غزل
07.07.2011 19:39غزل
منګې نشته ګودرونه غم ځپلي
مستي نشته نوردکلي جنګوکي
يا مين ادم رباب غږوي نشي
يا خوتاب دنڅا نشته په درخوکي
نه سندري شته نه څڼي غورځوي څوک
نه بنډارشته دځوانانوپه حجروکي
نه همڅوک څيري ګريوان لکه مجنون شو
نه څه خوندپاتي دميني افسانوکي
رحماني که شي پيدابله ملاله
هله خوند به راپيداشي په ټپوکي
_بل
د
خېر دى تېر به شي وختونه اى جانانه!
پر ما او تا دا الزامونه اى جانانه!
پدې چم کې د نفرت انګارزې ښکاري
خاورې کيږي ارمانونه اى جانانه!
کله تور او کله سور راته ليوه شي
راته ښکاري کړي تنکي زړونه اى جانانه!
پدي خبره زه پوهيږم
پکي له سره زه تيريږم
زه دي له پلاره نه ايريږم
پکي پښتونه هم تيريږم
ولا په بيلاکه دي پريږدم
که داتيازامنومورشي ياردي يمه
دنړي خلک ماغزه وخوري پوهان شي
ځمکه ونسي اوپورته تر اسمان شي
چي زموږځوانان پوه په ښه او بدشي
سم دلاسه ټوپک واخلي قومندان شي
په مکيزونوروانيږي
له ګبره ښکته پورته کيږي
پخپل ښايست باندي نازيږي
دپيغلوسوال چي نه قبليږي
مخکي له سواله په زيارت کوي نازونه
جلکي بلي ته وختله
لکه سپوږمي به ځليدله
اوښکه ي له سترکوڅڅيدله
پاس په ګمره ولاړه ګله !
نصيب دچايي اوبه زه درخيژومه
چي زما اوستا ترمنځه بهانه وه
نن هغه دياراني منګي دي مات که
چي په نازاوپه نخرو به تلي ګودرته
لکه بازراوالوتي منګي دي مات که
ماويل ژمي دي ساړه دي ګراني مه ځه
له يخني نه رپيدي منګي دي مات که
شاته شاته دي کتل او پام دي نه و
چي دي ګړلي اشاري منګي دي مات که
اوس به ياره رحماني له تندي مړشي
پردي وکړلي نخري منګي دي مات که
خدايز ده چې بيا پرې څۀ کيسه ده
اورده سکروټه ده لمبه ده
رانه يې اخيستې فاصله ده
زړه مې درزيږي زلزله ده
يا مې يار مړ دى يا پرې نوى غم راځينه
رالېږونکی:انعام الله میاخیل