د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ای زما خړه وطنه

عمر عمران 10.05.2011 22:11

أي زما خـــــــــــړه وطنه خړه كـــــــــــــابله
امـــــــنى در پــــــــــــكي نــــــــشته له ازله

څــــــــــــــــوك دي پـــــــه راكـــــــــــټو ولي
څــــــــــــــوك دي پـــــــــه بـــــــــــمونو ولي

څـــــــــــوك دي دښــــــــــــــــتي بيبانونه ولي
څـــــــــــوك دي مركــــــــزكي وزارتونه ولي

أي زما خــــــــــــــړه وطنه خړه كـــــــــــابله
امــــــــــنى در پـــــــــــكي نـــــــشته له ازله

څـــــــــوك درته په مــينه له بهره بيرته راغلو
چــــــــا په داخل كي كړلي چـور بهر ته لاړو

څـــــوك دي په كنډوالو كي ځاي دګزران لټوي
څوك دي په وينوپه يوروپ كي بلډ ينګان لټوي

أي زما خــــــــــړه وطنه خړه كـــــــــــــــابله
امــــــــــــنى درپكي نـــــــــــــــــشته لــه ازله

چــــــــــــا د سمندر يــــــــخو اوبــو نه ويشتي
چـــــــــا دبابا دغــــرو سرونــــــه ويـــــــشتي

څـــــــــوك دي ديدن پـــــسي ړانده شول ګوره
چـــا دي ده خـــپل كـور له در وازو نه ويشتي

أي زما خــــــــــــړه وطنه خړه كـــــــــــــابله
امـــــــــــنى در پــــــــكي نــــــــــشته له ازله

ولا خلــــكو كــــــه په غټو مي وس نه رسيږي
اوس يه په تـــــــور د ورانولو غريبان نيــسمه

بس عمرانــــــــه د قلــــــــــم سره مي پريږدي
چـــــــــي زه يه مخه د اغيار نيــــــــــــــــسمه

أي زما خــــــــــــړه وطنه خړه كـــــــــــــابله
امـــــــــــنى در پــــــــكي نــــــــــشته له ازله