د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یادونه

محمدجهان لاروی 28.05.2011 13:24

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

څــــــــــــــه نــري نــري دردونـه
را کـــــــــــــــــوي دســــتا یادونه

نـه هـــــــېرېـږې رانه شــپه ورځ
تـښـــتېـد لـي مـــــــې خـــوبــونه

څــنګــه وباســـــم تصــویــرســتا
دخــپـل مــات زړه دښــیـــښونـه

ســـــتا د نازخـــبـرو جـــوړکـــړل
په زړګـــــــي مــــــې پــرهــارونه

څـه ترخــــه وخــــــتونه راغـــلـل
تېرشــــــــول څه خواږه وخــتونه

په زړګـــــوټــي کـې مـې اور دی
پـــــــــکــــــې ســـوزي امـیدونـه

پـه مــاشـــوم زړګــي مې تـم دي
ســـتاغــــــمـونـه لــــکه غـرونـه

لاروی د داســـــــــې لاریــــــــــم
واړه ډ کــــــــــــه د ازغـــــــونـه