د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ورکي ته!

عبدالرؤف قتيل خوږياڼى 04.07.2011 23:44

ورکيــه بيادې زړه څنگـــــه خــــوشحال دى
بيادې څــه خــــوب دى ليدلى بيا څه فال دى
بيا دې څنگه پښې پـــه ځمکـــه نــــه لگيږي
بيان کړى درتــــه غوږ کې چا څـه حال دى
دا تــرپکې دا خـــيزکـــې بـــه دې نـــه وي
دې شيـــدو کـــې د غولانځې ستــازوال دى
دا چې تاتـــه پــــه لمــــن کې واښـــه نيسي
د همــده نـــه خبر نه يې څـــه يې خيال دى
د غټوالــــي او چــــاغـــوالي هوس مه کړه
خبر نـــه يې چې زوال ستا خــپل کمال دى
دا چـــې تـــاسره پـــوره مهربانــــــي کړي
ستا د غـــوښـــو پــــه امـــيد دا انډيوال دى
تابه ورکړي د قـــصاب ظالـــم په لاس کې
دا بـــادار دې لـــه قصاب ســــره دلال دى
درښــــکاره بـــه د بــــادار مهـــرباني شي
په سرو وينـــو دې لـــړلـــى استقبـــال دى
په وحشت به دې قصاب کړي د تيغ لاندې
شيخ صاحب ورتـــه ويلــي چې حلال دى
ستا ارزو او ستا ځـــواني ورلــره هيڅ ده
دا خـــوځکـــه چـــې وژلــى ده و بال دى
خو کوشش وکړه وريـــه چې غټ نه شې
د ((قتيل)) درځـــنې دغه قـــدر سوال دى