د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبان یو قوت دی

مصلی 05.06.2011 22:21

سردار محمد داود شهید دګاونډی هیوادونو په خاص ډول دپاکستان اوایران سره پخوانۍ ستونزی لرلی اوارومرو یی دغه ستونزی حل کول غوښتل په خاص ډول پاکستان په زیاته ویره کی و چی سردار محمدداود یو قاطع شخص دی خپل تصمیم عملی کوی نودی دواړوهیوادو دده د نظام دبدنامۍ لپاره کارشروع کړاو داتبلیغ یی کاوه چی ګوندی روسان راروان دی او په افغانستان کی یو کمونستی نظام جوړه وی اودانظام دسیمی او منطقی لپاره ښی پایلی نه لری دسردارمحمدداود خان شهید یو شمیر ملګرو هم داسی حرکات اوکړنی شروع کړی چی دخلکو دانزجا سبب شوی یو شمیر وطن پرستان یی ونیول بندیان یی کړل وی وژل او حتی دوطن څخه په کډه کولویی مجبورکړل پاکستان اوایران ته یی کډی وکړی اوهلته ورباندی کارشروع شو بی له شکه په افغانستان کی سیاسی ډلی وی دپرچم ، خلق ، افغان ملت ، ستم ،اخوان المسلمین اوداسی نوری وړی وړی هستی وی چی هرې یوې یی خپل فعالیت کاوه او هره ډله دبهرنه دخپلو ولی نعمتانو له خوا سپورت کیده لنډه داچی په خاص ډول داخوان المسلمین دنهضت ډله تر دی ټولو دمخه چی دکمونستی نظام سر سختی مخالفین و ددی نظام پر ضدیی زیات تحریک شروع کړاو یو په بل پسی یی پاکستان اوایران ته مخه کړه اوهلته یی ځای ونیو په خاص ډول دامریکا استخباراتی شبکی سی ،آی ،ی ددوی دتنظیم ، تمویل ، تسلیح ، اوروزنی لپاره خاص پروګرامونه اوپلانونه ترتیب کړل اوواک یی دپاکستان استخباراتی شبکی ته حواله کړ چی ددوی پالنه اوروزنه وکړی اودافغانستان خواته یی سوق کړی چی هلته ګډوډی شروع کړی پلونه ، ښونځی ، شفاخانی اونوری دولتی اوعام المنفعه تاسیسات خراب کړی او مقاومت مات کړی دالوبه شروع شوه دیوی ورځی نه بلی ته دهجرت بهیر زیاتید او په پاکستان کی ورته کیمپونه جوړیدل او دافغانستان کمیشنری په نوم ورته اداره جوړه شو او په منظم ډول ددی مهاجرینو خدمت کیده او دنړۍ اکثریت هیوادونو لکه سعودی عرب ، چین . جاپان ، انګلیس، فرانسه ،جرمنی اوداسی نور او په سر کی دامریکا متحده ایالات دملګرو ملتو په مستقیم ملاتړ ورسره داسی مرستی شروع شوی چی تخمین یی ساده کارنه دی دخوراکی توکو څخه نیولی بیا دپیسو ، دواګانو ، وسایطو، وسلو او مهماتو په شمول چی پرمخ تللی وسله یی ستنګر وه مهاجرین ورباندی تمویل اوتسلیح شول اودالړۍ دیوی ورځی څخه بلی ته پیاوړی کیدله چی په دی جریان کی په سردارداود خان کودتا وشوه ووژل شو اوتره کی واک په لاس کی ونیو دادوره ختم شو امین یی پرځای کیناست د وخت کم وولی دافغانانو دهجرت لړۍ زیاته شوه اودامین دوره هم پای ته ورسیده او ببرک کارمل دسروروسانو سره دټول وسلوال ځواک اوقدرت سره دهوا او ځمکی له لاری په افغانستان رانانزل شو او افغانستان یی اشغال کړ اولوبه لاپسی ګرمه شوه اودمجاهدینو ملاتړلاپسی زیات او په پاکستان کی په اووډلو اوایران کی په اتو ډلو وویشل شول اوهری ډلی خپل ولی نعمت درلود ولی مرستی دایران ددولتی چاروواکو اواستخباراتی شبکی او پاکستان کی دولتی چارواکو اواستخباراتی شبکی آی اس آی له خوا په مجاهدینو ویشل کیدلی اوجنګ جګړه ورځ په ورځ ګرمیدله چی ګران لوستونکی پوره اګاهی لری اوزیات تفصیل ته ضرورت نه وینم .
