د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خندا

محمدجهان لاروی 21.07.2011 15:12

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

رانـه وړی پــه خــنـــدا خـنــدا زړګـــــــی تا
روغ رامټ ومــه خـــوکــــړمه لیـــــوانی تا
په فکـرونو په چروتونودې ورګـــــډکــړم
دخپلـــوانو عزیزانـوکـــــــــــــړم پــــردی تا
ښکلي مخ ته دې لوګی لوګی کړم ښګلیه
په اور وســوم لــکه سپــانـــده سپېـلنی تا
زلـزلــه مـــــــې دزړګـــــــي په جهان راغلـه
چـې دټال غوندې ټال ټال کـړتور پیکی تا
د زړه بیـرتـه اخیستل څــــه ارځــان نــه دي
وي به ګـــرانه چـې دې هېرکـــړي لاروی تا