د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دخوراکي توکو د بیولوړيدوعوامل او مخنيوی.

شمس الدين همت 25.07.2011 23:51

له تیر کال راهیسې د خوراکي توکو بیې تقریبا اتیا فیصده لوړې شوي دي. دا یو بد حالات دی. بي له شکه د نړۍ په ځینو برخو کې د خوراکي توکو بیې دومره لوړې دي چې څوک یې نه شي اخیستلاي.
دنفوس زیاتيدل هميشه دخوراکي توکو د بيودلوړوالي عا مل ښودل شوي، ليکن د ۳۰ کالو راهيسي واقعيت مختلف دي. د نفوس د زيا توالي پرته د سړي سرعايد لوړيدل هم دخوراکي توکو دبيو په لوړيدومستقيم اثرلري او له همدي کبله دخوراکي توکو دبيو دلوړوالي عا مل ښودل شوي. په ټوله نړئ کي دروان ۲۰۱۱ ميلادي کال په اوله نيمایی کي دخوراکي توکو بیی ډيري لوړي شويدي . دنړئ په اکثروهيوادونو کښي دولت دهقانا نو سره نقدي کومک کوي تر څو هغوي په دي قادرکړي چی خپلي زراعتي ځمکي د تجارت او صنعت لپاره استعمال کړي او دکرهنی اوزراعت په سکتورکی په عامه توګه پانګه اچونه دپخوا په نسبت ډيره کمه شوی چه دي کار يوځل بيا د خوراکي توکو د تقا ضا اوعرضي ترمنځ خاليګاه زياته کړی، دانو هماغه دصنعتی انقلاب چه د۱۸ می پيړئ په دوهمه نيمایی کي رامنځ ته شوي وو ثمره ده او اثرات یی نن هم تر ډيره حده ليدل کيږي. اکثروهيوادونومختلفي لاری چاري اووسا يل په کاراچولي ترڅودخوراکي توکو لوړوالی راکم کړي، دمثال په توګه دخوراکي توکو دبيو ټاکل ددولت له لوري، دخوراکي توکوپه صادراتودزياتومحصولاتو اخيستل او يا هم د خوراکي توکو په وارداتو محصول نه اخيستل يا ډير کم محصول اخيستل. ددی نه پرته نور يوشمير وسا يل هم په کار اچول شوي تر څو د خوراکي توکود بیودلوړوالي مخه ونيول شي. ليکن برعکس، دبده مرغه دغوقيوداتودخوراکي توتکوبیی نوری هم لوړي کړي. بعضي تحقيقات ښئ چه دتيرو دری لسيزورا پدیخوا اکثره دهقا نان ځمکه دکرهني لپاره نه استعمالوي بلکه دوي خپلي ځمکي د نورو تجارتي او صنعتي مقاصدولپاره استعما لوي.
مخ پرودی هيوادونه نسبت پياوړوهيوادونوته دخوراکي توکو دبيو لوړیدو ډيرمشکل سره مخ کړيدی، اودا ځکه چی مخ پرودي هيوادونوکښی خلک دعايداتو لويه برخه په خوراکي توکو مصرفوي. دمثال په توګه افغانستان (چی ۴۲٪ خلک یی دغربت دکرښی لاندي ‌ژوندکوي) کښی په اوسط ډول هرکس دخپل عايد ۶۰٪ په خوراکي توکو مصرفوي، د بل پلوه په امريکا کي چه دنړئ ترټولو پیاوړی اقتصاد شميرل کيږي په اوسط ډول هرشځص دخپل عايد ۱۰٪ په خوراکي توکو مصرفوي.
نړيوال خوراکي پروګرام د خوراکي توکودلوړو بيو سره لاس په ګريوان:
دنړيوال خوراکی پروګرام دتحقيقاتو له مخی دتيلواو سون موادو دبیولوړيدل دخوراکي توکو د بيودلوړيدو اساسی عا مل دي، دوي دا هم ويلي چې دکرهنې په برخه کې د نه پانګونې او نړیوالې تودوخې له امله ښا يي په راتلوونکي شلو کلونو کې د خوراکي توکو بیې دوه برابره لوړې شي. دنړیوال خوراکي پروګرام ديونوي راپورله مخی د چين ، هند، افغانستان، پاکستان، برازيل ، يوکراين ،ايرترا، ګمبوديه، توګو، کيمرون، نا ئجيريا، سينيګال، زمبابوی، هيټي، ميانمار، يمن او کيوبا هيوادونه دخوراکي توکو دکمبود اولوړو بيو د بحران سره مخ دي. دیادونی وړ ده چی په ټوله نړئ کی د لبنيا تواوحبوباتو بیی ډيری لوړي شوي.
