د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د استاد ناګار يو شعر

انعام الله مياخېل 11.07.2011 18:17

د خالص بابا پرليکه

هر څه سندريز شول شرنگهار د زولنو ته مې
وچاودې سپېدې د شپې سهار د زولنو ته مې
هر د ويښتابه غورځنگ پـه شور پـه دبدبه راځي
مات- مـات بهيرونه شول مهار د زولنو ته مې
څومره لوړه بيه رنگيني زما گناه لري
خاندي جنتونه گنهگار د زولنو ته مې
زه به دې کنعانه! څنگـه خاورې په ليمه نه وړم
هره ورځ يوسف راځي بازار د زولنو ته مې
خداى ته له منصوره هم يو څو الوته مخکې يم
نه خښېږم، الوځمه دار د زولنو ته مې
اى د سامري طلسمـه! شته دى د مــوسى امسا
نيل په جوش راغلى دى آزار د زولنو ته مې
مه راوړئ غونچې- غونچې گلونه پرښتـو راتـه
زه د وينو رنگ لرم سينگار د زولنو ته مې
وياړ په تا خالصه! ستا سپېڅلې لاهوتي نغمې
بس دا مقدس ميراث ناگار د زولنو ته مې

استاد فضل ولي ناگار