د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تاسو څه فکر کوی ؟

رحيم الله 12.07.2011 16:16

په دې ورځو کې په ځانګړې توګه د اسامه له وژنې وروسته په افغانستان کې يو ستر سياسي بحران منځ ته راغلی دی   لکه :

١- دکابل بانک  د فساد  او اختلاس رسوايي  او ددې فساد اصلي مجرم دولسمشر د مرستيال ورور حسن فهيم  ازاد ګرځيدل

٢- دپاکستان د فوځيانو له خوا په ښکاره  دافغانسان په خاوره د راکټو او توغنديو  باران ، په داسې حال کې چې دلته 48 بهرنيو هيوادونو فوځيان پراته دي او وايي چې موږ د افغانان د ساتنی او دفاع له پاره راغلي يو

٣- د حکومت ، قضايي قويې او ولسي جرګې ترمنځ ژور سياسي بحران

٤- په ولسي جرګه کې  کې د عزيزي بانک د اداري فساد موضوع را پورته کول څو ټولې اقتصادي سرچينې په هيواد کې د ستونزو سره مخ شي او ددې کار له پاره دظاهر قدير مخ ته کول .

٥- د حامد کرزي د ورور احمد ولي کرزي وژل

٦- په ولسي جرګه  کې د مارشال قسيم  فهيم په پلوی د جنرال ذکيه  له خوا د بوټونو وارول او د پارلمان د يوې بلې وکيلې وهل

٧- په طلوع تلويزون  او يو شمير نورو تلويزونونو کې ټوله ورځ په ښکاره دشمالي ټلوالې په ګټه اود حامد کرزي د غندنې په تړاو د   پراخه کمپاين  په کار اجول . په داسې حال کې هرڅومره مسوليت چې کرزی لري همغومره د هغه ددوه مرسيالان  مارشال فهيم  او خليل کريمي هم  لري خو د هغوي په اړه هيڅوک غږ غوږ نه کوي او که څوک يې وکړي  نو د احمدزۍ په څير به وهل کيږي او څوک به يې پوښتنه هم  نه کوي

زما په اند دا ټول هغه لاملونه دي چې نړيوالو او دسيمې استخباراتو په کار اجولي  او هيڅوک نه پوهيږي چې راتلونکې وخت کې به څه پيښيږي ؟؟؟؟

تاسو څه فکرکوی ،؟؟؟؟

هيله  ده چې په دې اړه  خپل نظر له هيوادوالو سره شريک کړی