د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ککړ چاپيريال که بايو ټروريزم!!!

ډاکټر محسن هوتک 12.06.2011 14:29

درنو لوستونکو! له ډيرې مودې راهيسې د نړۍ، سيمي، زموږ هيواد او بيا په ځانګړي توګه د کابل د چاپيريال په اړه غږيزې او انځوريزې رسنۍ ډيرې په زړه پورې خپرونې لري او زيار کاږي چې د خلکو پام په دغه لور راوګرځوي. د نړۍ د چاپيريال او تودوخې مسله پراخه او نړيواله ده او زموږ هيواد بيا هر ولايت د همدې نړۍ د جغرافيې برخه ده! دلته غواړم يواځې د خپل هيواد د پلازمينې په چاپيريال څو ټکي وليکم، سره لدې چې په نورو سيمو کې هم د چاپيريال د ککړتيا ستونزې ځښتې ډيرې دي خو اصلي او د پام وړ ستونزه په پلازمينه يعنې کابل کې ده. د کابل ښار جغرافيه او موقعيت ټولو هيوادوالو ته معلوم ده چې په غرونو کې ايسار ښار دی. اوسنی اټکلي نفوس يې شاوخوا پنځه نيم ميليونه ده!! دلته په هغو لاملونو خبرې نه کوو چې ولې دغه نفوس په لومړيو کې کنټرول نشو او يا ولې ډير هيوادوال غواړي په پلازمينه کې ژوند وکړي!؟
اوس خبره له وقايې څخه معالجې ته رسيدلې! څنګه کولای شو چې د چاپيريال دغه ستونزه حل کړو، د ښار هستوګن په دې اړه خپل مسوليتونه وپيژني او د دولت اړونده ادارې هم خپلې دندې له ستړيا پرته تر سره کړي.
د ښار په هر واټ، د هر سړک په څنډه، د هر لښتي په منځ کې او د هر کور مخې ته د خزلو او کثافاتو انبارونه تر سترګو کيږي. کله چې باد والوځي د خاورو او دوړو سره، سره پلاستيکونه او کاغذونه د کابل په فضا کې هرې خوا ته پورته کيږي او له هر انبار څخه د تيريدو په وخت کې انسان ډير سخت ځوريږي. د ښاروالۍ مسولينو تل د خپلو لږو امکاناتو خبره کړې او دعوه کوي چې ښاريان د خپل ښار په پاک ساتلو کې موږ سره مرسته نه کوي او هر څه موږ ته پريږدي، حال دا چې ښاروالۍ دا توان نلري چې هره ورځ ټول کثافات له ښار څخه لرې چيرته وليږدوي.
اوس څه کول په کار دي چې ښار مو پاک او د اوسيدو وړ شي!؟ کچيرې وضعيت همداسې روان وي نو څو کاله وروسته به دغه ښار د اوسيدو وړ نه وي، دا ځکه چې د ښار هيڅ هستوګن د خپل ښار د پاک ساتلو په اړه فکر نه کوي (الا ما شا الله) او هر يوه ته خپل کور، کور ښکاري او له انګړه باندې کوڅه، سړک او واټونه ورته پردي دي!!! لوی او واړه د سړکونو په څنډو تر سترګو کيږي چې ميوې خوري، آيسکريم او يا هم په لاره روان اوبه او يا پيپسي څښکي خو کله يې چې خواړه او يا اوبه ختمې کړې نو بيا يې پاتې شونې همالته غورځوي!! هره کورنۍ د خپل کور خزلې کوڅه کې د کثافاتو نږدې انبار ته وړي او پدې هيڅوک سوچ نه کوي چې دغه کثافات لږ لرې د ښاروالۍ لخوا ټاکل شوي ځای ته يوسي. دا ډيره ګرانه ده چې د هرې کورنۍ ورځني کثافات محاسبه شي، ځکه ډير داسې کورونو شته چې په هغه کې څو کورنۍ اوسيږي ! او بيا د دې ټولو ضربول په شاوخوا پنځه نيم ميليونو وګړو کې لويې او پراخې څيړنې ته اړتيا لري، خو هر يو کولای شي چې خپل مسوليت وپيژني او خپل ښار پاک وساتي.
