د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لوگیو ترشا پټې لمبې

نجیب منلی 11.06.2011 18:21

بن لادن امریکایانو په پېښور کې وواژه، الیاس کشمیري یې په وزیرستان کې. بې پیلوټه الوتکې هره ورځ په قبایلي سیمو کې د ژوندونو لو کوي. ترهګرو په کراچۍ کې او دیر کې خپل زور ښکاره کړ او پاکستان د تل په څېر چغې ووهلې چې ګواکې اوبه په بره خېژي او ترهګر پاکستان ته له افغانستانه ورځي.
دا هغه څه وو چې په دې تېرو څو ورځو کې یې د افغانستان، سیمې او نړۍ مطبوعات بوخت ساتلي دي. خو د ښکاره جګړې د تورو لوخړو ترشا ځینې کسان لګیا دي نوي اورونه بلوي. له څو میاشتو راهیسې په کورمه کې د پاکستاني استخباراتي اداره او په سیمه کې د هغې وسله وال لاس «کورم ملېشه» هڅه کوي چې د شیعه او سني په نامه توري او بنګښ د سېمې له نورو پښتني قومونو ، په تېره له منګلو، سره په شخړه واچوي. د ټل – پاړه چینار لار له مودو راهیسې تړلې ده. د کورمې د سیمې ځینو اوسېدونکو کولای شول خپل د ضرورت وړ توکي د افغانستان په سرحدي سیمو کې تر لاسه کړي، پاکستاني پوځ د کورمې د اقتصادي محاصرې د بشپړولو په موخه افغانستان ته تللې ټولې لارې تر خپل کنټرول لاندې نیولې دي او د خلکو د تګ را تګ په وړاندې خڼد شوی دی. د سیمې خلک که پېښور یا نورو ښارونو ته ځي نو په خورا لوړه بیه له دولتي هېلي کوپټرو استفاده کوي خو څو ورځې وړاندې چې یو پاکستانی چارواکی په همداسې یوې هېلي کوپټرې کې سپور و، پر چورلکې ډزې وشوې او په ځواب کې یې پر پاړه چینار او ورته څېرمه سیمو د برېښنا جریان د پاکستان د حکومت له خوا و درول شو چې شاوخوا شپږ لکه وګړي یې په دې سره اوړي د برېښنا له نعمته محروم کړل. د کورمې محصلین چې د پاکستان په مرکزي پوهنتونونو کې زده کړې کوي له اونیو راهیسې اعتراضي ناستې لري، ستونزه د پاکستان په پارلمان کې هم یاده شوې ده او د زرداري د ناستې تر خونې هم رسېدلې ده خو مطبوعات ترې یا بې خبره دي او یا یې په اهمیت نه پوهېږي.
د پېښور د سیمې پوځي فومندان یاسین ملک وایي چې په کورمه کې د شیعه او سني جنګ روان دی. دا د لوګیو د پردې تر شا عملیات څه مفهوم درلودای شي؟ له لسو کلونو راهیسې افغانانو، حکومت او ولس، چغې وهلې چې د تروریزم ځالې او سوق الجیشی مرکزونه نه په افغانستان کې دي او نه په قبایلي سیمه کې خو د امریکایي پوځیانو د موزو درزا او د پاکستاني استخباراتو د شورماشور له امله د چا غوږ ته نه رسېدلې. په دې وروستیو کې څو داسې پېښې وشوې چې د پاکستان لاس د غلا د مال په بوجۍ کې ونیول شو. امریکا د پاکستان حکومت ترفشار لاندې نیولی دی چې د ترهګرو پر ضد په جګړه کې ورسره ريښتنې همکاري وکړي او په وزیرستان کې د آی اېس آی له خوا ځای په ځای شوي ترهګر و ځپي، خو پاکستاني استخبارات په دې برخه کې دوې اندېښنې لري. یوه دا چې که په وزیرستان کې ترهګر وژل کېږي نو د دوی منافقانه سیاست ورسره په خپله افشا کېږي او بل که امریکا په خپله، یا د امریکا د فشار له امله د پاکستان اردو، خپل عملیات شدیدوي نو دا خطر شته چې په لږ وخت کې ګڼ شمېر هغه ترهګر چې آی ایس آی د پاکستان د ولس په وینو روزلي دي له منځه ولاړ شي. د شیعه او سني په نامه په کورمه کې په لوی لاس جوړ شوی جنګ به دې ته زمینه مساعده کړي چې یو شمېر ترهګر د پاکستاني استخباراتو په مرسته له وزیرستان څخه وایستل شي، په کورمه کې ورته خوندي ځایونه پیدا شي او له هغه ځایه د افغانستان پر ضد عملیات رهبري شي.
که امریکایي پوځیان، جاسوسي ادارې او سیاسي چارواکي د آی اېس آی د دغې دسیسې ښکار شي نو د ترهګرو له پاره د نوو پټنځایونو د لاس ته ورتلو له امله به یې ټولې هغه استخباراتي لاسته راوړنې شنډې شي چې په تېرو عملیاتو کې یې د ترهګرو د ځای ځایګي د میندلو په برخه کې درلودلې. همدا راز که افغان حکومت د یو بشردوستانه حرکت له مخې د کورمې او تیرا ملکي وګړو سره د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو په برخه کې همکاري و نه کړي نو د پاکستاني استخباراتو د دسیسو د بریالیتوب له پاره به یې لار اواره کړې وي.
دا یو زوړ جنګي تاکتیک دی چې پوځونه د دخپلو روانو اماده ګیو د پټولو له پاره اور بلوي او د لوګیو پردې جوړوي. باید پرې نه ښودل شي چې د اي اېس آی د لوګیو پردې په سیمه کې د ترهګرۍ ضد جګړې د مسوولینو سترګې ړندې کړي.