د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسلامي امت د ملټي نيشنل شرکتونو په ولکه کي!

شمس الدين همت 29.07.2011 17:05

ملټي نيشنل شرکت هغه شرکت ته وائي چه دهغی مرکزي اواساسي خونه په يوهيواد کی وي او لږ تر لږه په دری نوروهیوادونوکي هم فعالیت کوي. نوموړو شرکتونو ته نړيوال شرکتونه هم ويل کيږي.
داوخت په نړئ کی نږدی (۱۲۰۰۰ ) ملټي نيشنل شرکتونه فعاليت کوي چه په دی شرکتونوکی ۳۵ ميليونه وګړي په کار بوخت دي. ددی شرکتونودمجموعي تعداد څخه صرف ( ۵۰۰) لوي شرکتونه ديادونی وړدي او ددی ( ۵۰۰) لويو شرکتونودجملی نه (۴۱۴) شرکتونه د دری لويو هيوادونودي چه ( ۱۶۱) یی د امريکا ، (۱۲۸) یی د جاپان ، او (۱۲۵) د اروپا دي. لنډه داچه کومی دنيا ته چی مونږ کله د امريکا ، کله داروپا او کله هم دجاپان دنيا وايودا نو اوس دملټي نيشنل شرکتونو دنیا ده.
ديادونی وړده چه ذکرشوي شرکونه اوس دومره سترطاقت دئ چه ددنیا ټول سترطاقتونه ددی شرکتونو په پرتله دتشو خا ورو پرته بل څه ندي، او دا ځکه چی دنړئ د ډيرو هيوادونوڅخه که کوچني دي او که لوي، ددي شرکتونو بوديجه په څو چنده زياته ده.
دا به د عقل خلاف نه وي که ووايو چی په حقيقت کي همدا نړیوال شرکتونه دي چه په ټوله دنيا پاچاهي کوي او په پاي کی دخپلی خوښی افرادو ته واک او اختيار ورسپاري. نوي اقتصادي څیړنی ښئ چی دا وخت په نړئ کی (۵۰) داسی شرکتونه دي چه ورځ تر ورځه پياوړي کيږي او ډیر تيز پرمختګ کوي، ددی جملی نه (۴۳) دامريکا،) شرکتونه د امريکا (۳) دجا پان ، (۱) د هالينډ، (۱) د سويزرلينډ، (۱)دبرطاني او (۱) د سنګاپوردي. اقتصادي رسنئ وائي چه ذکر شوي (۵۰) شرکتونه به په راتلونکي کی (۵۰۰) نورو لويو شرکتونو ته ماتي ورکړي او له منځه به يی يوسي. ذکر شوي (۵۰) نړيوال شرکتونه دا وخت د نړئ د ۷۰٪ نه تر ۷۵٪ داقتصادي شتمنيو او اثاثو لرونکي دي.

ملټي نيشنل شرکتونه او اسلامي هيوادونه:
الجيريا، اندونيشیا، ايران، عراق، کويت، ليبيا، نايجيريا، قطر، سعودي عربستان، متحده امارات او وينزيويلا دنړئ تر ټولو ډير د خامو تيلو تولیدوونکي هيوادونه شميرل کيږي. په ذکر شوو (۱۱) هيوادونو کښي د وينزويلا نه پرته نور ټول (هيوادونه اسلامي هيوادونه دي. راځئ چه اوس د تيلو اوطبيعي ګيس د توليدضرفيت په نظر کي نيولو سره د بعضي اسلامي هيوادونو په اقتصادي منا بعو يوه ځلانده رڼا واچوو:
سعودي عربستان( د۲۰۰۸ ميلادي کال داحصائی مطابق) د ۲ لکه ۶۲ زره ۷ سوه او ۴۸ بليونه بيرلوخاموتيلو او د(۷.۴۶۱) تریليونه متره مکعب د طبيعي ګيس لرونکی هيواد دی. سعودي عربستان هره ورځ (۸) مليونه بيرله تيل او (۸)مليونه مکعب ګيس تولیدوي اوهر کال د (۴۴۹۳۴) ملیونه ډالرو تیل پلوري چه په نتيجه کی همدا مبلغ ددی هيواد د عايداتو لويه برخه تشکيلوي. سعودي عربستان د نړئ ۲۰٪ خام تيل توليدوي.
