سرحدونه ساتی
29.06.2011 22:09مونږ په کور ناست یو میړنی خو سرحـــــدونه ساتی
څوک د سره تیر وی څوک یوازی خپل سرونه ساتی
د وطن مینه چی د چا په زړو کی ځای ونیسی
هغوی د خلکو قربانیږی ولــــــــــسونه ساتی
نامردان خیټی ډکوی تیروی شپی او ورځی
جار له سرتیرو مورچلونه،تاریخونه سـاتی
یو شاه شجاع شی غلامی زنځیر په غـــــــاړه واخلی
بل میرویس خان شی ایوب خان شی میوندونه ساتی
ناز و همت شی او مــــــلاله د غیرت ټپه شی
ننګیالی ملاتړلی په غرو کی مورچلونه ساتی
ډیر بیننګان شی لوټوی دلته مــــلی شتمنی
اجاره شوی غلامان دی خپل خیالونه ساتی
سرحدیان هلته بس د مرګ سره ډغری وهی
د وطن مینه ورسره ده سنګرونه ســــــــاتی
دا وران وطن به شی اباد دلته به سوله راشــی
سرتیری زمونږ چی په میړانه سرحدونه ساتی
هیـــواد او خپلواکی خـــو سرخندنه غـــــــواړی
د نــــازولو لښکر خـــوب کړی پالنګونه ســـاتی