نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان د ستونزې په هواري کې د پاکستان رول له پامه نه شي غورځول کېدای .
چودري احمد مختار دا هم ویلي چې د طالبانو استازي سعودي عربستان ته ځي او د لوېديځ له نورو هېوادونو سره هم اړيکي لري .
د پاکستان ددفاع وزیر له بي بي سي سره په مرکه کې وویل، پاکستان پوهېږي چې طالبان چېرې دي .
دغه پاکستاني چارواکي وویل، طالبانو د منځني ختيځ له ځینو هېوادونو سره اړيکي نیولي دي .
احمد مختار زیاته کړه، چې د سولې په تړاو به له افغاني او پاکستاني طالبانو سره خبرې وشي چې په وینا یې دا هېڅ ګران کار نه دی .
پر افغان خاوره د پاکستان له لوري د توغندیو د بریدونو په اړه ددفاع وزیر وویل، پاکستاني پوځي پر افغان خاوره توغندي نه دي توغولي .
هغه وویل چې ولسمشر اصف علي زرداري له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په تهران کې ګټورې خبرې وکړې، خو ځينې کړۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا لپاره لمن وهي .
بل خوا، افغانستان، پاکستان او امريکا سيمه یيزه همکاري د ترهگرۍ د جرړو ايستلو لپاره اړينه وبلله .
د دريواړو هېوادونو استازو په کابل کې ددرې اړخيزې غونډې په پاى کې وويل چې له افغان حکومت سره د مخالفو وسله والو جوړجاړى کول لا نورې سیمه یيزې همکارۍ ته اړتيا لري .
د پاکستان استازي وويل اوس يې وخت رانژدې شوې چې کابل او اسلام اباد تر پخوا ډېر يو بل ته نژدې شي .