د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جنګ او جگړه

نښترساپی 10.07.2011 03:12

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

چی را پاڅید له کومې خوبه
د مرګی پرښته ېې راته ویښ کړه
د تندر له مینځه را ښکاره شو
سپوږمۍ راته نابود کړه
د ماښام تیارو کې پورته پورته کیږې

د ښار او کلی په اوږو له باندی پریوت
هر کلی او کوڅه کې پولادې باران وریږی
هره دره کې ژړا ستاینې اورم
د غرو سر و کې د غمو غږونه اورم

دا د خوښي په چیغو وای، جنګياليو پرمخته ولاړ شې
پاتی ودانی کړې په سرو لمبو کې ډوبې
په پلو تیریږی، په غرو تیریږی
نابوده وې زما سپیڅلی خاوره ، زما هر کاڼې او هر بوټی

هره ورځی کړه په توره تیاره تمه
زما سیندونې له سرو وینونه ډک کړله
د وینو ډک بلدینګونو نه زه تېر ېم
جوړه وه مه د سرونو ځنځیرونه

خداې دی دا تور ګیلم زما له کوره ټول کړې
خداې دی دا تیارې زما ګلشن نه یوڅې
نور دې هیڅ زما په کور کې پرې نښود
ورځه چی ګاونډې مې په انتظار دی

نښتر ساپې / ویانا