شعر
05.06.2011 22:22گوره په سرو شڼډو په خندا راځی
مسته په ما ښکلی دلربا راځی
ورک شی ای بیلتونه مخ دی تور که خدای
سره جامه یی تن کی په ګډا راځی
نن په آسمانونو کی ږغونه دی
ستا د خوشحالی نه په ژړا راځی
زړه می ستا د هجر ځوریدیلی وو
هیر که ټول جفاوی نن وفا راځی
زه د خوشحالی لاس په سینه یمه
زما ښکلی ګیډی خدای په رضا راځی
ستا ښکلی لاسونه ښکلی ومی زه
شم به زنګنو زما هما راځی
څانګه د ګلابو در نثار کړمه
خاندی په سرو شڼډو دی مسکا راځی
نور به هیڅ کیسی د تیرو نه کوو
خدای مکړه چی بیرته بیا خطا راځی
لاس په ملا می تاو که ځو د کلی نه
خامخا اغیار په مونږ کی بیا راځی