روس ځواکونو دګران هیواد افغانستان سرحدونه ونیول اودافغانستان اردو سره یی یوځای دمجاهدینو په مقابل کی جګړه کوله ترڅو کارمل هم له منځه لاړ او په عوض یی ډاکترنجیب الله ته ددولت واګي وسپارل شول ده په خپل وار دملګروملتو په منځګړتوب دښکیلو خواو په ګډون په ژینواکی سره غونډشول اودروسانو دپاره یی په دوه دوروکی دافغانستان څخه دوتلو پروګرام جوړکړ نوری خبری عملی نه شوی ولی یوازی داخبره عملی شوه چی روسان په بشپړه ډول له افغانستان څخه په دوه پړاوه کی ووتل اوافغانستان حکومت دخپل ځان اووطن څخه په افغانی قوت دفاع شروع کړه او په ننګرهار باندی دپاکستانی قواوپه ملاتړ دمجاهدینو اخرنی قوت ته یی ځواب ورکړ او موفق نه شول . زه نه غواړم په دی برخه کی زیات تفصیل ورکړم ځکه چی درڼا ورځی خبره وه اوبهرنی قوتو نه دجلال آباد دهوایی میدان او ښار څنډو ته رارسیدلی واو هر چالیدلی چی داڅوک دی او ماتی یی هم ولیدله چی په ډیرکم وخت کی دتورخم دمزی څخه واړول شول .
دمجاهدینو نړیوال حامیان او په سرکی یی امریکا وپوهیدل چی داخبره په جنګ جګړه نه حل کیږی که له یوی خو اډاکتر نجیب الله ملی روغه جوړه اعلان کړه خوله بله پلوه دمجاهدینو حامیانو هم خپله پالیسی بدله کړه او دملګروملتو له خوایی داسی یو پروګرام رامنځ ته کړ چی نجیب الله دی دیو خاص پروګرام په اساس واک مجاهدینو ته وسپاری بیا دی اساسی قانون جوړشی تصویب دی شی انتخابات دی شروع شی چی هرطرف وګټله هغه به حکومت کوی هر چاته به دخپل استحقاق په اندازه په حکومت کی برخه ورکول کیږی . په دی خبره ډیروخت کاروشو ډاکترنجیب الله په دی خبره راضی و چی دهغه پریکړی لاندی چی دملګروملتو ، افغان حکومت ، مجاهدینو اوددوی دحامیانو له خوا شوی وه واک مجاهدینو ته رسمآ وسپاری دډاکتر نجیب الله وینا ثبت شوه چی بیګا ته رسمآ اعلان شی او مجاهدین افغانستان ته راداخل شی یو ډلی دسولی اودافغانستان دخلکو دښمنانو کودتا وکړه بننسیوان دملګروملتو موظف نماینده ډاکتر نجیب الله دخپل ځان سره دملګروملتو دفتر ته ننویست مجاهدین هم راننوتل اوافغان دولتی اداری سره تقسیم کړی څوک دکورنیو چارو په وزارت ، څوک ددفاع په وزارت ، څوک په یواو څوک په بل وزارت سره ورننوتل او یو عام چور او چپاول شروع شو دواک سپارنه رسمآ دجمهوری ریاست دمعاون ښاغلی سرابی له خوادمجاهدینو ددوه ومیاشتو موقت جمهور ریس جناب صبغت الله مجددی صاحب ته وسپارل شو ولی خپله دجهادی تنظیمونو له خوا په قدرت باندی جګړه اوډزی شروع وی اوزور اذمایی روانه وه نه دولتی اداروکی فرش پاتی شو نه ظرف نه موټر پاتی شو او نه چوکۍ چی ددی خبری څخه به څوک انکار ونه کړی . دستری محکمی مور قالینی هم دوخت دقاضی القضات له خوا په موټروکی بارشوی او پیښور ته ورسول شوی . داچی په جناب حضرت صاحب پسی ربانی راغی هغه څه وکړل شورای نظار څه وکړل دحل وعقد شورا څه وکړل مجاهدینو صاحبانو څه وکړل عیان ته دبیان ضرورت نشته دی افغانستان اودافغانستان خلک داسی تبا شول چی تیری جګړی یی نسوار هم نه وی .