د سعودي عربستان نه پرته د نړئ تر ټولو لويه دتيلو منبع په عراق کی ده ( عراق ( ۱۱۲۵۰۰) میليونه بیرله تيل او ۳۱۸۸) بلیونه مکعب ګیس لري.
ايران (۹۳۱۰۰) بيرله تيل ملیونه بیرله تیل او (۱۳۱۵) بلیونه متره مکعب طبیعی ګیس لري. الجیریا (۱۱۳۱۴) ملیونه او (۴۵۲۹) بلیونه متره مکعب طبیعي ګیس لري. نا یجیريا د (۲۲۵۰۰) ملیونه بيرله تیلو او (۴۴۸۰) بلیونه متره مکعب طبیعی ګیس لری. وينزيويلا غیر اسلامي هيواد دي چه ( ۷۶۸۸۴) ملیونه بیرله تیل او (۴۱۵۲) بلیونه متره مکعب ګيس لري چه د توليد ضرفیت يی د اسلا مي هیوادونو په پرتله ډیر کم دی.
د ۲۰ څخه زيات امريکایي نړیوال شرکتونه داسی دی چه د اسلامی هيوادونو څخه تیل وړي او بيا یي پلوري او د همدي لاری نه ددی نړیوال شرکتونو کلنئ بوديجه (۲۱۰۲۹۲) ملیونه ډالرو ته رسیږي چه د سعودي عربستان د ۵ کلونو د تيلو د خرڅلاو سره برابريږي. عجيبه خو داده چي، د تيلو او ګيس منابعو په نظر کی نيولو سره نړيوال شرکتونه د تش تجارت نه پرته هيڅ نه کوي ، او کوم چه د تیلو او ګيس اصلي وارثان او لرونکي دي د هغوي ګټه د نړيوالو شرکتونو په پرتله د هيڅ سره برا بريږي. او ددي يواځينی سبب دادی چه اسلامي هيوادونه نړيوال شرکتونه نلري تر څو وکولاي شي همدا تيل او ګيس د خپلو شرکتونو له لاري مستقيما پخپله عرضه کړي.

دنړئ په کچه دري لوي نړيوال شرکتونه:
داوخت په نړئ کی دری داسي نړيوال شرکتونه فعاليت کوي چه چټک پرمختګ او پياوړتيا یی د اقتصادي اوتجارتي خبرونو د سرټکي تشکيلوي. ذکرشوي نړيوال شرکتونه دا وخت ډير پياوړي دي او هره ورځ یی د نوي پرمختک خبرونه تر لاسه کيږي. راځئ چه هریو ته یی یوه لنډه کتنه وکړو:
۱-دکوکاکولا نړيوال شرکت:
دنړئ په کچه په دری نړيوالو شرکتونوکښی دکوکاکولا نړيوال شرکت په لومړئ درجه کی قرارلري.دکوکاکولا شرکت په ۱۸۸۶ میلادي کال کی په فعا ليت شروع وکړه. ذکرشوی نړيوال شرکت په ازاد مارکټ کی مختلف مشروبات پلوري چه په ۱۹۶۰ ميلادي کال کی د فانتا او سپرائټ مشروبات هم ددی شرکت په ولکه کي راغلل. د کوکاکولا نړيوال شرکت په ۲۰۰ هيوادونو کښي خپل توليدات په ښه پريما نه توګه پلوري، مخکي ګومان کیده چه کيداي شی د پپسي مشروب به د کوکاکولا مشروب ته ماتي ورکړي ، ليکن ددی برعکس دپپسي مشروب تولیدوونکی شرکت(پپسيکو) دکوکاکولا شرکت همکارثابت شو حتی تردی چه په بعضي هيوادونو کښی دواړه مشروبات په يوه فابريکه کي جوړيږي، خلاصه داچی د کوکا کولا شرکت ته ازاد بازار نور هم ازادشو او له همدی کبله یی ګټه دپخوا په نسبت څو چنده شوه. په ۲۰۰۶ ميلادي کال کی د نوموړي شرکت بيه ۴۶ ملیارده ډالره اټکل شوي وه..
