شمشاد تلویزیون خپله ویپ پاڼه په نوې بڼه پرانستله
31.05.2011 02:11په افغانستان کې د شمشاد شخصي نړیوال تلویزیون د ډېر وخت ورسته خپله ویب په نوې او پیاوړې شکل خپلو مینوالو ته په دې ورځو کې پرانستله.
د شمشاد نوې ویب پاڼه د دې وخت په معاصره بڼه سنباله ده او پتیلې یې ده چې له دې څخه وروسته به خپلو لیدونکو ته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خبرونه او د تلویزیون نور مطالب د نورو وتلو نړیوالو تلویزونونو لکه الجزیره او بي بی سي په څېر د ویب پاڼې له لارې وړاندې کړي.
تر دې دمه چې د شمشاد د ویب پاڼې د نوې بڼې ډیر لږ وخت کیږي په دې پاڼه کې ډير په زړه پورې مطالب لیدل کیږي، د ویب پاڼو لیکونکې او متخصصین په دې اند دي چې د شمشاد په څېر تلویزونې ویب پاڼې باید د هر ساعت په سر کې یو ځل تازه شي او دا هم وايي چې شمشاد باید د خپلې ویب پاڼې له لارې د خپلو لوستونکو سره ښې، دوامداره او پیاوړې اړیکې جوړې کړي.
د ژورنالیزم د اصولو له مخې هم باید هره رسنۍ د خپلو لیدونکو او لوستونکې سره دوامداره اړیکې ولري او د ټولو پروګرامونو په اړه د هغوی نظرونه معلوم کړي او همدارنګه د هغوی په غوښتونو ځان پوه کړي چې هغوی له شمشاد څخه څه غواړي چې ورته یې د لیدلو لپاره وړاندې کړي.
د لیدونکو او رسنۍ په منځ کې دغې اړیکو ته د رسنیو د تابعینو شالید یا فیډبک ویل کیږي، هره رسنۍ باید په دوامداره توګه د خپلو تابعینو نظرونه راټول کړي چې دغې عمیلې ته بحث یا ریسرچ ویل کیږي چې په ژورنالیزم کې ډیر اهمیت لري، پخوا چې کله د انټرنیټ نوې ټیکنالوژۍ نه و نو په سختۍ او ډیرو پیسو به هرې رسنۍ د خپلو تابعینو نظرونه معلومول خو اوس هر رسنۍ کولای شي چې په ډیر اسانۍ سره د خپلې ویب پاڼې له لارې د خپلو تابعینو نظرونه معلوم کړي او هره ورځ او هره لحظه د هغوې سره په تماس کي اوسي.
لیکونکې او د انټرنیټ متخصصین وايي چې اوس به شمشاد د خپلې ویب پاڼې له لارې د خپلو لیدونکو نظرونه شېبه په شېبه تر لاسه کوي او څه چې هغوی غواړي د هغوی په خوښه به په پروګرامونو کې بدلون راولي او د هغوی په خوښه به یې وړاندې کوي چې دا د شمشاد ویب پاڼې جوړولو یو مهم او مثبت رول دی چې په راتلونکې کې به یې ولوبوي.
د شمشاد د ویپ پاڼې په لیدلو سره د شمشاد لیدونکې د نړۍ په هر ځای کې ډېر خوښ دي هغه لیدونکې چې اوس د هغوی د خوښې معلومات د شمشاد څخه په خپل وخت نشي تر لاسه کولای اوس به یې د شمشاد د ویب پاڼې له لارې ترلاسه کوي.