د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دعشقری په شعرونو کې طنزی توکي

پوهنمل محمود نظري 20.07.2011 17:34

غلام‌نبي عشـقری د محمدرحیم  زوی مشهور په صوفی عشقری په کال) ۱٢٧۱  ل  (د کابل د   پغمان په چهلتن کښې  زېږېدلی دی هغه د  شیرمحمد تاجر مشهور په « داده شیر » چې  دشیرعلی‌خان او امیر عبدالرحمن  خان په وخت کې اوسیده  لمسی و

شـــهرتم باشـــد اگــرچه عشـــقری کابـلی
از بخـارای شـــریف آبـا و اجداد مــن اســـت
که څه مشهور په عشقری کابلي یم
نیکونه مې د بخارای شریف دی
دصوفي عشقري شعرونه په دوه ډوله ویشلی سو یو څه یې په ادبي سبک او څه یې عامیانه شعرونه دی .
هغه دوه کتابه یو «کلیات) اوبل ( له خاوری تر افلاکه عشق)لري
د عشقری دشعر ژبه روانه اوساده ده چې ډیر شوخي او نوی مضامین په کښې لیدل کیږي.
صوفي غلام نبي عشقري په کال (۱۳۵۸ ل) مړ او په شهدای صالحین کې خاوروته سپارل سوی دی.
عشقری فطرتاً شوخ طبع و ،د هغه په کلام کښې دطنز رګونه ډیر لیدل کیږي دهغه نیوکې ژر زړونو ته لاره پید ا کوي داچې هغه بیسواده و هغه خپله هم په طنز وايي :

بــــه ذلــــت مـانــــده‌ام از بـیـســــوادی
نـگشــــتم لایــــق چــــوکــــی و دفــــتر
په ذلت کې پاته یم د بیسوادی
نه سوم لایق د څوکۍ او دوتر


دهغه په شعرونو کښې ډیر عامیانه ترکیبات لیدل کیږي :
به رسیدن وصالت به خدا تلاش دارم
تو بیا به کلبه ی من " چلوی رواش" دارم
ز فراق تو مریضم، بنما عیادتم را
جگرهزار پاره، دل " قاش قاش " دارم.
په خدای ستا د وصال تلاش لرم
ته راسه زما کور ته چلو رواش لرم
ستا د فراق ناروغ یم راسه پوښتنې ته مي
ځګر زر ټوټي ،زړه قاش قاش لرم
" چلورواش " خوشخوره خواړه دی ، قاش (دړه)

یا داچي
درمیان " لای و گل" " خیراست" اگر نانم فتاد
" بوتل تیلم " دراین شام غریبان نشکند.
خیر که مې ډوډۍ په خټو کښې ولویده
چي دتیلوبوتل مې په دې تیاره شپه مات نسو
هغه دخپل ژوند په هکله وايي:
بـــه عــمـــر خـــود نـــکــــــردم، ازدواجــــــی
مــپــــــرس از ســــــرمــه و رنـــگ حنـــایـــم
مـــنـــم مســـتغــنی از ســـامـــان هســـتی
بـــه چشـــم اهـــل دنیـــا، چـــون گـــدایـــم!

په خپل عمر کښې مي نه دی کړی واده
مه پوښته له رانجو او رنګ مې د حنا
زه شتمن یم د هستی له سامانه
د دنیا د اهل سترګو ته یم لکه ګډا!
د هغه یو طنز د ظالم او پردیوحکومت به اړه داسې دی :

مــردم ایــــن خــــــاک شـــد شـــاد
کــه ظالـــم از ســر او رنـــگ افــتـاد
هــر ســو مــعـدن مــا تـــیر کــردنــد
به خـورد و بـرد خـود را ســیر کـردند
نـدانـــم لاجــــورد مــا کــــجا رفــــت
طـلای ســرخ و زرد مــا کــجا رفـــت
نمــودند هـر یـک بر خــود تــلاشــی
ندادنــد بــهر ما یک چمچـــه آشــی
انـــار آســا دل مــا را فشــــــردنــــد
ســر مویــی غـــم مــا را نـخـــوردنـد
به هــر جا کارگــر مــعــزول کــردنــد
ســـراســر کــار نا معقــــول کـردنــد

ددې هیواد خلک خوشاله سوه
چې خلاص د ظالیم له شره سوه
د هره ځایه یې زموږ کانونه یو وړه
ویې خوړل ځانونه يې ماړه کړه
نه پوهیږم زموږ لاجورد چیری ولاړه
زموږسره اوژیره چیری ولاړه
هر یوه له ځان لپاره وکړتلاش
موږ ته یې رانه کړه یوه قاچوغه اش
لکه انار موږ زړه يې کښېکښی
زموږ غم يې د یوه وېښته په کچه ونه خوړی
هر چیري یي کارګران معزول کړه
ټوله کارونه يي نامعقول وه