د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پسرلی

محمدجهان لاروی 21.05.2011 20:54

ماته را وړه ډېر ګـــلـونه پســــــــــــــــــــــــــــــــرلیه
ډېرمــې خـوښ دي ستا رنـګونه پســــــــــــرلیه
وچـې څـانګې مړه ګـــلــــونه را ژوندي کـــــــــــړه
په خــــندا کړه سمــې غــرونه پســـــــــــــــــــــرلیه
صــــــــبر مـه کـــــوه ښه شـــــــــــین شه د خـــندا نه
چــې مـــې ورک شي ټول غـمـــونه پســـــــــرلیه
ډېر زخـــمونه مـــې په زړه باندې جـــــوړ شوي
ورته را وړه مــــــلهمونه پســـــــــــــــــــــــــــــــرلیه
یــــو زه نـه یــــــــــم دهـــــــــرچـــا د زړه دارویـې
ډېردې کــــــیــږي صفتونه پســـــــــــــــــــــــــــرلیه
زه دستاپه انـتـظارکــــــــــې لـــــولپه شـــــــــــــوم
لګ خــــــــوآخله مـــــــې هـالــونه پســـــــــــــرلیه
لاروي ته دمـنزل مــــزلـــونه ګـــــــــــــــــــــران دي
ورته ښــــــایه لنډ چـــــــــلــونه پســـــــــــــــــــــــرلیه