د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښکلي شهلا

ولی محمد نورزی 04.06.2011 01:04

۲۰۱۱ جون
څومره ښایسته ده، د ګلونو یوه غُونچه ده
نازکه ده شیرینه ، د خوږو مسرو کپَه ده
په ناز او په ادایي، مخلوقات ټول لیونې کړل
د حسن شا پیرۍ ده ، د شکرو پتاسه ده
توری اوږدي زلفي يی، ټالیږي په اوږوکي
باڼو يي د ښکارغښۍ دي، د میني یوه نمونه ده
خماری توري سترګی يي، د زړونوښکاریدل کا
شهلا د تبسم ده ، په مسکا یي ډ که خوله ده
کږه وږه روانه ده، د زرکي په شان درومي
فری د فرستان ده ،خوی عادت کي نازدانه ده
سپینه سپینه چه ښکاریږې ، مینا غوندي ږغیږې
سری شونډي يي نازکي، نري ملا یي پسته پله ده
مجلس دخوب رویانو، کي دا ښکلې ښکلي ښکاري
نصیب که دي د ید ن شی ، په کتو یې ننداره د ه
د داغي زړونو مرهم ده، که علاج دي په درمل سي
یوګل د ګلخاني په بڼ او باغ کي، د سروګلو لاله ده
شبنم د سهر ګاه ده ، غوټي غوندي غوړیږی ګلستان ته
خوشبوه ده ګل خندانه ، د ګلشن د باغ میوه ده
تصمیم به د لیدو کړم، که ژوندی وم یو څوورځې
نورزی به څه ګیله کړي ، دا د خیا ل یوه شیبه ده