د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وطن غږ

نښتر ساپي 12.06.2011 19:29

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

اې د غربت وږمې!
په شدت راغلې زما کورته
په جرات راغلې زما کورته
د غم وږمې دې راته راوړې
د اور لمبې دې راته راوړې
د اور لمبې دې را تازه کړې
زما دې خاوره راته ېووړه
زما شنې بوټې راته اور شووه
زما ښکلا دې رانه ېووړه
زما هر کانې راته اور شووه
ده اور لمبو کې دې سوزېږم
زه ژړېږم،زه کړېږم
زما په کورکې نور څه نشته
غربته وراړشه د سحر وخت دې