په زخمونو پټۍ
09.06.2011 15:47په زخمونو پټۍ
زخمي زخمي زړونه پټۍ غواړي
نور وچې شوڼډي خوشحالۍ غواړي
په تړمو اوښکو ګريوانون لانده
څيری ګريوان مونږ نه تڼۍ غواړي
عذتي ميندې مو سرتوره مشه
هغوی سپين سر ته لوپټۍ غواړي
مونږ به ترڅو دا خپل کورونه څيزو
مونږ به ترڅو دا خپل ښارونه څيځو
وطن خو ټولو ته ګډ کور دی کنه
راځۍ په ګډه ترينه اور مړ کړو
راځۍ چې يو شو شر او شور مړ کړو
په وينو رنګ دا ماشومان مو هير دی
زاړه سپينږيری او ځوانان مو هير دی
ميندی په قبر د بچيانو ژاړي
په هره لويشته ماشومان مو هير دي
چا به سلګۍ وي دا د چا ليدلې
چابه وی زنه دا د چا تړلې
هغه کنډر کنډر کورونه ګورۍ
د کنډو رنډو پريادونه ګورۍ
دا د بارتو داسمان له لاسه
د تورو وريځو بارانونه ګورۍ
حفيظ مليار افغانستان ژړوي
يو مې ارمان بل مې هجران ژړوي
اتريش