۲- د مکډونلډ نړیوال شرکت:
په دوهمه درجه کی د مکډونلډ نړيوال شرکت قرار لري چی په ۱۲۰ هيوادونو کښي تجارت کوي. ذکرشوي شرکت په نړئ کښی ۲۷۰۰ ميلمستونونه قائم کړيدي چه په ذکرشوو ميلمستونونو کی معياري خواړه تهيه کيږي چی همدا ددی شرکت اساسي تجارت دي. دمکډونلډ نړيوال شرکت په ميلمستونونوکي هره ورځ نږدی ۴ میليونه خلک معیاري خواړه خوري. نوموړي شرکت په ۱۹۶۱ ميلادي کال کی د همبرګر په نامه يو پوهنتون هم تآسيس کړيدي چه دشيکاګو ايالت کی موقيعيت لري اود همدي پوهنتون نه د۲۰۱۰ کال تر پايه ۸۰۰۰۰ مديران او داسی نور لوړرتبه مامورين او کارپوهان فارغ شويدي. په تعليمي کچه د ذکرشوي نړيوال شرکت پوهنتون په مختلفو هيوادونو کی د ګڼ شمير تعليمی نصابو په تدريس کی فعاله ونډه لري.
۳-دوالټ ډزني نړيوال شرکت: دملټي نيشنل شرکتونودجملی نه د والټ ډزنی شرکت په دريمه درجه کی قرارلري چه د اے بي سي په نامه تلويزوني اوراديویی نشراتي شبکي لري. ذکرشوي دوه نشراتي شبکي دفلمونوپه شمول ګڼ شمير کتابونه او مجلي هم نشروي.
پورته ذکرشوي ۳ نړيوال شرکتونه هريوکوکاکولا، مکډونلډ او والټ ډزني دخپل منځي اتحاد اومرستي خالي ندي، دمثال په توګه، داسي نده چی دمکډونلډ شرکت په ميلمستون کښی دی دکوکاکولا شرکت په مشروب پابندي وي او يا دی دسره دموندلووړ نه وي، همدا رنګه يا دي د والټ ډزني شرکت په نشراتي شبکو کي دکوکاکولا شرکت دمشروباتو تجارتي اعلانونه بند وي. لنډه د ا چه ذکرشوي شرکتونه يودبل مرستندويه اويوبل ته ښاغلي دي. د ذکرشوو ۳ لويونړيوال شرکتونو مجموعي سرمايه او شتمنئ د ۲۰۰۸ د احصائی له مخي ۲۶۵ ملیارده ډالره اټکل شويده.
دکوکاکولا نړيوال شرکت د يهودانو ملاتړ او تمويل کوي:
دکوکاکولا نړيوال شرکت د۱۹۶۶ میلادي کال را پديخوا داسرايلو ترټولو لويه مالي منبع ثابته شوي ، په همدي اساس په ۱۹۹۷ ميلادي کال کی اسرائلي دولت د کوکاکولا شرکت ددي مرستو په رسمي او علني توګه ستاينه وکړه او پدي یی اعتراف وکړ چی دکوکاکولا شرکت هروخت داسرايلو سره دزړه له کومي مالي مرستي اوکومکونه کړي. اسرايلي دولت دداسي کومکونو په بدل کی دکوکاکولا نړيوال شرکت ته د اعزاز په توګه يو ستر انعام ورکړ. همدارنګه د۲۰۰۲ ميلادي کال د فروري مياشت په شپاړسم تاريخ دکوکاکولا نړيوال شرکت د ميسوتا پوهنتون سره په شریکه د اسرايلو سره د مرستي په خاطر يه دعوتي غونډه جوړه کړه چی دي غونډي ته لينډا ګريډ سټين خطاب وکړ، ديادوني وړده چی دي غونډي ته داسرايلو او ددوي د خواخوږو صهيونستي تنظيمونو کومک او همکاري شامله وه.