د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بنګله دیش بې ستري (٣٣برخه)

غلام محمد زرملوال 24.06.2011 21:42

لا پخوا باندې د فبرورۍ د مياشتې په ٢٤ نيټه شيخ مجيب الرحمن خپل ولس ته اخطار ورکړى و چې             "په مصنوعي ډول جوړ کړې شوې ګډوډيراپورته شوې تر څود اساسي قانون د جوړيدلو په مخکې خنډونه واچوي ... دسيسه بازو قدرتونو د توطيو په جوړولو لاس پورې کړى او د ولس د ځبلو تيارى نيسي."
د مارچ په ٣ نيټه کله چې د اسامبلې غونډه ځنډول شوې وه او د بنګالي ولس له خوا د عدم همکارۍ پريکړه وشوه، شيخ مجيب وويل: "د خواشينۍ وړ خبره ده چې هغه الوتکې د دې په ځاى چې د ولس نمايندګان راوړي،د پوځ او پوځي وسلو ليږدولو ته ګمارل شوې دي."
پدې ټولونښو نښانو برسيره عوامي ليګ بيا همله پنجابي دسيسه بازانوسره بې پايه او بې نتيجې خبرو ته ادامه ورکړه اود هيڅ ډول تياري نيولوپه لټه کې نه شول. دا خبره بايد ومنو چې د مارچ په ١٦ نيټه يې له بنګالي ولس څخه غوښتنه وکړه چې "په ختيځ بنګال کې هر کور بايد په جنګي کلا بدل شي." همدا ډول د مارچ په اوومه نيټه به د هيواد په اوږدوکې انقلابي کميټې جوړې کړي. اټکل صحيح و مګر تطبيق يې له تيوري څخه عمل ته ښه نه و پلان کړل شوى. د بنګالي ولس لپاره د مارچ په ٢٣ نيټه په پلټنوميدان کې د درۍ رنګي بيرغ جګول خورا زړه وړونکى و. د دې کار خوند اواغيزه به لا هغه وخت پسې زيات واى چې که چيرې دوى همداسې تيارى نيولى وى لکه کومچې پينځه ميله لرې پنجابي پوځ نيولى و. داسې تياري نيولو به حتى په وروستيو ګړيو کې د بنګله ديش د يصې بڼه بدله کړې واى.
د ژورې کتنې وړ خبره دا ده چې د بنګالي ولس څنګه چې د ملي قيام پياوړتوب و برياليتوب يې په نصيب شو، مګر د زيات فشار او لږ تياري بيه ډيره لوړه وه. يواځې د ختيځ بنګال عسکرو اوافسرانو چې شمير يې څو تنو ته رسيده وکولاى شول ترڅود پنجابي خونخوار پوځ مخه څه ناڅه ونيسي.هغوى ووچې يوه ورځ يې وستله. په هر ګوټ کې زړور اوشجاع خلک به د دوى درناوى کوي.

 

(٩)
عام قتل

----------------------------------------------------------
موږبه سبق ورکړو.      ميجر بشير –کاميلا
----------------------------------------------------------