د دولت دندې زموږ تر مسوليتونو درنې او حياتي دي! د دولت اړوند ادارې مکلفې دي چې د امکان تر حده خپلې دندې تر سره کړي چې پدې کې تر ټولو مهم کار په بې کيفيته تيلو بنديز لګول دي! موږ ته هره خبره وړه ښکاري او هر وخت دا وايو چې د ملک کوم ځای او کوم کار مو جوړ دی چې اوس دا کارونه وکړو! او بله دا چې په کابل ښار کې د ټرافيکو د احصايې له مخې پنځه سوه او پنځوس زره موټر چليږي او کچيرې هر موټر په ورځ کې ۱۵ ليټره تيل وسوځوي، او هر ليټر ۵ ګرامه کاربن ډای اکسايډ توليدوي، د محاسبې له مخې په کابل کې د ورځې اته ميليونه دوه سوه او پنځوس زره ليټره تيل مصرفيږي او دغه مقدار تيل د ورځې يو څلويښت ميليونه دوه سوه او پنځوس زره ګرامه کاربن ډای اکسايډ د کابل په فضا کې پريږدي، تاسې یې د اوونۍ او مياشتي محاسبه وکړۍ او پدې هم فکر وکړۍ چې څو کاله وروسته به د دې ښار چاپيريال د اوسيدو وړ وي او که نه!؟. کوم تيل چې له نورو هيوادونو په ځانګړي توګه له ايرانه راوړل کيږي تر ټولو د ټيټ کيفيت لرونکي تيل دي! د دغو تيلو له سوند څخه وروسته يوه کيمياوي ماده چې سلفر ډای اکسايډ نوميږي او دغه ماده د شپې لخوا د ليد ساحه کموي په هوا کې آزاديږي! او روغتيا لپاره ډيره خطرناکه ده او همدارنګه دغه تيل په خپل ترکيب کې سرب لري چې په کال ۱۹۷۰ او يا ۱۹۷۲ زديز کلونو کې له تيلو څخه د سربو ماده وايستل شوه او هغه تيل چې په خپل ترکيب کې به يې سرب درلودل مصرفول يې منع کړای شو!! خو له بده مرغه نن زموږ د ښار فضا ټوله په دغو مضره کيمياوي موادو ککړه شوې او د دغو موادو شتون د ناوړو او نا علاجو ناروغيو لامل کرځي لکه په نارينه و کې د عقامت، د نا رسو ماشومانو د سقط خطر، تنفسي سرطانونه، د وينې مزمن امراض او ډيرې نورې خطرناکې ناروغۍ منځته راوړي! د دې کار اصلي حل لاره په سرحدونو کې د تيلو او نورو وارداتي توکو د کيفيت کنټرولول دي! خو له بده مرغه زموږ په سرحدونو کې د کيفيت د کنټرول لپاره لابراتوارونه شته ولې مسولين يې خپله دنده د اخلاص او هيواد پالنې پر بنسټ سرته نه رسوي او همدغه متخصصين نه پوهيږي چې خپلو اولادونو ته پاکه هوا ککړوي او په فضا کې زهر پاشي!! او په ډيرو لږو روپيو د خپلو خلکو ژوند پلورې او دا ستر ملي خيانت دی.
ښاروالۍ له ښاره د کثافاتو په ايستلو کې لګيا ده ولې د کابل شاوخوا ولسواليو کې هم داسې کوم مناسب ځای نشته چې هلته يې ښخ او يا له منځه يوسي نو د ښاروالۍ مسولين بايد پدې اړه فکر وکړي چې څو کاله وروسته به بله پاکه سيمه کې ناورين او فاجعه رامنځته کړي!!! د چاپيريال مسله حياتي او د پام وړ مسله ده او بايد د ټولنې هر فرد پدې اړه فکر وکړي او هر څه دولت ته پرينږدي، کچيرې دولت هيڅ کار ونکړي نو موږ به خپل د کور او کوڅې چاپيريال نه پاکوو!!! د خپل راتلونکو نسلونو ته به همداسې يو ککړ او ناپاک چاپيريال په ميراث پريږدو!! پدې اړه بايد مدني ټولنې او د ځوانانو ټولنې کار وکړي، په اوونۍ کې بايد يوه ورځ په ملي احساس سره د ښار د پاکولو لپاره حشر وکړي او دغه کلتور ته ادامه ورکړي، او پاکي د ايمان شرط دی نو بيا خو پدې ښار کې زموږ د ايمان يو شرط کم دی!! راځی چې خپل د ايمان دغه شرط پوره او خپل ښار پاک کړو.

درنښت