروستي بریده پورې ورسیدم ولې چې قدرمن لیکوال چې زه یې نه پیژنم او ګمان مې نه شي که مې ورسره لیدلي هم وي (خو که چیرې یې لیکنه په مستعار نوم کړې وي نو کیدې شي چې زما د نه پیژندلو ادعا سمه نه وي) زما او زما د ملګرو د خولې یې لیکل کړي ـ قدرمن لیکوال چې ځان د سید سباون په نامه راپیژني واي چې زه او زما ملګري واي چې د کرکټ بورډ اجرایوي ریس ښاغلي نسیم الله دانش د کرکټ بورډ ستراتیژي غلا کړې ده ـ دې دا هم واي چې ګوندې مونږ غواړو چې نومونه مو دې د تاریخ په څپو کې ثبت شي او زاخیلوال چې دکرکټ بورډ مشر دې مونږ ونازوي ـ دغه قدرمن ددې ترڅنګ نور هم ډیر څه لیکلي دي چې د ټول افغان په پاڼه کې یې لوستې شئ 

په لومړي سر کې خو خپل دغه لیکوال ورور نه غوښتنه دا لرم چې ځان دې راوپیژني ولې چې ډیر چرت مې ووهه خو ومې نه پیژنده خو که ځان نه راپیژني نو کور یې ودان او اوبه یې رڼې ولې چې هیڅ زور مې پرې نه رسیږي ـ ددې تر څنګ اړینه بولم چې ووایم چې هو مونږ شپږو ملګرو (لیکوال پنځه یاد کړي ) چې هر یو حاجی ولي اکبرزې ، ډاکټر قدرت الله، ډاکټر عبدالله، انجنیر محمد هاشم (چې لیکوال د انجینیر احسان په نام درښودلې دې) او ما خپله مشتاق رحیم (چې لیکوال د محمد مشتاق په توګه درپیژندلې یم) د دریو اونیو په اوږدو کې د کرکټ بورډ په ستراتیژۍ په ډیره مینه او ملي اخلاص د ډاکټر حامد شینواري تر مشرۍ لاندې کار کړې وو ـ دغه کار هره ورځ د ماښام د شپږو نه تر یولسو او دولسو بجو پورې د شپې د کرکټ بورډ په دفتر کې ددغه ډلې له خوا تر سره کړې شو چې په پاې کې رسنۍ هم د دغه ستراتیژۍ د جوړیدا څخه خبرې کړې شوې ـ

بله دا چې لیکوال واي چې زمونږ ډله واي چې نسیم دانش هیڅ کار هم نه دې کړې او او زمونږ سند یې غلا کړې دې ـ نو وروره دغه سند ددغه کار ډلې نه بلکې د کرکټ بورډ وو او د نسیم دانش نه به ورورسته هم د کرکټ بورډ وي نو د غلا خو ځاې نه جوړیږي ـ هو، یوازې او یوازې زمونږ غوښتنه دا ده چې ده ویلی واې چې وروره تیره ستراتیژي کمزورې وه نو اوس نو مونږ یا خو بله جوړه کړه او یا هم هغه تیره مو بیا پیاوړې کړه ـ زما ورور دانش خو تیر بیخي په هیر او نوې سند یې اعلان کړ ـ دا خو دده خوشبختي ده چې زمونږ د هیواد رسنۍ دومره پیاوړي نه دي ګنې په مخ به یې ورته ویلي ول چې وروره هغه تیره ستراتیژي چې یوه یا دوه میاشتې وړاندې اعلان شوې وه څه شوه – بله بیا لیکوال دا ادعا هم کوي چي مونږ ګوندې دانش پورې ددې دپاره خندلي دي چې خپل انځور یې دستراتیژۍ په لومړيو پاڼو کې خپور کړې- لیکواله ما خو نه دي خندلي خو دا چې تا ددې خبرې نه خبر کړم نو اوس به په کړس کړس خاندم ولې چې ریښتیا هم د خندا وړ خبره ده ـ د کرکټ بورډ ستراتیژي د شخص پورې اړه نه لري او همدا راز هیڅ یو شخص هم نه شي کولې چې په ملي اسنادو خپل انځور خپور کړي ـ

