د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مونږ هم درته په لار سترګې نیولي

عبدالهادي حیران 29.07.2011 22:48

مونږ ډېر بدبخته یو ځکه چې ګاونډي مو ډېر ستمګر دی. دا دېرش کاله یې غلمان (چې هغوی ورته غلامان وايي، کرزی صیب ورته خفه ورونه وايي) مونږ ته رالېږل خو اوس چې یوه حوره پیدا شوه هغه یې خپل دښمن هند ته ورولېږله. دښمن دغسې خوند کوي، دوست او ورور چې دې داسې شي لعنت پرې وایه --- خو بېرته بښنه غواړم ځکه دا دوست او ورور مو اسلامي دی هسې نه چې د چا اسلامي احساسات پرې ودردېږي --- هر څو که دا احساسات دردېږي ډېر کم، پارېږي بېخي زیات.

نوم یې حنا رباني کهر دی. د هندي چارواکیو پام د هغوی د خپلو فلمي ستورو نه دې ته وراوښتی دی – او حق هم لري، ځکه چې ښایست او حکومت دواړه لري، او د پاسه خواږه یې دا چې د سولې راوستلو ته ډېره لېواله ده. خو لومړی حق پرې بیا هم زمونږ و، او د دې ډېر دلایل دي: لومړی یې دا چې مونږ د خدای په فضل لږ تر لږه دوه ربانیان لرو. دا یو د سولې د شورا مشر دی او هغه بل په همدې لار کې د حنا په وطن کې شهادت ته رسېدلی. یا لږ تر لږه همدا هغه لاره ده چې د حنا وطن پرې سوله راوستل غواړي. دویم دلیل یې دا چې دا دېرش کاله مونږ ته د اسلامي ورورولۍ او ګاونډیتوب درس راکوي، او نه یواځې خپلو خلکو بلکې مونږ ته هم وايي چې هند مو دښمن دی. خو د سولې لېواله یې هند ته ورولېږله، د مرګ سوداګر مونږ ته رالېږي. دوستي او دښمني، اسلامیت او ورولي، سوله او فساد، شهادت او جهاد، پاکستان او افغانستان او هند – د خلکو ذهنونه ګډوډ شوي دي چې کوم توری کومه مانا لري او باید په کوم نظر ورته وکتل شي.

خو ګیله زمونږ بیا هم په ځای ده. د سولې دې پرښتې نه د ربانیتوب خاطر وکړ، نه د اسلامیت، نه د ګاونډ او ورورلۍ، او نه یې زمونږ په وطن کې بل شوي اور ته وکاته. که راغلې وای ضروري نه ده چې سوله یې راوستې وای خو یو څو ورځې به د جنتیانو او غلمانو پام پرې بدل شوی وای. یو څو ورځې به په افغانستان کې د ربانیانو شمېره زیاته شوې، د سولې بانډارونه جوړ شوي، د خلکو هغه تنده ماته شوې چې د هند د فلمي ستورو د لیدلو لپاره یې لري، او دا باور هم زیات شوی وای چې زمونږ ګاونډي دومره ستمګر نه دی، کله نا کله په مونږ پام هم کوي او ست د جام هم.

مونږ بیا هم امید او هیله له لاسه نه ورکوو --- ځکه چې مونږ امید او هیله نه لرو نو څه به له لاسه ورکړو. بس دا به ورته وایو چې: مونږ هم درته په لاس سترګې نیولي.