د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لاس دي هغه شل سي

احمدولي اڅکزی 20.06.2011 19:04

لاس دي هغه شل سي
چي لاسليک به پر خرڅلاو کوي
مات هغه قلم سه
چي به کرښي د خرڅلاو ليکي
سترګي دي ړندې سي
چي خرڅلاو ته به کتل کوي
ماتي دي سي پښي
چي و خرڅلاو ته به ورتګ کوي
شنډ هغه دماغ سه
چي خرڅلاو لره تدبير کوي
پرې دي هغه سر وي
چي سجده به د خرڅلاو کوي
ښځه خاک په سره سه
ميوند لره چي نه ورځي
نر هغه دي مينځه سي
چي ځان لره بادار مني
بچيان دي يې يتيم سي
چي سودا به د ناموس کوي
مور دي هغه بوره سي
بچيان چي يې غلامي مني
خور دي هغه وراره سي
چي واک د کور يې بل لري
ميرات دي شاه شجاع وي
چي کابل لره وايسرای مني
لاس دي هغه شل سي
چي لاسليک به پر خرڅلاو کوي
مات هغه قلم سه
چي به کرښي د خرڅلاو ليکي