ددې نه وړاندې چې بل خوا ته لاړ شم یوه بله خبره چې لیکوال لیکلې چې پورته یاده کار ډله واي چې که چیرته هغه ستراتیژي پلي شي نو افغانستان کرکټ به دیر چټک پرمختګ وکړي ـ یاره بیخي سمه خبره دې کړې ده او همداسې ده- هغه ستراتیژي که چیرته پنځوس سلنه هم پلي کړې شوه نو په دغه لیک کې زه په زغرده سینه دا اعلان کوم چې د افغانستان کرکټ به د دریو نه تر پینځو کلونو پورې د ګاونډیانو سیال وګرځي ـ دا خبره دې سمه کړې او درسره یې منمه ـ

قدرمنه لیکواله! مونږ ټول شکر دې د خداې په فضل نوم هم لرو او دومره ګټو چې پرې خوښ ژوند اوکړې شوـ نه نوم ته اړتیا لرو او نه هم کوم بل څه ته ـ که چیرې داسې واې نو مونږ به کم تر کمه مطبوعاتو ته لیږل شوي لیک کې چې یې د ستراتیژۍ د بشپړیدو خبر پکې ووخپل نومونه ور ځاې پر ځاې کړې واې ولې چې د هغه مهال د کرکټ بورډ اجرایوي ریس هم مو د ډلې ملګرې وو او همدا راز د مطبوعاتو مسول ښاغلې یاسیني هم ـ شکر دې خپله کمزورې عقیده تل راته د قران د آیاتو په رڼا که قناعت راکوي چې عزت او ذلت د الله سره دي او بنده ګان هیڅ هم نه شي کولې ـ

دا خو وه د سباون لیکنه او هغه هم زمونږ د خولې څخه ، ورپسې غورځنګ په نامه کوم ورو د سباون په ځواب کې لیکنه راتوغلې ده او واي چې د څه مودې راهیسې یو څه خلک په دې هڅه کې دي چې د کرکټ بورډ کارکونکي غیر مسلکي وښاي او همدا راز بیځایه خبرې کوي ـ دې د ښاغلي دانش لاسته راوړنو ته هم اشاره کوي ـ د لومړۍ خبرې په ځواب کې ورته ویل غواړم چې که څوک نیوکې کوي نو خپل دلایل به هم لري ـ کومو خلکو ته چې غورځنګ اشاره کړې ده کیدې شي زه هم پکې ځاې ومومم ولې چې دټول افغان په پاڼه او د خپل ویبلاګ پر مخ مې یو لیکنه کړې ده ـ لوستونکو سره یې لینک یو وار بیا شریکومه او هیله ترې لرمه چې ودې لولي او خپله دې قضاوت وکړي ـ هغه څه چې ما لیکلي که سم نه دي د نظریاتو په برخه کې یې راته ولیکئ او قانع مې کړئ ترڅو خپل نظر بیرته واخلم ـ دغه لینکه په دې لینک لیدې شئ :

http://gaheez.bloguna.tolafghan.com/posts/15606

غورځنګ صیب نور هم لیکم ، خوښه مو که منئ یې او که نه ، که رغنده نیوکه یې بولې او که د دانش سره دښمني ، هغه ستا خوښه ـ د کرکټ د لوبډلې د پاکستان د سفر په اړوند به لیکم او مینه وال به د لویولویو غلطیو څخه خبروم ـ د مشرانو د ډلې د سریلینکا د تمریناتي سفر په اړوند به لیکم چیرته مو چې ددې خوار ملت زرګونه ډالر په اوبو لاهو کړل او هیڅ مو هم ترې ترلاسه نه کړل ـ د دانش د ځوانانو د لوبډلې سره د سفر د مشر په توګه دایرلینډ د چکر ته د تګ د هڅو په اړوند به لیکم ـ د ریس او د هستي ګل د بیرته راوستو د هڅوپه اړوند به لیکم ـ چې غلط کار کوئ ، د یو ریښتوني افغان په توګه به درباندې نیوکه کومه او لیکم به یې او ښه کارونه به مو نه یوازې ستایم بلکې دعا به درته کومه ـ په لاسته راوړنو یې هیڅ ډول تبصره نه کوم ولې چې په اړوند یې هیڅ خبر نه یم ـ