د ١٩٧١ کال د مارچ د مياشتې په ٢٥ نيټه د شپې په اته بجو يوه نااشنا [ناپيژنده] سايکل ريکشا په ډير تلوار د دومندۍ ٣٢ لمبر کور چې په داکه کې د شيخ مجيب استوګنحى و تم شوه.    څنګه چې د ريکشا کشوونکي سا درېدلې وه اوټوخيده،ويې ويل چې دى له ډيره لرې ځايه راغلى او غواړي چې بنګله-بابو (د بنګال پلار) سره څه پټه خبره وکړي. د نوموړي پيغام په بنګالي ژبه په يوهټوټهکوچني کاغذ چې لاسليکيې نه درلود په دې ډول و: "ډير امکان لري چې ستا په کور نن شپه يرغل راشي." يوه تن چې هلته حاضر و ما ته وويل چې د پاکستاني پوځ له خوا دا لومړن شوک اوسخت خبر وچې دوى ته ورسېد.
د يحيى خان د هغې ورځې وختي او بېخبره ناڅاپه پاکستان ته بيرته ستنېدلو هم د عوامي ليګ په زړونوکې انديښنه پيدا کړې وه. کله چې د نوموړي له تګ څخه وروسته د پوځ خوځيدنه او تيارى نيول هم چټک شول، نو شيخ مجيب خپلو ملګرو ته لارښوونه وکړه چې ځانونه پټ کړي. د بنګال پلار له ځان پټولو څخه غاړه وغړوله ويې ويل چې پخپله به دى کور پاتې شي. "زما په خپل کور کې!"
حينو ملګرو هره شيبه د ده کور ته پرله پسې تليفون کاوه چې د احوال پوښتنه يې وکړي.ځواب مثبت و. خو د شپې په يوه نيمه بجه کله يانې دوه نيمې ګړۍ وروسته کله چې فضا د ګوليو په باران ډکه شوې وه اود شپې اسمان د اور په لمبوځلانده و، د شيخ مجيب تليفون پريکړل شو. په ډيره وارختايي او خواشينۍ دا خبره خپره شوه چې د بنګال پلار د پوځ لاس ته ورغلى و. درۍ اونۍ وروسته هلته لاړم اود شيخ مجيب د کر ديوالونه مې وليدل چې څنګه د ماشينګڼو ګوليو غلبيل کړي وو. يوهتن ګاونډي يې راته وويل چې د عوامي ليګ مشر څنګه په سړه سينه د خپلې ګرفتارۍ لپاره په انتظار ناست و.
نوموړي وويل چې په يوه بجه دوه پوځي جيپونه چې يوه لارۍ پسې وروسته وه د دوه-ديرشم لمبر کور مخې ته ودريدل. په څو شيبو کې بڼ له سپاهيانو څخه ډک شو. د کور بام او دويم پوړ په لور ځينې ډزې وشوې.که څه هم د دې ډزو موخه ژوبله او مړينه نه وه، بلکې يواځې ويرول او تهديدول وو.  هغه و چې د شيخ مجيب غږ له پاسه واوريدل شو چې ويل يې: "ولې مو په داسې بربريت لاس پورې کړى دى؟ که ما ته موراغږ کړي واى په خپله به په ارامۍ راښکته شوى وم."
مجيب چې د خوب د جامو په برسيره يې ژړبخوند نارنجي کوټ اغوستى و له زينو څخه راښکته شو او د يوه افسر پر خوا چې د لاندې ولاړ و روان شو. افسر يو مؤدب او دروند سړى و وويل تاسو به مهرباني وکړئ او له ما سره به لاړ شئ.  په پاى کې ټول لاړل او له سترګو الونيا شول.
څو شيبې وروسته کله چې د مجيب ميرمن او کوچنيان د ګاونډي کور ته ورغلي وو بل پوځي موټر راورسيد. دا ځل پوځيان مؤدب او زړه-سواندي نه وو. د کور د کړکيوشيشې، اثاثيه، د کتابونو المارۍ او هرڅه يې ټوکر-ټوکر کړل. څېرې او چوکاټونه چې د کور په ديوالونو ځړول شوي وو د لاندې پر ځمکه راولويدل او خواره-واره شول. يوه څيره هم د چييرمن ماؤ وه چې د سپينو زرو په نري چوکاټ کې نيول شوې او د نوموړي له خوا لاسليک شوې وه. نه پوهيږو چې شيخ مجيب به هغه له کومه موندلې وه.
دې پوځي ډلې واځې پلټنه نه کوله، بلکې داسې وضع يې غوره کړې وه لکه ژوبل شوى څيروونکى حيوان چې په دښمن باندې حمله کوي. ما داسې نښې نښانې ټولې هغه وخت په سترګووليدلې کله چې د اپريل د مياشتې په نيمايي کې هلته ولاړم. د ژوند يواځنۍ نښې له يوې غټې پيشو څخه چې هلته ګرځيده او موږ ته يې په ځير-ځير کتل، درۍ چرګې چې په خاورو کې کُړتيدې او  څو کوترې چې د کور شا ته په قفس کې وې. د بنګال پلار کور خالي و. غږ او زوږنه و. داسې مې څوڅو ځله د بنګال په ډيرو سيمو کې وليدل. کورونه کنډوالې شوي وو.ډيرو يې مخکې له دې چې نښته وکړي د پاکستان شين او سپين رنګي بيرغونه پورته کړي وو. دا د دې لپاره چې که وکړاى شي "د دې جنګ د خداى!!" په زړه کې رحم پيدا کړي. مګر بې کټې وو. اوس هم بيرغونه د لمر په شغلو کې ځليدل. ميله جوړه وه، مګر د انسانانو پته نه وه.