دمجاهدینو دجملی څخه یوشمیر هغه ډلی چی دخپلو لیډارانو او جهادی ملګرو داعمالو څخه ناراضه شول په پاکستان کی دنصیرالله بابر په ادعا چی طالبان زما بچی دی ماروزلی دی دکورنیو چاروپه وزارت کی دیو بریګډر له خوا چی دآی ، اس ، آی غړی و اوددی کار دپاره موظف شوی و سره بیا تنظیم شول ترڅو دسولی له لاری دخپلو پخوانو استادانو په لارښوونه اوملاتړ ګروپ ګروپ شی څادرونه په اوږوو اچوی او دطالبانو داسلامی نهضت په نامه تشکل پیداکړی قرانکریم په ترخ کی ونیسی اوځولۍ په لاس افغانستان ته راروان شی او دښکیلو ډلو څخه خواهش وکړی چی وسله کیږدی اویو پرامنه اواسلامی حکومت جوړکړی ترڅو په افغانستان کی امن او ثبات راشی او جنګ جګړه ختمه شی همداسی یی وکړل دکوټی چمن ، پکتیا ، ننګرهار او کنړ له لارو داخل شو ، بی له شکه اکثریت جهادی قوتونو داکار وکړوسلی ورکړی اودوی یی ومنل ولی دنظار شورا اوددوستم ملیشو اودجمعیت یوی برخی ددوی ددی داعی په مقابل کی مقاومت شروع کړ طالبانو هم باالمثل دفاع شروع کړه اوورسره ورسره یی یوڅه اداری تشکل جوړکړ ملا محمد عمر اخون یی داسلامی امارت دمشر په حیث دیو شمیر جهادی لیډرانو په توافق دامیرالمومنین په حیث ومانه والیان او وزیران یی مقررکړل څه مقرری جوړی کړی فرامین یی صادر کړ او دحکومتی اداری شوق ورسره پیداشو اوجنګ جګړه هم ورځ په ورځ په شدت کی شوه اوداسی حدته ورسیده له چی پخوانۍ جګړی ورته لوبی ښکاریدی او په پوره قدرت یی دواک لاندی سیمی اداره کولی امن قایم واوچا غوږ نه شو خوزولی ربانی صاحب خپله چوکۍ په شاکړی وه او چی هر چرته به یی دمه سازوله دهغه ځای جمهورریس به و چی باالاخره جګړه پنجشیر او بدخشان ته ورغونډه شوه اودافغانستان نوری ټولی برخی دطالبانو دامارت داداری لاندی وی نصیر الله بابر کله چی طالبان په افغانستان کی په قدرت کی شول دافغانستان دیوشمیر سرحدی سیمو اوولایاتو دمرکز په شمول لیدنه کتنه وکړه اودایی وښوده چی طالبان دده تر قوماندی لاندی دی . امن قایم واوشرعی احکام ددوی په خوښه په خلکو تطبیق کیدل .