رابه شم د غورځنګ د لیکنې دویمې برخې ته او هغه داده چې د ستراتیژیک پلان جورړولو په اړوند ده ـ دې واي چې تیر پلان ۱۳ پاڼې وو او وسنې ۴۷ ـ وروره ستراتیژي د پاڼو په شمیر نه بلکې دمنځپانګې له مخه ارزول کیږي ـ زه دلته دا ویل نه غواړم ګوندې هغه چې مونږ جوړه کړې وه ښه وه او دا وسنۍ نه ده ـ دا قضاوت ددواړو سندونو د پرتلې نه وروسته کیدې شي ـ خو دلته دا هم ویل غواړم چې ما د ډیرو لویو لویو ادارو سره د کار پر مهال لوې او وړې سترا تیژیانې جوړې کړي خو یوه هم تر 20 پاڼو څخه زیاته نه ده جوړه شوې او ما دپاره به زړه پورې وي چې هغه ستاسې هم وګورم او یو څه ترې زده کړم ولې چې ۴۷ پاڼې خو ډیر شې دې او ډیر څه به لري ـ

د غورځنګ صیب نه خلاص نه ومه چې محمدعزیز غروال هم برید راوکړ او بیا یې نو د دانش صیب د ستایلو اوږده قیصه روانه کړه ـ دا خو لاڅه کوې چې دده د هڅو په لړ کې يې ټول هغه کارونه هم ورزیات کړل چې هغه دده په خبره زمونږ د لسو مخو درلودونکي ستراتیژي کې هم ول ـ دا ورور هم د هغه لیکنې په رڼا کې چې زمونږ نه وه مونږ ته ښې ډیرې ستغې او سپورې کړي دي ـ سمه ده یاره غرواله ته هم ښه واې ـ بله دا چې کور دې ودان چې دا خو منې چې مونږ د کرکټ بورډ په ستراتیژي کار کړې دې ، هغه که ښه دې او که بده بیله او د بحث وړ خبره ده ـ

قدرمنو لوستونکو! زما ددغه لیکنې موخه یوازې داده چې تاسې لوستونکي په دې خبر کړم چې نه خو مونږ کومه ډله یو او نه دچا پرضد کار کوو ـ یوازې او یوازې د کرکټ مینه وال او افغانان یو او غواړو چې نور د خپلې سپورتي مینې د ماتولو دپاره د پردیو په بریا خوښۍ څرګندولو ته اړ نه شو ـ غواړو چې د حمید حسن او نوروز منګل په اړوند خبرې وکړو او نه ده شاهد اپریدي ـ نه مو کوم مډال پکار دې او نه هم ستاینلیکونه ولې چې دومره ډیر لرو چې نور یې نو ځاې نشته ـ بله دا چې که په کومه خبره نیوکه لرو او یا پرې خپه یو نو د بل چا خولې ته مو اړتیا نه شته او خپله ډیره ځواکمنه ژبه لرو او هغه د خوشال بابا خبره:

زه خوشال کمزورې نه یم چې به ډار کړم

په میدان نارې وهم چې خوله یې راکړه

د کرکټ د یو مینه وال په توګه مې مخکې مې هم لیکنې کړي او بیا یې هم کومه چې دلته یې لیدې شئ http://gaheez.bloguna.tolafghan.com ـ

خو د کرکټ مینه والو، ښه خبر اووسئ چې د افغانستان کرکټ بربادۍ سره لاس او ګریوان او په کوزه خوا روان دې ـ ورځ تر بلې بدمرغۍ د کرکټ بورډ په انګړ کې ځان ته ځاې جوړوي ـ یو څو ډلې او ټپلې د خپلو شخصي ګټو دپاره کار کوي او همدا راز زمونږ د شونډو نه د کرکټ له کبله راغلې موسکا ګانې اخلي ـ خو اې ځان غوښتونکو ، که دغه ظلم مو وکړو نو والله که ښه ورځ وګورئ ـ نه دلته او نه هم په اخرت کې ـ