د ملګرو ملتونو دکرهنې او خوراکي توکو ادارې رئيس عبدالرضا اباسين وایی چي ۳۶ هيوادونه به په نزدي راتلونکي کي دخوراکي توکوخارجي کومک ته اړتيا ولري. دبلی خوا اروپایی اتحادیي دروان میلادي کال د مارچ په مياشت کي د ۲۴۳ مليونه امريکایی ډالروکومک اعلان کړی چه پدی به يومقدار خوراکی توکي واخلي او بعضي ا فريقایی اود منځني ختيځ هيوادونو ته به یی وليږدوي. اقتصادپوهان وړاندوينه کوي چه تر ۲۰۳۰ ميلادي کال پوري به دخوراکي توکوبيی ۶۰٪ لوړی شي. بعضی مخ پر ودي هيوادونه په ځاي ددی چی دخوراکی توکوکرهنه او توليد زيات کړي خوراکی توکي واردوي چی دا نور هم دخوراکي توکوبيي لوړوي. په داسې حال کې چې سږکال په ځینو هیوادونو لکه استرالیا او کاناډا کې سیلاوونو ډ یر فصلونه ویجاړ کړل چې له امله یې د خوراکي توکو د بیو د لوړیدو په هکله اندیښنې زیاتې شوې دي.د څارونکو په وینا داوخت په نړیواله کچه د خوراکي توکو بیې دومره لوړې شوې چې تر دې مخکې یې ساری نه و لیدل شوی.
په بانکي سکتوردخوراکي توکودلوړوالي اثرات:
دخوراکي توکودبیو دلوړوالي له کبله په برطانيه ، مکسيکو، شمالي افريقا او چايل کی بانکونو د قرض نرخ لوړ کړی دی. په اکثره هغه هيوادونو کي کوم چی دخوراکي توکو د لوړوبيو د مشکل سره مخ دي دولت يوشميرپولي پاليسياني معرفي کړي ترڅو دافلاسيون مځه ونيسي ځکه چی دخوراکي توکودبيولوړيدل دافلاسيون سره مستقيمه رابطه لري،اوپه پای کی دخوراکي توکو د بيو لوړيدل دافلاسیون نرخ لوړوي.
دخوراکي توکو دبيودلوړيدوعوامل:
په لنډه توګه دخوراکي توکود بيود لوړوالي عوامل دادي:
۱- دسړي سر عايد زياتيدل . ۲- دتيلو اوسون موادو(ګيس، پټرول، کوله) دبيو لوړوالی.
۳- نړيواله تودوخه او وچ کالي. ۴- دکرهني په برخه کي نه پانګونه.
۵- دتجارتي اوصنعتي مقاصدو لپاره دزراعتي ځمکي استعمال.
۶- دهقانانوسره دکرهني دوسايلو نه موجوديت اوپدی برخه کښي ددولت لخوادهقانانوسره دمرستي نه موجوديت.
۷- پدي برخه کي د پانګه اچووتکو له لوري دخوراکي توکواحتکار .
دخوراکي توکو دبيو دلوړيدو مخنيوي:
۱- ددولت لخواد جدي پولي پاليسی تطبيق ترڅو دافلاسيون مخه ونيولای شي.
۲- ددولت لخواد پانګه اچوونکوتشويق اوجلب دکرهني اوزراعت په سکتور کي.
۳- ددولت لخوا دهقانانو سره دکرهني په برخه کي پوره مرسته او همکاري .
۴- ددولت لخوا دخوراکي توکو د بيو ټاکل (تسعير) اوددی سره سره دبازار څارنه.
۵- د خوراکي توکو دبی ځايه استعمال او اصراف څخه ډډه کول.