په دی وختوکی په امریکاکی دسپتمبر یوولسمه ډارمه شروع شوه اوددی ډرامی سره داتوردالقاعده په مشر بن لادن باندی پوری شو دامریکا دمتحدایالاتو حکومت دافغانستان طالب رهبرۍ ته وویل چی دالقاعده مشر بن لادن ورته وسپاری ولی طالب رهبرۍ ددی خبری نه انکار وکړ او ځواب یی ورکړ چی دازموږ داسلامی اوافغانی اصولو خلاف عمل دی موږدی کارته حاضر نه یو ددی خبری او ځواب په اوریدو سره دامریکا دمتحده ایالاتو دولتی رهبرۍ په سر کی ډبلیو بوش اودده دناتو ملګرو حوصله ونه کړه او په افغانستان یی نظامی پاڅون وکړ راننوتل طالب نهضت ددوی په مقابل کی دمقاومت څخه عاجز شول او یابله څه خبره وه خو تارمار شول او بیا یی دخپلو ارمانونو دپوره کولو ځای ته پنا وروړه او خواره واره سره ځای پرځای شول او خپله دمه یی سازه کړه او بیا یی وسلی ته لاس کړه او جګړه شروع شوه او مقابل لوری یی القاعده او دهشتګربولی ولی دوی ځان افغانی مجاهدین بولی اودافغان جهاد دوام بولی اووایی چی زموږ جهاد دکفر اوالحاد په مقابل کی دی او هر څوک چی په افغان ولس داسی تیری وکړی زموږ دښمنان دی داچی داتیری کوونکی کمونستان وی او که یهود اونصارا او که کوم مسلمان هیواد وی زموږ سره دخپلی خاوری دخپلواکۍ ارضی تمامیت اوملی حاکمیت ساتنه مطرح ده او څوک چی زموږ ددغه مسلم حق احترام ونه کړی زموږ مبارزه به روانه وی . دانجنیر حکمتیار حزب اسلامی له اوله په خپل موقف ولاړدی اودخپل جهادی موقف څخه په شانه دی تللی او نه ځی طالبان داخبره هم کوی چی موږ دهغه چاسره دسولی خبری کوو چی زموږ حقیقی غوښتنی ومنی او نام نهاد جهادی لیډرانو ته هم ګوت څنډی کوی چی دجهاد دشهیدانو په وینو یی سودا وکړه دوی ته هم په وخت اوزمان دمحاکمی او پوښتنی چلنج ورکوی داچی دربانی په وجود کی ورته دسولی وړاندیزونه کیږی داپر ځان پوری ملنډی ګڼی اوداخو ځکه چی ددوی جګړه دربانی اودده دهواخوهانو په ضدوه او ده چی امریکایانو اودناتو ملګروته یی په لوړآواز ویل چی په طالبانو لوی لوی بمونه راوغورځویئ چی جرړی یی ووځی او په نهایت کی یی ځان ته دمقاومت دجبهی لقب هم ورکړی دی .
نوباید طالبان وپیژنو چی دوی هغه ډله مجاهدین دی چی دیوشمیر جهادی لیډرانو دناروا چال چلند څخه یی ددوهم وار لپاره بیا پاکستان ته هجرت تازه کړاو ملایی تړلی ده وګورو چی دالوبه به ترڅو روانه وی اوافغان بی دفاع ملت به په اورکی سوزی اوتیارخواره به په کی چړچی کوی .
که چرته افغان طالب او حزب اسلامی واقعآ دالله درضا لپاره دخلکو دارامۍ دهیواد دخپلواکی ملی حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره دسرښندنی میدان ته وردانګی نو بی له شکه الله به ددوی سره مرسته وکړی او که نور شخصی سیاسی اهداف لری الله تعالی ښه عالم دی خپلی پریکړی به وکړی .

(والله علی ما نقولووکیل )